Kabull.com کابل ټکی کام
521 subscribers
1.14K photos
174 videos
3 files
7.98K links
د کابل ټکی کام ټیلیګرام چینل ته ښه راغلاست!
Download Telegram
د اسلامي نظام ساتل هم فرض دي!
ليکنه: سليمان سعيد «غلجی»
د افغانستان متدين ولس د خپل تاريخ په اوږدو کې؛ خصوصاً په تېرو څلورو لسيزو کې د اسلامي نظام د حاکميت او د خپلواکۍ تر لاسه کولو لپاره داسې بې درېغه قربانۍ ورکړې دي، چې ساری يې ډېر کم، يا بيخي نه موندل کيږي.
که له پخوانيو تاريخونو راتېر شو او يوازې د تېرو څلورو لسيزو په موده کې د شوروي اتحاد او صليبي ښکېلاک پر خلاف د افغانانو قربانۍ وڅېړل شي، نو معلومه به شي چې افغان ملت هيڅکله غلامي او بې ديني نه شي زغملی. پخوا به لاس په لاس په تورو او نېزو جګړې وې، د وسايلو او تجهيزاتو له درکه مو دښمنان هم چندان بډايه او پرمختللي نه وو. مګر اوس مهال خو زموږ دښمنان په ټکنالوژي کې دومره پرمختللي دي، چې موږ ورسره هيڅ د پرتلې وړ نه يو، هغوی اټم جوړوي او موږ ټوپک هم نه شو جوړولای، نو په دغسې حالاتو کې له دومره پياوړي دښمن سره جګړه او مقابله کول ډېر سخت دي، ځکه خو به ځينو ويل چې له دوی سره د افغانانو جګړه له غره سره د سر جنګولو په معنی ده، هسې به ځانونه خوار کړي، خو دوی ته شکست ورکول او د جګړې ګټل هيڅ امکان نه لري!
مګر بيا هم د افغانانو بې سارې قربانيو يرغلګر او د هغوی غلامان تېښتې ته اړ کړل، ګران هېواد مو ازاد او دا دی خپل نظام مو حاکم شو! خو د دغې معرکې او مبارزې په موده کې افغانانو داسې نا پايه او بې درېغه قربانۍ ورکړې دي، چې ژبه يې له بيانولو او قلم يې له ليکلو عاجز دی! دغه ازادي او خپلواکي مفت يا په سوال او زاريو نه ده تر لاسه شوې، د خپلواکي ګټلو او اسلامي نظام د حاکميت په خاطر د دې ملت په ميليونونو بچي په شهادت رسېدلي، په ميليونو نور يې زخميان او معيوب شوي، په ميليونونو يې مهاجر او بې شمېر نور يې لا تري تم ورک دي. د ګل په څېر ځوانانو خپل ښايستونه ترې زار کړي، د خپل ژوند په بدل کې يې مبارزه کړې، ځان پورې يې بمونه تړلي، لوږه او تنده، ساړه او ګرمي، مرضونه او نور هر ډول تکاليف يې ګاللي. د ژمي يخو شپو کې؛ چې ټول خلک به خپلو تودو بسترو کې پراته وو، د ازادۍ مبارزين به په باغونو، غرونو او ګړنګونو کې لا لهانده ګرځېدل، که د چاپې غږ به شو حتی په کاريزونو کې به يې پنا اخيسته.
همدغه راز د افغانستان ټول متدين ولس کړېدلی او ځورېدلی دی، هغه خلک چې خپلو مبارزينو سره به يې څه مرسته کړې وه، ډوډۍ به يې ورکوله يا به يې د شپې تېرولو ځای ورکړی ؤ، د يرغلګرو او د هغوی د غلامانو له خوا به هدف ګرځېدل، کورونه يې وران شول، پوره پوره کورنۍ په بمبار کې لولپه شوې، معيوب شول، زندانونه يې تېر کړل او هر ډول ناخوالې يې وليدلې.
اوس چې الحمدلله؛ يرغلګر وتښتېدل، خاوره مو ازاده او اسلامي نظام حاکم شو، نو بايد چې اوس يې د ساتلو او پاللو لپاره هم قربانۍ ورکړو، صبر او همت وکړو او د خپلو شهيدانو ارمانونه پوره کړو. لکه څرنګه چې پرون د يرغلګرو شړل او د اسلامي نظام قائمول پر موږ فرض ؤ، همدغه شان نن د خپلې خاورې او اسلامي نظام ساتل او پالل هم پر موږ فرض عين دي.
د نوي نظام د ساتلو او قوي کولو لپاره حکومت او رعيت دواړه بايد هڅې وکړي او قربانۍ ورکړي.
