Kabull.com کابل ټکی کام
520 subscribers
1.14K photos
174 videos
3 files
7.98K links
د کابل ټکی کام ټیلیګرام چینل ته ښه راغلاست!
Download Telegram
هند: د ترافیکي‌ پيښې له امله ۱۸ تنه مړه او ۵ ټپيان شوي
کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د هندوستان د لویدیځ بنګال ایالت د نادیه په ولسوالۍ کې د ټرافیکي پيښې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لویدیځ بنګال پولیس وايي، یو بس موټر چې مړی يې هندو سوزان ته انتقالاوه او ګڼ شمیر کسان هم پکې سپاره ول په لاره کې د ولاړې یوې لارۍ سره ټکر شوی دی.
د پوليسو په وينا، پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.
پېښه د موټرو د زيات رفتار له امله رامنځته شوې ده.
https://wp.me/p8XUyy-ufZ
ولس ته د رئیس الوزراء د لومړنۍ وینا لنډیز
نن (۲۲ ربیع الثاني = ۶ لېندۍ) رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د ملي ټلوېزون له لارې ولس ته لومړنۍ وینا وکړه. لاندې د رئیس الوزراء د وینا خلاصه کړل شوې بڼه ده، چې ستاسې حضور ته یې وړاندې کوو.
وینا
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم. اما بعد:
تر ټولو دمخه خپل ګران او ځورېدلي ملت ته خپل سلامونه وړاندې کوم. الله جلاله دې ستاسې د پلرونو، زامنو او وروڼو تکلیفونه، شهادتونه، زندانونه او هر ډول سختۍ، چې پرتاسو تېرې شوې دي، په خپل دربار کې قبولې کړي. کوم کسان چې زخمي شوي، د بدن غړي یې له لاسه ورکړې او معیوب شوي وي او ژوندي پاتي وي، د دوي تکلیفونه دې هم الله جل جلاله قبول او مقبول وګرځوي.
ګران او ځورېدلی ملته!
غواړم چې پر روانو حالاتو له تاسو سره یو څو خبرې وکړم او څه وضاحت ستاسې حضور ته وړاندې کړم.
ګران ولسه، شل کلن تاریخ او د الله له لوري لوی امتحان پر تاسې تېر شو. تاسې او ستاسې بچیانو مجاهدینو دا شل کلن جهاد په ډېرو سختو تکالیفو، زندانونو، چاپو او قربانیو تېر کړ؛ مجاهدینو د هر څه پر وړاندې ځان سپر کړ، چې په پایله کې یې الله جل جلاله دا لوی نعمت ورپه برخه کړ.
ټول ګران ولس ته دا وینا کوم چې اوس موږ او تاسې له یوه بل امتحان سره مخ یو.
محترمو مجاهدینو! تاسې له الله جل جلاله سره د درو شیانو ژمنه کړې وه: چې موږ به له وطنه د کفارو ګیلم ټولوو، اشغال ته به د پای ټکی ږدو؛ پر ځای به یې یو اسلامي حکومت او نظام قایموو؛ او ټول هېواد ته به امنیت راولو.
ګران ملته! له تاسې سره مجاهدینو وعده کړې وه چې تر څو چې اشغال ختمیږي موږ به جنګېږو؛ تر څو چې دلته اسلامي حکومت او نظام راځي، موږ به جنګېږو؛ او په دې هېواد کې به [داسې] امنیت راولو چې د ټولو حقوق، مال او عزت به خوندي وي، څوک به چا ته ضرر نه شي رسولای – مجاهدینو په درې درو واړو وعدو د الله تعالی په نصرت وفا وکړه.
اوس مو خبره دا ده چې اې ملته!
پر تاسې د دې نعمت شکر لازم او واجب دی. محترمو وروڼو، خدای مه کړه، که د دې نعمتونو شکر ادا نه شي او نارضایتي ښکاره شي، نو څه به پېښ شي؟ د امارت په اړه بعضې ناپوهه اشخاص داسې څرګندونې کوي چې سړی وویریږي چې که ملت د دې عظیم نعمت شکر ادا نه کړي نو په یوه بل عذاب به اخته شي. له یوه طرفه چیغې وهل کیږي چې د کار نشتوالی دی، د امارت له راتلو سره نرخونه لوړ شوي دي. سبحان الله، اې ملته! دغه به انصاف وي چې دا د نرخ لوړوالی له امارت سره وتړل شي؟ ایا نیستي، قحطي له امارت سره راغلې او که دا له پخوا په دې هیواد کې موجوده وه؟
ګران او مهربان ولسه !
تاسې له خپل ځان سره فکر وکړئ چې امارت خو له تاسې سره د رزق وعده نه ده کړې. امارت خو پر خپله کړې وعده وفا درسره وکړه، د رزق وعده خو الله جل جلاله له خپل مخلوق سره کړې ده. باید موږ ټول خپل بادار جل جلاله ته فریاد وکړو چې پر موږ د رحمت بارانونه راووروه ترڅو زموږ له هېواد څخه د وچکالۍ لمنه ټوله شي او شته مشکلات مو حل شي. دا د الله لوی امتحان دی، [ځکه چې] بنده ګانو له الله څخه سرکشي شروع کړې ده. الله جل جلاله دې موږ ته توفیق راکړي چې الله جل جلاله ته فریاد وکړو او زموږ ستونزې هوارې شي.
الحمدلله، په دې ملک کې چې څه واکداران دي، خاینان نه دي، پیسې ګټونکي نه دي چې خپل جېبونه ډک کړي؛ دا د پیسو شایقین نه دي – دا هغه کسان دي چې خپل سرونه یې د اسلامي نظام راوستلو او د دې ملت لپاره د الله په لار کې وقف کړي وو.
ولسه! دغه خلک له تاسې پیسې نه غلا کوي. دلته چې زه موجود یم د دې ځای واقعه به تاسې ته وړاندې کړم تر څو تاسې ته دا په ثبوت ورسیږي چې دلته حکومت کوونکي خلک غله، جېب ډکوونکي نه دي. په ارګ کې موږ او مجاهدین ګوزاره کوو، دلته چې له موږ څخه مخکې څوک وو، کله چې تښتېدلي وو په لارو کې پیسې ترې لوېدلې وې. سړی تعجب وکړي د دې خلکو ایمانونو ته: یو کشر طالب به یو لک دوه لکه ډالر ځای پر ځای پیدا کړل، په داسې حال کې چې له الله جل جلاله پرته به بل هېڅوک هم نه و، خو دوي به هغه پیسې ما ته راوړې چې دا مو په فلاني ځای کې پيدا کړې. حتی یوولس لکه ډالر د ارګ په بیلابیلو برخو کې طالبانو موندلي وو او ما ته یې راوړل چې دا واخله. په هرځل پیسو راوړلو به ما د دوی په ایمان او وجدان تعحب کاوه. دا دا ډول انسانان دي.
نو که چیرې د افغانستان د خلکو پیسې، چې د ملت سرمایه ده، ازادې شي، زه یقیني یم چې شته ستونزې به ټولې هوارې شي، هغه ستونزې چې د ولس په مخ کې دي الله جل جلاله به یې په خپل نصرت سره هوارې کړي او افغانستان به له دې مشکلاتو وباسي.
نو اې ملته! هوښیار اوسئ. د مخکیني نظام بعضې کسان چې په دې ملت کې پاتې دي او پټ دي داسې څرګندونې کوي چې ټول ملت ته تشویش وراچوي، ټول ملت په خپل دې مبارک نظام شکمنوي. ډېر هوښیار اوسئ چې دښمن مو بیا یرغمل نه کړي. خدای مه کړه چې په خپل داسې مبارک نظام، امنیت او حکومت باندې بدګومانه شئ، یا په د
ې اړه یوه بېکاره خبره درنه وشي، الله جل جلاله به درنه ناراضه شي. پخوا به مو نه د شپې ځای و او نه د ورځې، نه د پټېدو او نه د شپې تېرېدو او نه د خوب ځای – الله جل جلاله دا ټول مشکلات حل کړل او داسې ډاډمنه فضا یې رامنځته کړه چې د شپې او ورځې ارام خوب او هوسا ژوند پکې تیرولای شئ؛ د شپې له مخې هم تګ او مزل کولای شئ او د ورځې هم. هېڅ کومه ستونزه مو پر وړاندې نشته، نه مو څوک مخې ته درېدلای شي. که د دې نعمت شکر ادا نه کړو، الله به مو په سختترین عذاب اخته کړي.