د نظام مربوط ټول اشخاص بايد له خودخواهي، ماده پرستي او هر ډول فساد څخه په کلکه ځانونه وساتي، لکه څرنګه چې يې تېر شل کلونه بې معاشه او بې امتيازه؛ يوازې د الهي رضا حاصلولو لپاره قربانۍ ورکړې، هر ډول تکليفونه او زحمتونه يې وګالل، اوس دې هم په نا چيزه دنيا او مادياتو نه غوليږي، له نفس سره دې مقابله وکړي او د معاش په خاطر نه، بلکې د خپلو زحمتونو او د شهيدانو د ارمانونو په خاطر دې د اسلامي نظام د تقويت او دفاع لپاره کار وکړي.
عام ولس باندې فرض ده چې د خپل نظام د ساتلو او پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کړي، د شريرو افرادو پر خلاف دې د خپل نظام همکاري وکړي، هغوی ته دې معلومات او نېکې مشورې ورکړي، دعا دې ورته وکړي او په ټولو جايزو چارو کې دې د خپل نظام ملاتړ او لاس نيوی وکړي.
تر څو چې زموږ نظام په پښو دريږي او پرمختګ کوو، بايد چې په دغه موده کې پوره صبر او حوصله ولرو، له تنګسې او سختۍ وروسته؛ اساني او سوکالي راتلونکې ده. اوس موږ ايله د پرمختګ ليکې ته برابر شولو، د اشغال په موده کې هيڅ ډول پرمختګ امکان نه لري، پرمختګ له خپلواکي پورې تړلی دی، اوس چې موږ خپلواکي تر لاسه کړې، نو ډېر ژر به ښه او سوکاله ژوند ولرو. البته د نظام په ابتداء کې حتماً يو څه ستونزې وي، خو د ستونزو د حل لپاره بايد هڅې وشي، نه د نظام د تخريب لپاره. نو د نوي اسلامي نظام ساتل د هر مسلمان او افغان فرض او ذمه واري ده.
يا رب! توفيق...!
https://wp.me/p8XUyy-uff
د بیان آزادي اسلامي ارزښت دی که دیموکراتیک نوښت؟
رحمت الله فیضان
په دې کې هیڅ شک او تردید وجود نه لري چې د بیان آزادي په اسلامي قوانینو او حقوقو کې منل شوی حقیقت دی او د امرباالمعروف او نهی عن المنکر یو ډول هم شمیرل کیږي او په دې برخه کې هیڅ محدودیت وجود نه لري مګر د هغوکسان لپاره چي هدف یې منکراتو ته لاره هواره ول وي.
د بیان له آزادۍ څخه د خلافت راشده تر دورې پورې مسلمانان برخمن ول خو کله چې خلافت راشده په ملوکیت تبدیل شو مسلمانانو دا ارزښت له لاسه ورکړ د خلفاء راشدینو په وخت کې نه یوازې دا چې د بیان آزادي جرم نه بلل کېده بلکې فرض هم ګڼل کېده په هغه وخت کې د مسلمانانو وجدانونه بیدار او ژبې یې ازادې وې، د بیان د ازادۍ اصل ته په تعقیب سره که کله هم له یو لوړ پوړي مقام څخه خطاء صادریده خلکو د اعتراض حق در لود.
د حق اظهار (د بیان آزادي) نه یوازې دا چې تهدید او توهین نه ګڼل کېدل بلکې تحسین او تمجید یې کیدل، منتقدین نه یوازې دا چې نه تهدیدل بلکې د قناعت وړ ځواب یې تر لاسه کاوه، خو کله چې خلافت له منځه ولاړ ملوکیت را منځته شو وجدانونه زنداني شول ژبې وتړل شوې پر ځای د امیران او والیانو تعریفونو او صفتونه رسم شول، هغو کسانو چې د حق ویلو هڅه به یې کوله تعذبیدل شکنجه کیدل او حتی وژل کیدل.
ورځ تر بلې د ظلم او استبداد پر ضد آوازونه په ستونو کې خفه کېدل، ورو ورو خلک له حق ویلو څخه څنډې ته کېدل، مروان بن حکم د مدینې والي و، حضرت مسور بن مخرمه یې په دې جرم بې عزته کړ چې ولې دې راته وویل چې هوایې خبرې مه کوه.
عبدالملک بن مروان د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په منبر اعلان وکړ: زه د دې امت د ناروغیو درملنه یوازې په توره کې وینم له دې وروسته که هرچا راته وویل اتق الله یعنې له خدایه وویریږه سر به ترې پرې کړم.
ولید بن عبدالملک یوه ورځ د جمعې خطبه دومره اوږده کړه چې آن د مازدیګر لمونځ هم نږدې و چې قضا شي، یو تن ورته وویل: امیرالمومنیه وخت ستا انتظار نه باسي د لمانځه د تاخیر په اړه به د خدای په حضور کې څه ځواب وایې؟.
ولید له منبره راښکته شو او سر یې ترې غوڅ کړ.