داسې خبرې اورم چې ویل کیږي طالبان راغلي دي، کار نه پیدا کیږي، کارونه نشته. د کار زمینه خو اصلًا پخوانۍ ادارې بنده کړې وه. د یو کلي اوسېدونکی بل کلي ته نشوای تلای، چا به په خپلو کروندو کې اوبه نه شوای لګولای، چا به خپل روزګار نه شوای چلولای. اوس خو شکر الحمدلله که د ورځې یا شپې سفر کوې، که کار کوې، که خپل روزګار چلوې، بزګري کوې بڼوالي کوې، هره چاره چې پر مخ بیایې، هېڅ مشکل دې نشته – ارامه او ډاډمنه فضا درته چمتو ده. نو د کار زمینه اوس ښه برابره ده که هغه وخت چې قدم په قدم به پوستو او ټوپکوالو درنه پیسې اخیستلې؟ د مخکیني نظام پیسه-خوارو او هغوی ته تبلیغ کوونکو – هغه که دلته په افغانستان کې دي که په بهر کې دي – په دې شکل تبلیغ پیل کړی چې طالبان راغلي او افغانستان کې یې کاروبار زیانمن کړی دی. ملته! که داسې فکر له چا سره موجود وي، نو دا به بیخي بې انصافي وي. ګران ولسه! بیداره اوسئ، که خدای کول، زما یقین دی چې په لږ وخت کې به الله جل جلاله له موږ او تاسې مشکلات ختم کړي. الله ته مې ډېر امید دی چې الله پاک به بارانونه راباندې ووروي، او زموږ، د ملت او د خدای جل جلاله دښمنان به په دې کار کې هم شرمنده او ذلیله کړي. دا مې تاسې ته وینا ده چې د دې لوی نعمت شکر ادا کړئ او ناشکري یې مه کوئ.
مجاهدینو او مسولینو ته مې دا وینا ده چې اې محترمینو، کشرانو او مشرانو، د امارت کارکوونکو! له موږ او تاسې سره پروردګار عالم ډیر لوی کمک وکړ، که د دې نعمت شکر ادا نه کړئ، آیا تاسې له دې نه وېرېږئ چې الله تعالی به تر دې [شل کلنې سختۍ] سخت عذاب درباندې راولي؟ ګوره مجاهده وروره، باید پر خپل ولس رحم او ترحم وکړئ، زهیر یې نه کړې. د یتیم په سر یې د ترحم لاس کش کړه. دا هغه ولس دی چې شل کاله یې له تا سره تکلیفونه اوږه په اوږه تېر کړي، ته یې په خپله غېږه کې ساتلی یې. ته له دوی سره ښه چلند کوه، ځوره یې مه، ضرر مه وررسوه، درڅخه مه یې خوابدی کوه، خپلې دروازې دې د ملت پرمخ مه تړه. اوس که ته د دې ملت او د لوی الله بادار شکر ادا نه کړې، ای مجاهده، الله تعالی به تا ته هم سختترین عذاب درکړي.
داسې مه کوه چې دروازې دې په ځان پسې بندې کړې وي، پر ځان دې زنځیرونه او پاټکونه راګرځولي وي، او ولس نشي کولای چې خپلې ستونزې له تا سره شریکې کړي او یا په اساني ستا لیدل ورته مهیا شي. دا خصوصا والیانو او امنیه قومندانانو ته وایم. اې ورووره! تهپخپله فکر وکړه، دې ولس پوره شل کاله په خپله غېږ او کور کې ساتلی یې، څومره ناځواني او نامردي ده چې دوی اوس ستاسې دروازې ته په شواروزو ولاړ وي خو ته دومره موقع نه ورکوې چې خپلې ستونزې درسره شریکې کړي. ده د خپل کور د حرام سرای دروازه ستا پر مخ خلاصه کړې وه، خو د ډېر افسوس ځای دی چې دوی اوس په هفتو او شواروزو ستا دروازو ته ولاړ وي یو خط کاغذ او خپله چیغه ستا تر دره نشي دررسولای ځکه چې ستا پیره داران، زنځیرونه او ساتونکي ولاړ دي او ستا د لیدو اجازه څوک نه لري.
ټولو والیانو، قومندانانو، قاضیانو او مسولینو ته مې دا قاطع امر دی چې د ولس لپاره باید ستاسې دروازې خلاصې وي؛ که مو خلاصې نه کړې، زما دې په الله قسم وي چې د الله د رحمت دروازې به ستاسې پرمخ بندې وي. د دې مسلمان ملت او مجاهدینو خدمت وکړئ. ناشکري مه کوئ. که ته د تېرو چارواکو په څېر کارونه کوې، نو ستا بهتري به په هغوی څه وي؟ چې د الله د نظام ساتنه نه کوې، د دې ولس خدمت نه کوې، د مجاهد خدمت نه کوې، نو ته به څنګه پر الله ګران یې؟ ستا خیال څه دی چې تر څو به په دې ښایسته بنګلو کې ناست یم، تر څو به په دې لویو لویو موټرونو کې ناست یم؟ الله به دې داسې د قدرت په څپېړه ووهي چې فکر به دې هم نه وي کړی، هیڅ تصور به دې یې نه وي کړی. بیا به وایې چې دا څه راوشول. الله دې موږ له داسې کار او انجامه وساتي. کوم خلک چې تر موږ وړاندې دلته وو شل ورځې مخکې به یې فکر هم نه و کړی چې په ارګ یا فلاني ولایت کې به طالب ګرځي – خو الهي فیصله دا وه چې په لسو ورځو کې یې د دوی حکومت پر بل مخ راواړوه. نو که د الله سرکشي دې وکړه، که ولس یې یا مجاهد، الله جل جلاله ته هر څه اسان دي، هر څه درسره کولای شي.
ما ته خبرونه رارسيږي چې په ځينو ځایونو کې یو څوک د چا کور ته واوړي، څوک د چا له دوکانه یو شی غلا کړي. فکر وکړئ، دا مجاهدین نه دي، بلکې دا توپکی دی، غل دی، دا د الله دښمن دی، د مجاهد
په څېر یې ځان جوړ کړی دی. ټولو مشرانو ته مې دا امر دی (فرد وي، ډلګی مشر وي او هر څوک چې وي) که له خلکو سره په داسې خیانت ونیول شو، خالي سلاح دې شي او راپور دې حتما ضرورًا ما ته اطلاع راکوي چې فلانی مو په دې جرم نیولی دی.
قاضي صاحبانو ته مې دا هدایت دی چې د خپل ولس پر مخ دې دروازې خلاصې کړي. د خلکو ستونزې په لږ وخت کې حل کوئ. که مشکلات یې ډیر وو، موږ سره دې رابطه کوي. موږ هڅه کوو چې د الله جل جلاله په کومک یې ستونزې حل کړو.
ګرانو وروڼو او مهربان ولسه! بله خبره د هغو کسانو په اړه ده چې په تېر حکومت کې یې کار کړی او اوس یې خبر رارسیږي چې دوی وايي موږ دلته خوندي نه يو. که چېرې له دې خلکو سره د انتقام معامله مجاهدینو کولای، اول چې راغلل او لا نظام معلوم نه و هرڅه یې چې کولای شوای کول یې؛ که یې واژه، تاړه او یا بندي کاوه یې، هره لوبه یې ورسره کولای شوه – خو هېڅ یې هم ورته ونه ویل. د فتحې په ټول دوران کې به څوک دا ثابته نه کړي چې یو کس ته دې هم زیان رسېدلی وي. تاسې ټول د دې شاهدان یاست چې تېر شل کاله پخواني حکومت په دې مجاهدینو څه مشکلات راوستي وو، څومره تکلیفونه یې ورکړل څومره یې وکړول. اوس هم موږ وینو چې له رېګونو د حافظانو او مجاهدینو جسدونه راایستل کیږي. همدې خلکو په دومره سختیو او تکلیفونو سره په شهادت رسولي وو، خو همدا خلک چې مجاهدینو ونیول، ایا یو یې ویشتلی یا یې ورته تکلیف رسولی دی؟ ایا د بشر په تاریخ کې دومره ګذشت، ترحم او شفقت تېر شوی دی لکه اوس چې مجاهدینو د تېر حکومت له کسانو سره کړی دی؟ موږ یې شل کاله په اور کې سوځولي یو. داسې شواهد له موږ سره شته چې دې کسانو له مجاهدینو په ژوندانه د بدن اعضاء پرې کړي دي، تېل یې پرې اچولي، په ژوندون یې په اور سوځلي دي. داسې سلګونه مثالونه شته. خو کله چې مجاهدین پر دوي مسلط شول، دوی ټول یې وبخښل او عفوه یې ورته وکړه. دې ته ورته مثال څوک په دنیا کې وړاندې کولای شي؟ یوې خبرې ته باید متوجه واوسو: کومو کسانو چې په تېر نظام کې داسې جنایت کړی او له عفوې یې ګټه نه ده اخیستې او بیا هم خپل جنایت او خباثت ته دوام کوي، نو د دې مطلب دا نه دی چې دوی ته به بیا هم عفوه کیږي، دوی ته تر قیامته عفوه نشته، دوی به بیا د خپل جنایت سزا ویني. ګرانو وروڼو او ګران ملته! دې ته متوجه اوسئ چې په دې نامه مو څوک غلط نه کړي.
دولتي ادارې په خپل حال دي، هماغه پخواني مامورین یې ورځنۍ چارې پرمخ بیایي، په ارامه او ډاډمنه فضا کې خپل کارونه ترسره کوي. د دوی پر وړاندې هیڅ مشکل نشته.
بله خبره دا ده چې ځینې کسان د ښځو حقوق ښکته او پورته کوي چې د ښځو حقوق باید پرځای شي، د بشر حقونه باید پر ځای شي او تر څو چې په افغانستان کې همه شموله حکومت جوړ نه شي، دا نظام موږ په رسمیت نه پیژنو.
ایا د بشر حقوق همدا وو چې دوی خلکو ته ورکول؟ ایا د ښځو حقوق هغه وو چې سابقه ادارې ورکول؟ الحمدلله، د ښځو حقوق خو امارت ورکړل، د ښځو عفت یې ور خوندي کړ، ابرو او عزت یې ورخوندي کړ. په ټول افغانستان کې داسې نر نشته چې د یوې ښځې عزت ته په بد نظر وګوري. اوس هم په افغانستان کې د ښځو تعلیم تر ډېره حده روان دی، او هیله من یم چې نور به هم د داسې زده کړو زمینه برابره شي – په هغه طریقه او چوکاټ کې چې الله جل جلاله یې له خپلو بندګانو غواړي. پر مسلمان (ښځه وي که نر) تعلیم فرض دی. البته الله تعالی له بنده شرعي علم غواړي، پر بنده شرعي علوم حاصلول فرض دي؛ نورو علومو ته که وخت پیدا شي او موقع برابره وي، مشکل نه وي، هر څوک کولای شي چې حاصل یې کړي – په دې شرط چې نور مشکلات ورسره نه وي [تړلي].
ښځې الحمدلله په امن کې دي. د دوی امن به مهم وي. په مخکیني نظام کې موږ او تاسې حالات لیدل چې په نظام او ادارو کې به یې کار کاوه او مشکل به ورته پېښ و. آیا دا د ښځو حقوق دي؟ اوس الحمدلله په هر ځای کې که [ښځې] راوځي، که زده کړو ته ځي، که په صحت کې کار کوي، که کار او خدمت کوي، یا د بچیانو خدمت کوي – په ټولو ځایونو کې محفوظې او په امن کې دي. امید شته هغه نور حقوق به هم چې څه کمزوري پکې وي په هر ځای کې ورکړل شي. [هغه ټول حقوق به ښځو ته ورکول کیږي] چې په هره برخه کې الله تعالی، نبي علیه السلام او شریعت محمدي ورکړي وي. امارت کله داسې کوي چې الله-ورکړي حقوق به [له ښځو] راګرځوي؟
او د افغان شموله حکومت په اړه باید ووایم: هغه حکومت چې تر موږ وړاندې و ایا دا همه شموله یا افغان شموله و؟ په یوه ځاي کې دوو ادارو کار کاوه او په دواړو به خپل خپل پلویان راټول وو. ایا دا همه شموله حکومت و او که دا اوسنی نظام همه شموله دی؟ دا قضاوت باید ولس وکړي چې د اشرف غني نظام همه شموله و او که اوسنی نظام؟
د دنیا همدا قانون دی – که هغه انتخابات وي یا بله کومه لاره – یو ګوند چې ټاکنې وګټي نو پخواني چارواکي له یوې مخې لیرې کوي او په خپل حکومت کې ورته ځای نه ورکوي، خپل خلک راولي. ښکاره ثبوت یې د امریکا اوس
نی نظام دی چې پخواني چارواکي یې ټول لیرې او پرځاي یې نوي کسان راغلل. د پخوانیو کسانو ټولې پریکړې یې لغوه کړې او پرځای یې خپل کارونه عملي کړل. په هره اداره کې یې خپل کسان وټاکل. ایا دا همه شموله نظام دی او که د افغانستان، چې هر قوم او هر قشر پکې ځان لیدلی شي؟
غواړم چې د ا.ا.ا په داخلي او بهرني سیاست وضاحت وړاندې کړم:
موږ ټولې نړۍ ته دا ویلي چې موږ به د نورو په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړو او له سره دا پالیسي نه لرو. په هیڅ مجلس کې ما له هیڅ مشر یا کشره دا خبره نه ده اورېدلې چې سره راټول وي او وايي راشئ په فلاني هېواد کې د ناامنۍ یا لاسوهنې په اړه مشوره وکړو. موږ د هیچا د کور او هېواد ناامنه کولو پالیسي نه لرو. سره له دې چې امریکا زموږ پر خاوره تعرض کړی و، زموږ خلک یې شهیدان کړل، موږ د دې توان درلود چې د دوی په خاوره کې عملیات ترسره کړو، خو داسې مو ونکړل. په راتلونکې کې هم نه غواړو چې چا ته ضرر ورسوو، بلکې موږ په دې هڅه او فکر کې یو چې خپله خاوره اباده کړو او خپل ولس ته خدمت وکړو. موږ خپلو ګاوڼدیانو او لیرې پرتو هېوادونو ته دا ویلي او وایو چې زموږ لخوا تاسې ته کوم تکلیف نه رسېدلی او نه به درورسیږي؛ موږ اوس د خپل هېواد ابادۍ او په خپلو پښو درولو ته فکرمن یو.
کوم نظام یا کوم اداري تشکیل چې زموږ له راتګ وړاندې تېر شوی او حاکم و، ځینې خلک یې تخصصي نظام بولي. خو د دې په څېر فاسد او خراب نظام به د نړۍ په تاریخ کې پیدا نه کړئ. د هغه تشکیل ډېره شکېدلې بڼه درلوده. هیڅ شی یې هم منظم او مناسب نه دی یوځای کړی. هغه وزارتونه چې دوی به ورڅخه عاید درلود د ارګ چاپیره وو او ټولې پیسې به یوازې د اشرف غني په لاسلیک تللې او راتللې.
الحمدلله، کله چې موږ راغلي یو، موږ دې چارې ته منظم کمیسونونه رامنځته کړي تر څو د پیسو لېږد او رالیږد په منظم ډول وڅېړي او هیڅ کومه غلطي پکې رامنځته نه شي. اقتصادي کمیسون مو رامنځته کړ تر څو په دې کار وکړي چې څنګه کولای شو په افغانستان کې شته بانکونه له موجوده ستونزو راوباسي او یو مناسبه حل لاره ورته پیدا کړي. په دې کمیسون کې سوداګر، د اقتصادي چارو کارپوهان او وړ متخصص کسان شته چې شپه او ورځ د افغانستان په اقتصادي مسایلو کار کوي. بل مو سیاسي کمیټه جوړه کړې چې سیاسي امور پرمخ بیایي. همدارنګه تشکیلاتي کمیټه مو رامنځته کړې چې هغه د اسلامي امارت په تشکیلاتي برخو، د مامورینو په معاشاتو او په نورو مسایلو کار کوي.
موږ شپه او ورځ په ځان یوه کړې تر څو د خلکو هغه ستونزې هوارې کړو چې زموږ له بشري توانه پوره دي. ګڼ شمېر کسان په پورته یادو شویو او نورو کمیسونونو کې د دې هدف لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. موږ د ولس د خدمت لپاره رسمي او غیررسمي وخت په نظر کې نه دی نیولی، بلکي تل د دوی په خدمت کې یو. له الله جل جلاله د لا زیات خدمت توفیق غواړو. همدارنګه ولس ته دې هم الله جل جلاله دا توفیق په نصیب کړي چې د دې لوی نعمت شکر ادا کړي او د دې عظیم نعمت ناشکري ورڅخه ونه شي. له تاسو مو دا هیله ده چې د خپل اسلامي نظام ترڅنګ ودریږئ، د هېواد او اسلام دښمنانو ته دا موقع مه ورکوئ چې په خپلو منفي تبلیغاتو مو اغیزمن کړي.
په پای کې مې له ټول ولس او مجاهدینو دا غوښتنه ده چې د دې اسلامي نظام په جوړښت او پایښت کې له یو بل سره اوږه په اوږه ودریږئ او په ګډه د یوې ښې راتلونکې لپاره کار وکړئ. ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوم چې موږ ستاسې په کورنیو چارو کې مداخله نه کوو او له تاسو سره د ښو اقتصادي اړیکو پالل غواړو. له ټولو نړیوالو مرستندویه ټولنو مو دا هېله ده چې له افغانستانه بشري مرستې ونه سپموي او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو [لاسنیوی] وکړي.
والسلام
https://wp.me/p8XUyy-ug2
د روغتیا نړیوال سازمان: د کورونا نوې بڼه د اندیښنې وړ ده
د روغتیا نړیوال سازمان د کوېډ ـ ۱۹ ناروغۍ نوې بڼه د اندېښنې وړ بللې ده او د دوی د خبر له مخې په اروپایي هېوادونو کې د یاد ویروس مثبتې پېښې مخ په ډېرېدو دي.د کورونا ویروس د نوې بڼې د خپرېدو د مخنیوي لپاره یو شمېر اروپایي هېوادونو د مسافرو پر تګ راتګ بندیزونه لګولي دي.
د کورونا وېروس دغې نوې بڼه ته چې د اومېکرون نوم وړکړل شوی لومړی ځل يې پېښه په جنوبي افريقا کې د نومبر پر ۲۴ نېټه د روغتيا نړيوال سازمان سره ثبت شوې وه.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په راتلونکو څو اوونيو کې به ساينس پوهان معلومه کړي چې د دغه وېروس په کومه اندازه لېږدول کېږي.
د امریکا د جان هاپکینز پوهنتون د جمعې د ورځې نومبر ۲۶پورې د شمیرو له مخې په نړۍ کې د کروناویروس د پیښو شمیر څه دپاسه ۲۶۰ میلیون ته رسیدلی او ددې ناروغۍ په وجه د مړینو شمیر له ۵.۲میلیون تنو څخه اوښتی دی.

https://wp.me/p8XUyy-ug5
د ملي تدارکاتو ادارې ته نوی سرپرست رئیس او مرستیال ور وپېژندل شول
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
کابل: د افغانستان اسلامي امارت د وزیرانو شورای په وړاندیز او د امیر المؤمنین د فرمان پر بنسټ د ملي تدارکاتو ادارې لپاره مولوي حمدالله زاهد د سرپرست رئيس او شېخ عبدالرحیم د مرستیال په توګه ټاکل شوي؛ چې نن ورځ د لیندۍ میاشتې په نهمه نېټه؛ د چارو ادارې لوی ریاست سرپرست لخوا؛ د ملي تدارکاتو ادارې کارکوونکو ته په رسمي توګه ور وپېژندل شول.
د پېژنغونډې په پېل کې د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رئيس مولوي احمدجان احمدي خبرې وکړې او ویې وئیل؛ اوس د کار ښه زمینه برابره شوې او د دې فرصت څخه په ګټې اخیستو ټول باید په ګډه کار وکړو او هېواد د ځان بساینې پر لور روان کړو.
نوموړي د ملي تدارکاتو اداره په اقتصادي برخه کې یوه مهمه اداره وبلله، چې د ده په وینا په دې اداره کې مسلکي او تجربه کاره کادرونه شتون لري، چې د هېواد په ابادۍ او بنسټيزو کارونو کې ترې لازمه ګټه واخیستل شي او زیاته یې کړه، د دې لپاره چې دا اداره لا پياوړې شي؛ د ادارو ترمنځ باید لازمه کاري همغږي رامنځته شي او په پوره اخلاص او رښتینولۍ سره د خپلو کاري صلاحیتونو په چوکاټ کې کار وکړو.
هغه ووئیل که چېرې غواړو چې خپلواک او پر ځان بسیا افغانستان ولرو، باید خپله لاس په کار شو.
د ملي تدارکاتو ادارې نوي سرپرست رئیس مولوي حمدالله زاهد هم خبرې وکړې او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې مننه وکړه چې پر دوئ یې باور کړی.نوموړي ووئیل مونږ ژمن یو، چې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړو.
ښاغلي زادهد زیاته کړه چې شاوخوا څلور لسیزې افغانستان او د افغانستان خلک له ګڼو فرصتونو محروم شوي او هېواد مو د پرمختګ پرځای شاتګ کړی؛ خو اوس په ټول هېواد کې یو حاکم نظام منځته راغلی چې په هره برخه کې د کار زمینه برابره شوې او اوس په کار ده چې د دې فرصت څخه په ښه توګه ګټه پورته کړو.
د غونډې په جریان کې د ملي تدارکاتو ادارې ته نوي مرستیال محترم شېخ عبدالرحیم هم د امیرالمؤمنین او د وزیرانو شورای له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په ټول اخلاص او صداقت سره به د ملي تدارکاتو ادارې له کارکوونکو سره په ګډه کار کوي. نوموړي په دې ټینګار وکړ چې هر مسؤل کس باید ملي ګټې تر شخصي ګټو لوړې وبولي او ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
https://wp.me/p8XUyy-uga
بهرنيو چارو وزارت: د امريکا له ځانګړي استازي او مل پلاوي سره مجالس مثبت و
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
‏د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په مشرۍ د ا.ا.ا لوړ رتبه هيئت د متحده ايالاتو له خوا د افغانستان خاص استازي ټام ويسټ او مل لوړپوړي هيئت چې بيلا بېلو ادارو استازو پکې شتون درلود سره دوه ورځنۍ تفصيلي خبري ترسره کړې.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې ‏هيئتونو په سياسي، اقتصادي، بشري، صحي، تعليمي، امنيتي، مرستو رسولو په هکله او همدارنګ بانکي او نغدي پیسو رسولو کې د لازمو تسهيلاتو برابرولو په اړه بحثونه وکړل.
د بلخي په وينا، د افغانستان پلاوي د امنيت ډاډ ورکړ، غوښتنه يې وکړه چې د افغانستان کنګل شوي پيسې بايد بې له قيد او شرط خلاصي شي، تورلستونه ‏او بنديزونه ختم او بشري موضوعات له سياسي موضوعاتو بیل شي.
نوموړي زياته کړې، دواړو هیئتونو کې د موضوعاتو په اړه د ښه برمختګ په موخه مسلکي او تخنیکي ګروپونو هم جلا جلاغونډي وکړې چې په وينا يې:«مجالس په ټوله کې مثبت و او طرفيونو هوکړه وکړه چي په راتلونکي کي به هم دا ډول ناستو ته دوام ورکوي.»
https://wp.me/p8XUyy-ugd
د رياست الوزراء د دوهم مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اقتصادي هيئت ناسته ترسره شوه
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
نن سه شنبه د روانې ليندۍ مياشتې په ۹مه نيټه له ماسپښين وروسته د رياست الوزراء د دوهم مرستيال عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اقتصادي هيئت ناسته ترسره شوه.
ناسته کې د ماليې، کانونو او پټرولیم، تجارت، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، اقتصاد او زراعت وزيرانو برخه درلوده، غونډه کې پر اقتصادي موضوعاتو، د شاه عروس او کمال خان بندونو د پاتې کارونو بشپړولو، سوداګرو ته د سوداګریزو جوازونو د تطبیق په بهیر کې د اسانتیاوو برابرولو، له دغه ډول جوازونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي په موخه د تعرفې کمېټې بیا فعالولو په هکله بحثونه وشول.
دغه راز پرېکړه وشوه، چې د خصوصي سکټور د ستونزو د هواري او د وارداتو په برخه کې د صنعت او کانونو خونو د پرله پسې غوښتنو له مخې د وارداتي توکو په ځانګړې توګه د تېلو او ګازو د نورم او سټنډرډ دفتر فعالیتونه قانوني او معیاري کړي.
دغه راز پرېکړه وشوه، چې هېواد ته د بې کيفيته وارداتو د مخنيوي لپاره به د اړوندو وزارتونو يو ګډ هيئت د نورم او سټنډرډ ادارې فعاليتونه په دقيقه توګه وڅېړي او وړانديز شوې موندنې او حل لارې به يې اقتصادي بورډ ته وړاندې کړي.
د سوداګرۍ د اسانتیا او د ګمرکي چارو د چټکتیا په موخه، د ایران او ازبکستان په غوښتنه د امکان په صورت کې د هېواد په بندرونو کې د سرحدي پولو کاري ساعتونه ۲۴ ساعتونو ته لوړولو پرېکړه وشوه.
همدارنګه د دوه اړخیزو همکاریو د څرنګوالي په اړه د ایران او افغانستان د ګډې کمیټې له خوا پر شویو پرېکړو هم خبرې وشوې.
https://wp.me/p8XUyy-ugl
سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت د کونسلي څانګه بيا پرانيسته
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د راپورنو له مخې، سعودي عرب په افغان پلازمېنه کابل کې د خپل سفارت د کونسلي خدمتونو څانګه بېرته پرانيستې.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پر ټویټر پاڼه یوۀ لنډ پيغام کې راغلي چې دې څانګې پرون سې شنبه افغانانو ته د بشپړو کونسلي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په کار پیل وکړ.
په تېر اګست میاشت کې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته سعودي عرب خپل ټول دیپلوماتان له افغانستانه ایستلي وو.
اوسمهال په کابل کې د پاکستان، ترکیې، چین، او روسیې په ګډون د یو شمېر هېوادو سفارتونه پرانېستي دي او يوشمير هېوادونو د خپلو سفارتونو د پرانيستلو په اړه غور پيل کړی دی.
https://wp.me/p8XUyy-ugo
امريکا: په يوه ليسه کې د وسله وال برید له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د امریکا متحده ایالاتو په میشیګان ایالت کې د وسله وال برید له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دا بريد د میشیګان ايالت د اوکلانډ ولسوالۍ د اکسفورد په لیسه کې د يوه زده کوونکي له خوا نورو زده کوونکو ترسره شوی دی.
پوليس وايي، د همدې ليسې زده کوونکي له ځان سره د وسلې د راوړولو نه وروسته په نورو زده کوونکو ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې ۳ تنه زده کوونکي‌ ووژل شول او ۶ تنه نور ټپيان شول.
پولیسو ویلي چې برید کوونکی يې له خپلې وسلې سره يوځای نیولی دی.
د پولیسو په وينا، په تحقیقاتو کې څرګنده شوې چې په برید کې کارول شوې وسله د برید کوونکي‌ د پلار لخوا ۴ ورځې مخکې پیرودل شوې وه.
برید کوونکی پنځلس کاله عمر لري او تر اوسه يې نه دي ويلي چې د څه هدف لپاره يې دا بريد ترسره کړی دی.
https://wp.me/p8XUyy-ugr
‏د بهرنيو چارو وزير د شپاړس هيوادونو نوماند سفيرانو او استازو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د ا.ا.ا وياند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ښاغلي ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان په مشرۍ د ااا هيئت د افغانستان لپاره د شپاړس هيوادونو نوماند سفيرانو او استازو سره په دوحه کې وکتل.
د ښاغلي مجاهد په وينا، په دې کتنه کې په امنيتي، بشري، اقتصادي، سياسي او صحي موضوعاتو خبرې شوي دي.
نوموړي زياته کړې:«په ناسته کې ټولو خواوو په امنيتي او سياسي حالاتو کې د پرمختګونو ستاينه وکړه، وويل شول چې افغانستان سره بايد بشري او صحي مرستې وشي او همدارنګ مشکلاتو ته د همکاريو له لاري لاسرسی وشي.»
ښاغلي مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکلي، چې د افغانستان اسلامي امارت له خپل لوري ورته د امنيت ډاډ ورکړ، د مرستو رسولو برخه کې یې د همکاريو ژمنه وکړه غوښتنه يې وکړه چې ټول هيوادونه بايد په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي ترڅو حقيقتونه له نږدي وويني او د مثبتو اړيکو نوی باب پرانستل شي.
په ننۍ غونډه د لاندې هیوادنو سفیرانو ګډون کړی و:
۱. جرمنی
۲. کانادا
۳.فنلنډ
۴.نیوزیلند
۵.ایټالیا
۶.جنوبی کوریا
۷.اروپایی اتحادیې کمیشنری
۸.سپین
۹.امریکا
۱۰.ناروې
۱۱.سویډن
۱۲.نیدرلنډ
۱۳.استرالیا
۱۴.انګلینډ
۱۵ . جاپان
https://wp.me/p8XUyy-ugu
اردوغان: د کډوالۍ بحران مخنيوي لپاره د افغانستان د اقتصاد جوړښت ضروري دی
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
د ترکیې ولسمشر "رجب طیب اردغان" په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د کډوالۍ بحران د مخنیوي لپاره، چې ټوله سیمه یې اغیزمنه کړې، د افغانستان د اقتصاد بیا احیا ضروري ده .
ولسمشر اردغان، چې په ترکمنستان کې یې د اقتصادي همکاریو سازمان په پنځلسمه سرمشریزه کې خبرې کولې، وویل: «ډېره مهمه ده چې په جګړه ځپلي افغانستان کې چې دا مهال له جدي اقتصادي بحران سره مخ دی، تلپاتې سوله او ثبات رامنځته شي.»
نوموړي د خپلو خبرو پر دوام یوځل بیا له افغان ولس سره د خپلو هېواد پر بشري مرستو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې ترکیه به په هر ډول شرایطو کې افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
بايد وويل شي چې د ترکيې ولسمشر داسې مهال د افغانستان د اقتصاد پر جوړښت او پياوړتيا ټينګار کوي، چې دا مهال امريکا د افغانستان نږدې لس ميليارد ډالر کنګل، چې په هيواد کې د بشري ناورين په اړه اندېښنې زياتې کړي دي.
https://wp.me/p8XUyy-ugx
ټاپي؛ او ورپورې تړلې هيلې
مخينه:
ټاپي د څلور شريکباڼو هېوادونو ( ترکمنستتان، افغانستان، پاکستان او هندوستان) له سرټکيو څخه اخېستل شوې کلمه ده چې پر بنسټ يې له ترکمنستان څخه د ګازو نلليکه د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته غځول کېږي.
کله چې په ۱۹۹۱ کال پخوانی شوروي اتحاد سره وپاشل شو او د منځنۍ آسيا هېوادونو خپلواکي ترلاسه کړه، نو ترکمنستان په دې لټه کې شو چې خپلې سرشارې طبيعي سرچينې سويلې آسيا ته صادرې کړي.
دا چې افغانستان هغه هېواد دی چې ترکمنستان او سويلي آسيا هېوادونه سره نښلوي، نو اړتيا وه چې دغه هېواد له بشپړ سياسي، اقتصادي او امنيتي ثبات څخه برخمن وي، خو دا چې هغه مهال افغانستان د تنظيمي او کورنۍ جګړې په اور کې سوځيده، نو داسې ملي او سيمه‌ييزو پروژو تطبيق ته زمينه نه وه برابره.
خو کله چې د طالبانو اسلامي غورځنګ د ۱۹۹۴ کال په اکټوبر کې د کورنيو جګړه او شريرو عناصرو له شره د هېواد ژغورنې په موخه راپورته شو او په کم وخت کې يې د هېواد په ډېره برخه کې ډاډمن امنيت رامنځه کړ، نو د ټاپي په څېر د سترو پروژو د تطبيق له‌پاره هيلې راوټوکيدې او په لومړي ځل د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ګازو نلليکې پروژې طرحه وړاندې شوه چې د تطبيق له‌پاره يې دوو سترو شرکتونه( ارجايتاني بريډاس او امريکايي يونوکال) تیاری وښود.
د کره سرچينو په وينا ترکمستاني چارواکيو هغه مهال اسلامي امارت پلاوي ته ويلي وو چې عشق آباد دغه پروژه د يوې ډالۍ په توګه له دې امله افغانستان ته ورکوي، چې په وينا يې د افغانانو له برکته د روسې له اشغال څخه ژغورل شوي دي.
هغه مهال د اسلامي امارت يوه پلاوي د يونيکال کمپنۍ په بلنه او د ټاپي پروژې د تطبيق په اړه د يادې کمپنۍ د وړتيا ارزونې په موخه د امريکا متحده ايالتونو ته سفر وکړ او په دې برخه کې يې د يادې کمپنۍ له‌خوا د کابل ـ هرات سړک رغاولو، د ګازو قيمت د زياتوالي په تناسب د مناسب حق العبور محاسبې او د نلليکې په مسير کې د ښارګوټو جوړولو په برخه کې د دغې کمپنۍ له مسوولانو سره خبرې وکړې، خو کله چې صليبي ښکيلات پر افغانستان بريد وکړ، له ټاپي سربېره ډېری ملي او بنسټيزې پروژېد اشغالګرو د شومو دسيسو ښکارې شوې.
له هغه وروسته چې کله د امريکا په مشرۍ نړيوال ائتلاف په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان يرغل وکړ، نو تر ډېره له بيخ‌بنستيزو پروژو سره نماشي چلند کيده، ځکه چې د ټاپي ترڅنګ د لوګر مس عينک، حاجي ګک اوسپنې کان استخراج، اورګاډي پتلۍ هغه سترې پروژې وې چې کلونه مخکې يې د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوي، خود تطبيق له‌پاره يې هيڅ عملي ګام ونه خېستل شو او پرځای يې داسې پروژې تطبيقيدې چې اغېزې به يې لنډمهالې وي او تر ډېره به يې پایلې د هېواد پرمختګ پر ځای افغانان په پرديو مرستو متکي کول.
د بېلګې په ډول د ټاپي پروژې په نوم لومړنۍ هوکړه د ۲۰۱۰ کال په ډسمبر کې د ترکمنستان په پلازمينه عشق آباد کې لاسليک شوه او په پام کې وه چې دغه پروژه په ۲۰۱۹ کال کې بشپړه شي، خو دغه کار ترسره نه شو.له هغه وروسته د پروژې ښکيلو لوريو ( ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند) په ۲۰۱۴ کال کې د پروژې د تطبيق او مديريت له‌پاره د (TPCL) په نوم د ټاپي سهامي شرکت تأسيس کړ چې د ترکمن ګاز دولتي شرکت، افغان ګاز تصدۍ، پاکستان د ګازسيستم خصوصي او د هندوستان وګيل خصوصي شرکتونه يې ونډه وال وو .
همدارنګه د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۱۳مه د ترکمستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان ترمنځ د ترکمنستان په مري ( د ګالکنش ګازي ساحې ته نېږدې) کې د ټاپي نلليکې د بنسټ اېښودنې مراسمو کې هوکړه وکړه چې د يادې پروژې ۸۵ سلنه لګښت او د دغه کمسرسيوم رهبري به ترکمنستان پر غاړه وي او د نلليکې جوړولو عملي چارې هم له ترکمنستان څخه د افغانستان پر لور پيل شوې چې ۲۰۰ کيلومټره اوږدوالی لري.
له دې سربېره د افغانستان له‌خوا هم يو لړ هوکړې هم لاسليک شوې چې د بين الحکومتي، د ټاپي حقوقي چوکاټ، ونډه وال، د ګازو پلور او پير، پانګونه، عملياتي او د مشرانو ترمنځ هوکړې په کې شاملې وې.
د پروژې څرنګوالی:
د دغې پروژې اصلي هدف له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته په کال کې د ۳۳ ميليارد مکعب ګازو لېږد دی چې د ترکمستان د مري ولايت له ګالکنش ګازي برخې څخه پيلېږي او د هند فاضلګاه ته رسېږي.د تخنيکي ځانګړنو پر بنسټ، د دغې پروژې د لېږد په مسير کې به ۱۲د فشار پمپونه نصب شي چې پنځه هغه یې چې يو ميليارد ډالره ارزښت لري، د افغانستان په خاوره کې وي. د دغې پروژې په پيل سره به له ۱۰ زره څخه زياتو کسانو په مستقيم او په زرهاوو تنو به په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شي.د دغې نلليکې اوږدوالی ۱۸۱۴ کيلومټره اټکل شوی چې ۸۱۶ کيلومټره يې د افغانستان له هرات، فراه، نيمروز، هلمند او کندهار ولايتونو څخه تېرېږي. دغه نلليکه چې د هرات ـ کندهار لويې لارې تر څنګ تېرېږي، د پاکستان له کوټې او ملتان ښارونو څخه په تېري
دو د هند فزيلکا ښار ته رسېږي چې عمومي لګښت يې ۲۲ ميلياردو او ۵۰۰ ميليونه ډالره اټکل شوی دی.
ټاپي پروژه په دوو فازونو کې د پانګونې له نهايي تصميم مخکې(Pre-FID) او د پانګونې تر نهايي تصميم وروسته (Post-FID) د ۹ ـ ۱۰ ميليارده امريکايي ډالرو په لګښټ تطبيقېږي. د پانګونې له نهايي تصميم وروسته فاز چې له حقوقي چوکاټ، مالي تمويل، سروې او د ځمکې استملاک او مطالعات دي، بشپړ شوي دي.
د دغه تړون موده ډېرش کاله ټاکل شوې خو د منځني ختيځ هېوادونو سرشاره طبيعي زيرمو ته په کتو سره ښايي له دغې نللیکې څخه د څو نورو کلونو له‌پاره هم استفاده وشي او د سيمې هېوادونو د اړتيا په صورت کې به ايران هم د « ريکا» کنفرانس د غړيو هېوادونو په چوکاټ کې وکولی شي د خپلو صادراتي ګازو یوه برخه د دغې نلليکي له‌ لارې د هند لويې وچې مخ پر ودې او سترو اقتصادي بازارونو ته ولېږدوي.
هغه پروژې چې د ټاپي پروژې تر څنګ به عملي شي:
يوه بله پروژه چې د ټاپي پروژې تر څنګ به عملي شي، له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کيلوميګاواټ برښنا لېږد دپروژه ده. له دې سربېره به د نوري فايبر تيرولو پروژه هم تطبيق شي چې ګاوڼدي هېوادونه به سره ونښلوي. همدارنګه به د ترکمنستان له‌خوا د لس ميليونه ډالرو په ارزښټ د ۱۳ کيلومټره په اوږدوالي د اورګاډي پټلۍ جوړول دي.
له دې سربېره د ۲۰۱۵ د اقتصادي همپالنې نقشې مطابق به له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د زر ميګاواټه برښنا د لين په لېږد هم هوکړه شوې چې په پام کې ده دغه پروژه به هم له ټاپي هغې سره هممهاله تطبيق شي چې دا به هم د افغانستان له‌پاره د عوايدو ثابته سرچينه شي
د ټاپي پروژې د اوږدمهاله اقتصادي سرچينو تحليل
دغه پروژه د افغانستان له‌پاره د اقتصادي معيارونو پر بنسټ د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د ملي عوايدو زياتوالي او د انرژۍ د تأمين له اړخه د ارزښت وړ ده، چې ځينو هغو ته به يې اشاره وشي:

اقتصادي وده:
د ټاپي پروژه کابو ۴۵ سلنه نلليکه له افغانستان څخه تېرېږي چې د ترانزيت،کاري فرصتونو او ګازو له درکه د پام وړ عوايد لري او په اوږد مهاله کې به بهرنيو مرستو ته د افغانانو اړتيا له منځه وړلو سره ځان بسياينې ته زمنيه برابره کړي.
کاري فرصتونه
څرنګه چې پورته ورته اشاره وشوه، په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار په پيل سره به په مستقيم او غيرمستقيم ډول زرهاوو کسانو ته کار زمينه برابره شي چې په دې توګه به د اقتصادي کډوالۍ مخه هم ونيول شي.
د ترانزيت حق له لارې د ملي عوايدو زياتوالی
د ټاپي پروژې د تطبيقوونکيو هېوادونو د هوکړې پر بنسټ، افغانستان به د ټاپي لميتد کنسرسيوم کې تزانزيتي رول ولري. د اټکل له مخې به افغانستان په کال کې ۴۰۰ ـ ۵۰۰ ميليونه ډالر د ترانيزيت له لارې له هندوستان او پاکستان څخه ترلاسه کړي، چې دغه رقم به د ګازو صادراتو ته په کتو کم او يا زياتېدی شي.
د هېواد د ګازو کانونو استخراج ته د زمينې برابريدل.
که څه هم د افغانستان د ګازو سرچينې د ګاونډيو هېوادونو په پرتله کمې دي، خو د شمال او شمال لويديزو پولو کې ۱۰ تريليون فوټ مکعب ګازو تثبيت او د انرژۍ سرچينو ته د هند لويې وچې اړتيا ته په کتو سره په راتلوونکې کې کولای شو چې له دغې نلليکې څخه د خپلو توليداتو د صادريدو په برخه کې هم استفاده وکړو.
د ګازو انرژۍ تأمين:
که څه هم افغانستان د انرژۍ سرچينو له اړخه يو بډای هېواد دی، خو تر اوسه په دې نه دی توانيدلی چې له هغو څخه د سونګ توکيو سرچينو په برخه کې خپلې اړتياوې پوره کړي او لاهم پر بهرنيو واريداتو باندې متکي دی. خو د ټاپي هوکړې پر بنسټ، په درېيو پړاوونو کې د خپلې اړتيا او ياهم له هغه زيات ګاز ترلاسه کوي چې په لومړيو لسو کلونو کې به ۵۰۰ ميليون متر مکعبه، په دويمه لسيزه کې به يو ميليارد متر مکعبه او په درېيمه لسيزه کې به يو نيم ميليون مترمکعبه ګاز ترلاسه کوي چې د ستنډرډ انرژۍ د لګښت په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي او د نلليکې مسير ته څېرمه ښارونو کې به د هوا له ککړتيا څخه په زياته کچه مخنيوی وکړي.
لکه څنګه مو چې وويل په افغانستان کې ټاپي پروژې تطبيق يو لړ ګټې لري چې هغه په دوو ليدلورو( د افغانستان له پلو بهر) او(د افغانستان په خاوره کې دننه) کې تر بحث لاندې نيسو:
د افغانستان له پولو بهر ليدلوري:
ټاپي پروژه د مرکزي او سويلې آسيا هېوادونو تر منځ د اړېکو په پراختيا کې ډېر مثبت رول لري چې يو له هغو څخه د انرژۍ سکټور په برخه کې د همکارۍ دهليز او د سيمې هېوادونو ترمنځ د اړېکو او ترانسپورت مسير پرانيستل دي او افغانستان ته له اقتصادي، سياسي او ډيپلوماسۍ اړخه ډېر ارزښت لري.
همدارنګه په داخلي اړخ کې د ددې پروژې تطبيق د ميليونونو ډالرو د حق العبور، د مستقيمو او غير مستقيمو کاري فرصتونو، د بيخ‌بنسټونو تأسيس او انرژۍ د توليد له لارې عوايدو ترلاسه کوي او په اوږدمهاله کې به له ګازو څخه د برښنا له توليد سربېره مرکز او ول
ايتونو ته د ګازونلليکې وغځيږي او دا چې افغانستان يو کرنيز هېواد دی، د دغې پروژه يو بل بالقوه اغېز له ګازو څخه د کيمياوي سرې توليد دی.
دا چې له شل کلنې سپيڅلې جګړې او په هېواد کې د صليبي اشغال له ماتې وروسته، افغانستان يوځل بيا خپلواکي ترلاسه کړې او د هېواد په ګوټ ګوټ کې ډاډمن امنيت ټينګ شوی او همدارنګه سيمه‌ييز هېوادونه د خپلو ګټو پر بنسټ د افغانستان خاورې او طبيعي سرچينو ته اړتيا لري نو هيله ده چې په نېږدې راتلوونکې به د ټاپي او دې ته ورته پروژو عملي چارې پيل شي او افغانستان به د ځان بسياينې او پرمختګ په لور ګړندي ګامونه واخلي.
https://wp.me/p8XUyy-ugz
په یخه هوا کې د زکام د مخنیوی لپاره پنځه اسانه لارښوونې
 د یخې هوا له راتلو سره سم یا د ژمی له موسم څخه وړاندې زیاتره وګړی پر زکام، تبې او د ستونی پر دردونو د اخته کېدو له کبله له اندېښنې سره مخ وی ،چې زیاتره د دوی په ورځنی ژوند او فعالیتونو اغیز کوی. د دې د مخنیوی لپاره یې  ځینې داسې اسانه لارې شته، چې له اندېښنو مو خلاصولی شی:

په منظم ډول لاسونه پریمنځل: د یخې هوا زکام لامل بېلا بېل وېرسونه دی، چې د ککړتیا له کبله رامنځته کېږی او له یوه څخه بل ته انتقالېږی، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څیزونو له  لاس لګولو چې په عامه ځایونو کې استعمالېږی ورانتقالېږی.

له همدې کبله پوهان په پرله پسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوی او زیاتوی ،چې وګړی دې د وېروس د خپریدو پرمهال پوزې او خولې ته ډېر لاس نه وړی.

تمرین کول: تمرین یا ورزش کول په ځانګړی ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زکام د مخنیوی بې ساری درملنه ده، خو په زکام له اخته کېدو وروسته له  تمرین سره احتیاط په کار دی، ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لری.

خپګان نه کول: د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتی سیستم کمزوری کېږی، نو د دې لپاره باید ارام واسئ او استراحت غوره کړئ.

ښه خوب: د بدن د حجرو او فعالیتی سیستم د روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وېروسونو د حملې کولو پر وړاندې مقاومت کوی، پوهان وایی، ځینې مهال کم خوب هم د زکام رامنځته کېدو لامل کېږی.

اړمند خواړه: د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو کردار رول لری، ددې لپاره په کار دی چې خپل خوراکی رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافی وېټامینونه او معدنیات ولری او همدارنګه میوه، سبزیجات، پروټین، سګرېټ نه څکل او ډېرې اوبه څښل ډېر مهم دی، پوهان وایی، چې د زکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډېرې څښل ګټه لری.

د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتو او سختو ناروغیو لامل شی:

ددغه راپور له مخې پوهان وایی: د زکام، تبې یا ستونی دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونشی ممکن د جدی پېچلتیا لامل شی، او شونې ده  چې وګړی د زړه، نمونیا، غوږونو او سینه بغل له انفیکشن سره مخ شی.

په عام ډول په زکام له اخته کېدو وروسته دا لږ تر لږه له یوې تر دوو اوونیو وخت نیسی، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شی، د زینو ختلو پرمهال وګړی له نفس تنګۍ سره مخ کوی اواز ټیټیږی او د اوریدلو حس هم کمزوری کوی.

د زکام، ستونی یا ټوخی پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملی ګرامو پورې وېټامین سی حاصل کړئ، د پوهانو په  وینا له وېټامین سی څخه برخمن خواړه مالټه، مڼه او خوږ مرچ شمله ،مرچ دی.

دغه راز دوی زیاتوی: که غواړئ له پیله د یخ یا ژمی موسم له پېلیدو سره د زکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرله پسې ډول په صابون له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.
https://wp.me/p8XUyy-ugC
په یخه هوا کې د زکام د مخنیوی لپاره پنځه اسانه لارښوونې
د یخې هوا له راتلو سره سم یا د ژمی له موسم څخه وړاندې زیاتره وګړی پر زکام، تبې او د ستونی پر دردونو د اخته کېدو له کبله له اندېښنې سره مخ وی ،چې زیاتره د دوی په ورځنی ژوند او فعالیتونو اغیز کوی. د دې د مخنیوی لپاره یې ځینې داسې اسانه لارې شته، چې له اندېښنو مو خلاصولی شی:
په منظم ډول لاسونه پریمنځل: د یخې هوا زکام لامل بېلا بېل وېرسونه دی، چې د ککړتیا له کبله رامنځته کېږی او له یوه څخه بل ته انتقالېږی، دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې لاستو او په بېلا بېلو داسې څیزونو له لاس لګولو چې په عامه ځایونو کې استعمالېږی ورانتقالېږی.
له همدې کبله پوهان په پرله پسې ډول د لاسونو پریمنځلو سپارښتنه کوی او زیاتوی ،چې وګړی دې د وېروس د خپریدو پرمهال پوزې او خولې ته ډېر لاس نه وړی.
تمرین کول: تمرین یا ورزش کول په ځانګړی ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زکام د مخنیوی بې ساری درملنه ده، خو په زکام له اخته کېدو وروسته له تمرین سره احتیاط په کار دی، ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لری.
خپګان نه کول: د خپګان او سټریس پرمهال د بدن فعالیتی سیستم کمزوری کېږی، نو د دې لپاره باید ارام واسئ او استراحت غوره کړئ.
ښه خوب: د بدن د حجرو او فعالیتی سیستم د روغ ساتلو لپاره ښه خوب اړین دی، دا د ناروغیو او وېروسونو د حملې کولو پر وړاندې مقاومت کوی، پوهان وایی، ځینې مهال کم خوب هم د زکام رامنځته کېدو لامل کېږی.
اړمند خواړه: د هرې ناروغۍ په رامنځته کېدو کې هرو مرو د ځینو نامناسبو خوړو کردار رول لری، ددې لپاره په کار دی چې خپل خوراکی رژیم مو محدود کړئ، هغه خواړه چې ستاسې لپاره کافی وېټامینونه او معدنیات ولری او همدارنګه میوه، سبزیجات، پروټین، سګرېټ نه څکل او ډېرې اوبه څښل ډېر مهم دی، پوهان وایی، چې د زکام پرمهال ساده تړمې اوبه ډېرې څښل ګټه لری.
د زکام پرمهال احتیاط او پاملرنه نه کول ممکن د زیاتو او سختو ناروغیو لامل شی:
ددغه راپور له مخې پوهان وایی: د زکام، تبې یا ستونی دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونشی ممکن د جدی پېچلتیا لامل شی، او شونې ده چې وګړی د زړه، نمونیا، غوږونو او سینه بغل له انفیکشن سره مخ شی.
په عام ډول په زکام له اخته کېدو وروسته دا لږ تر لږه له یوې تر دوو اوونیو وخت نیسی، خو که چیرې له دې یې وخت زیات شی، د زینو ختلو پرمهال وګړی له نفس تنګۍ سره مخ کوی اواز ټیټیږی او د اوریدلو حس هم کمزوری کوی.
د زکام، ستونی یا ټوخی پرمهال ارام غوره کړئ او د ورځې په اوږدو کې له ۹۵ څخه تر ۱۵۵ ملی ګرامو پورې وېټامین سی حاصل کړئ، د پوهانو په وینا له وېټامین سی څخه برخمن خواړه مالټه، مڼه او خوږ مرچ شمله ،مرچ دی.
دغه راز دوی زیاتوی: که غواړئ له پیله د یخ یا ژمی موسم له پېلیدو سره د زکام مخه ونیسئ نو په بشپړ او پرله پسې ډول په صابون له ۲۰ تر ۳۰ ثانیې لاسونه پریمنځئ او د ګوتو او نوکانو کونجونه هم پاک کړئ، دغه راز له یخنۍ وهلو څخه د ژغورلو په خاطر ګرمې جامې واغوندئ.
https://wp.me/p8XUyy-ugI
ملګري ملتونه: د یمن په اووه کلنه جګړه کې نږدې ۴ لکه کسان وژل شوي
کابل ټکی کام (شنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۴۰۰ل)
ملګري ملتونه وایي چې د یمن په اووه کلنه جګړه کې ۳۷۷۰۰۰ کسان وژل شوي.
د ملګرو ملتونو پرمختیایۍ پروګرام "UNDP" د یمن د جګړې په اړه په خپل راپور کې د مړینو علت د جګړې په مستقیمو او غیرمستقیمو عواملو پورې تړلی او په خبره یې ۶۰ سلنه کسان د جګړې د غیرمستقیمو عواملو له امله مړه شوي، لکه د پاکو اوبو نشتوالی، لوږه او ډول ډول ناروغۍ.
د دې ادارې د راپور له مخې، تر را روانې میاشتې به د هغو کسانو شمېر ،چې په مستقیم ډول د جګړو له کبله وژل شوي، تر یو نیم لکو زیات واوړي.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف خبر ورکړي، چې وړمه شپه یې د پلازمېنې صنعا هغه سیمه کې چې د حوثی یاغیانو په کنټرول کې ده، د بالستیک میزاییلو د توغولو ساحه په هوایي حملو کې ويجاړه کړې ده.د المسیره په نامه تلوېزیون چې په ایران پلوه حوثی یاغیانو پورې د تړلو ډلو له خوا چلول کېږی، ویلی، د سعودی عربستان په مشرۍ د ایتلاف په هوایی حملو کې د پلازمېنې یوه استوګنیزه ساحه وېشتل شوې ده.
باید وویل شي چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵میلادی کال په لومړیو کې د یمن په جګړه کې ځان دخېل کړ ، چې د حوثی یاغیانو پر وړاندې په مبارزه کې د یمن د حکومت مرسته وکړي.
https://wp.me/p8XUyy-ugK
مستشرقين څوک دي؟
عبدالغفار جبير
ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ پېژندنه:
ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﺩ ﻋﺮﺑﻲ ﮊﺑﯥ ﮐﻠﯿﻤﻪ ﺩﻩ ﭼﯥ ﺩ ﺷﺮﻕ څخه ﺍﺧﺴﺘﻞ ﺷﻮې ﺩﻩ، معنا ﯾﯥ رڼا ﺍﻭ ځلېدل ﺩﻱ . ، ﻫﻤﺪﺍ ﺭنګه ﺷﺮﻕ ﺍﻭ ﯾﺎ ﻣﺸﺮﻕ، ﺩ ﻟﻤﺮ ﺩ ﺭﺍﭘﻮﺭﺗﻪ کېدو ځای ﺗﻪ ﻫﻢ ﻭﯾﻞ ﮐﯿږﻱ.
په انګلیسي ژبه کي د شرق لپاره (Orient)، د استشراق لپاره (Orientalism) او مستشرقینو ته (Orientalists) وايي، ﺩ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﻋﺎﻣﻪ معنا داده ﭼﯥ په ﻏﺮﺏ کي ﺍﻭﺳﯿﺪﻭنکي ﻋﻠﻤﺎﺀ ﺍﻭ ﻣﻔﮑﺮﯾﻦ ﭼﯥ ﮐﻠﻪ ﻣﺸﺮﻗﻲ ﻋﻠﻮﻡ ﺍﻭ ﻓﻨﻮﻥ ﺩ ﺧﭙﻞ ﺗﺤﻘﯿﻖ ﺍﻭ ﺗﻔﺘﯿﺶ ﻣﺮﮐﺰ ﻭګرځوي ﻧﻮ ﺩﯤ ﺗﻪ ﺍﺳﺘﺸﺮﺍﻕ ﻭﺍﯾﻲ . ﭘﻪ ﻋﺎم ډول سره ﭘﻪ ﺩﯤ ټولو ﻋﻠﻮﻣﻮ ﺍﻭ ﻓﻨﻮﻧﻮ کي ﻫﺮ ډﻭﻝ ﻋﻠﻮﻡ ګډﯾږﻱ، ﺩ ﻣﺜﺎﻝ ﭘﻪ ﺗﻮګه، ﻋﻤﺮﺍﻧﯿﺎﺕ، ﺗﺎﺭﯾﺦ، ﺑﺸﺮﯾﺎﺕ، ﺍﺩﺏ، ﻟﺴﺎﻧﯿﺎﺕ، ﻣﻌﺎﺷﯿﺎﺕ، ﺳﯿﺎﺳﯿﺎﺕ، ﺍﻭ ﻣﺬﻫﺐ او نور... .
د استشراق اصلي موخه:
۱: داسلامي امت ګمراه کول:
استشراق د یهودو او نصاراوو له لوري د مسلمانانو د عقائدو، شریعت، کلتور، تهذیب، تاریخ، سیاست او حکومتي نظام د څېړنو نوم دی، چي اصلي هدف یې دادی چي اسلامي امت باندي خپل نسلي، کلتوري، سیاسي او مذهبي تسلط راولي او مستعمره یې کړي، مسلمانانو پخپل الهي او حق دین کي مشکوک کړي، ګمراه یې کړي او مرتد یې کړي.
۲ - ﺩﯾﻨﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ
داچي اوسنی عیسائیت او یهودیت په نامه مذهبونه دي، او هیڅ الهي څرک پکښې نشته، که پکښې شته هغه نه یهودو او نه هم عیسایانو ته د منلو دی، او برعکس اسلام د مځکي پرمخ باندي یو رښتنی الهي او الهامي دین دی، هر څه یې د بشریت د تعمیر سره سمون خوري، نو ځکه د اسلام د مبارک دین شغلې په ټوله نړۍ کي په تېزۍ سره راواني دي، په جرمني کي په یوه ورځ باندي پر یوه ځای باندي ۱۲۵۰ کسه د اسلام دائرې ته داخل شول، همداشان په امریکا، کاناډا او ټوله کفری نړۍ کي اسلام ډېر پر مخ روان دی، چي تاسی ګران لوستونکي کولای شئ زما چاپ شوی کتاب (زه ولي مسلمان سوم؟) درسره وګورئ.
د اسلام د مقدس دین د کانترولو لپاره دغه د مستشرقینو مکتب تعمیر او ترمیم شو، د همدې لپاره مستشرقین د عیسایي او یهودي راهبانو له لوري تربیه شول تر څو په احادیثو، سیرتو، قرآنکریم او په مجموع کي په اسلامي احکامو کي شکونه پیدا کړي، مسلمانان په ژبني، نژادي، قومي او بې بنسټه کرښو کي تقیسم کړي او اخوت یې په لعنت باندي واړوي، داسلام دین ورته بې ارزښته ښکاره کړي، عقل ته پر الهي قانون باندي ترجیح ورکړي.
۳ - ﻋﻠﻤﻲ ﺍﻫﺪﺍﻑ
مستشرقین هر کال په زرهاوو کتابونه داسلام په خلاف لیکي، په زرهاوو ټولنې یې د اسلام په خلاف تأسیس کوي، په غریبو هیوادونو کي د خیریه مؤسسو په نامه سره فعالیت کوي، غواړي چي ددې لاري خلک د اسلام څخه وباسي، دوی په مجموع کي خلک عیسائیت ته رابولي، بایبلونه په اسلامي ټولنو کي وړیا ویشي، کلیساوي په اسلامي امت کي تعمیروي، په اسلامي هیوادونو کي د اسلام د بدنامولو لپاره مختلف کانفرانسونه او بنسټونه جوړوي، کله د ښځو د ازادۍ تحریک جوړوي، کله د بشر د حقوقو تر سرلیک لاندي خلک غولوي، کله د بشریت د ازادۍ تر سرلیک لاندي خلک غولوي او داسي نور... دا ټول حرکات او فعالیتونه همدغه مستشرقین تر سره کوي.
۴ - ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺍﻫﺪﺍﻑ :
ددې لپاره چي اسلامي امت یو منظم اقتصادي او ټولنیز نظام و نلري، دغه مستشرقین غواړي د مختلفو لارو په اسلامي هیوادونو کي بې سباتي راولي، جنګونه او جګړې پکښې را وټوکوي، اختلافونه پکښې ایجاد کړي، تر څو د اسلامي هیوادونو سوله په جنګ واړوي او دوی ماهیان ونیسي ، د اسلامي امت اقتصاد د مختلفو توطئو له لاري له منځه وړي، او دوی غواړي چي د یهودو او نصاراوو و کمپنیو، مصنوعاتو او تجارت ته وده ورکړي، ډېر ځله داسي سویدي چي په اسلامي امت کي یې د مسلمانانو یوه مشهوره کمپنۍ بد نامه کړې وي او ځای یې دوی نیولی وي؛ دوی کوښښ کوي چي پر اسلامي امت باندي بندیزونه تحمیل کړي، اسلامي مصنوعات بدنام کړي او د اسلامي امت اقتصادي نظام یرغمل او مستعمره کړي.
۵ - ﺳﯿﺎﺳﻲ ﺍﻭ ﺍﺳﺘﻌﻤﺎﺭﻱ ﺍﻫﺪﺍﻑ :
مستشرقین په مجموع کي کوښښ کوي چي څنګه اسلامي علماء بدنام کړي، پر رسول الله صلی الله علیه وسلم بدنام کړي، قرآنکریم بدنام کړي، اسلامي سیاسي نظام بدنام کړي، اسلامي مشران بدنام کړي، داعیان بدنام کړي، دوی کوښښ کوي چي څنګه یوه اسلامي ټولنه له خپله مداره و باسي، مختلفې سیاسي ډلې تأسیس کړي او بیا اور پکښې بل کړي، دوی تل کوښښ کوي چي په اسلامي ټولنو کي داسي کړنې وکړي چي د اسلامي امت د عقیدې او ایمان روح په معلوم کړي، کله قرآنکریم وسوځوي، کله یو څوک د نبوت دعوه وکړي، کله مقدسات توهین کړي، کله د اسلام د ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم ګستاخي او توهین وکړي.
و ټولو کفارو ته معلومه ده چي مسلمانان په وژلو باندي نه ختمیږي، نو دوی اوس بله حربه استعمالوي، هغه داچي په هر قیمت او امکاناتو چي امکان یې وي اسلامي امت ټوټه ټوټه کړي، داځکه دوی پوهیږي چي د مسلمانانو عقائد، اخلاقي نظام، سیاسي بصیرت، علمي شعور، د اسلامي هیوادونو طبعي وسائل، د مسلمانانو ورځ په ورځ عددي ګراف لوړتیا، دا هغه څه دي چي
ټوله کفري