قرآنکریم او د بیان آزادي:
الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ ۚ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ
زمر -۱۸
هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوري، نو د هغوی تر ټولو ښه پیروي كوي، دا هغه كسان دي چې الله دوى ته هدایت كړى دى او همدغه كسان د خالص عقل خاوندان دي.
په پورتني آیت کې د خبرو د اوریدو، له ښو خبرو متابعت بیان شوی دا ځکه چې انسان د حق او حقیقت کشفولو په برخه کې استماع او اقوالو ته اړتیا لري او وروسته د نېکې وینا اتباع، د حق او باطل تمیز د نظریاتو د تقابل په سیوري کې حاصلېدای سي.
همدا راز الله جل جلاله فرمایي:
ادعُ إِلىٰ سَبيلِ رَبِّكَ بِالحِكمَةِ وَالمَوعِظَةِ الحَسَنَةِ وَجادِلهُم بِالَّتي هِيَ أَحسَنُ
النحل -۱۲۵
ته د خپل رب لارې ته په حكمت سره او ښكلي نصیحت سره بلنه كوه او له دوى سره په هغې طریقې سره مجادله (مباحثه) كوه چې هغه تر ټولو ښه وي.
په پورتني آیت کې د تبلیغ او دعوت بهترینه لار حکمت او موعظه حسنه بلل شوې، کله چې په یوه ټولنه کې مخالف او د مخالف نظر خاوندان وجود ونه لري او ټول خلک په یوه نظریه وي نو حکمت او موعظه حسنه به هم هیڅ مانا ونه لري، له پورتني آیت څخه نتیجه اخلو چې دا آیت د هغې ټولنې لپاره دی چې هلته د خلکو نظریات، عقاید او آندونه له یو بل سره اختلاف ولري.
حضرت ابوبکر صدیق او د بیان آزادي:
حضرت ابوبکر صدیق ولس ته په خپله لومړنۍ خطبه کې د بیان د آزادۍ په باب ډاډ ورکړ او داسې يې ورته وفرمایل:
فانی قدولیت علیکم ولست بخیرکم ، فان احسنت فاعینونی، و ان اسات فقوموني.
پرتاسو والي ټاکل شوی، له تاسو بهتره نه یم که مي ښه کاروکړ مرسته را سره وکړئ که مې بد کار وکړ د نیکې لارې لارښوونه راته وکړئ ( والضعیف فیکم قوي عندي…. ) ستاسو کمزوری زما په نزد ځواکمن دی او ستاسو ځواکمن زما په نزد کمزوری دی.
عمر فاروق رضي الله عنه او د بیان آزادي:
یوه ورځ عمر فاروق په مجلس کې ناست و له خلکو څخه یې وپوښتل که زه د ځینو مسایلو په اړه تعلل وکړم تاسې به څه کوئ؟
بشر بن سعد ورته وویل: د دې غشي په څیر به دې نیغ کړو ، عمر رضی الله عنه ورته وفرمایل: تاسو ډیر د کار خلک یاست.
یوه ورځ عمررضي الله عنه د منبر پر سر وویل: ای مسلمانانو! که مې سر د دنیا پرستي پر لور کوږ کړ تاسې به څه را سره کوئ؟ د حاضرینو له ډلې یو تن پورته شو ویل: مونږ به هم خپلو تورو ته امر وکړو چې دا ډول کار…درسره وکړي.
امیرالمومنین ورته وفرمایل: یعنې سر مې غوڅوئ؟
ویل: هو سر درڅخه غوڅوو.
عمر رضی الله عنه وویل: د خدای رحمت دې وي درباندې او د خدای شکر آداء کوم چې زما ترلاس لاندې داسي کسان شته چې هرکله زه خپله لار کږه کړم نیغې لارې ته به مې را وبولي.
ح
ضرت علي کرم الله وجهه او د بیان آزادي:
د حضرت علي کرم الله وجهه د خلافت په مهال پنځه تنه په دې جرم ونیول شو چي خلیفه ته یې په ډاکه سپکې سپوري ویلي وي. د دې کسانو له ډلې څخه یو داسې کس هم و چې علي کرم الله وجهه ته یې د مرګ ګواښ کړی و، حضرت علي کرم الله وجهه د دې کسانو د آزادۍ حکم صادر کړ.
علي کرم الله وجهه ته وویل شول په دوی کې یو تن ستا د قتل ګواښ کړی، علي کرم الله وجهه ورته وویل: ایا دا شخص د قتل د ارادې په ابرازولو ووژنم؟.
بیا علي کرم الله وجهه ته وویل شول دې کسانو ستا په حق کې سپکاوی کړی علي کرم الله وجهه ورته وفرمایل تاسو هم کولی شئ چې سپکاوی وکړئ.
حضرت علي کرم الله وجهه خوارجو ته اعلان وکړ تر هغو به موږ تاسو له خپلو مساجدو نه منعه نه کړو او له مفتوحه اموالو څخه به مو بې برخې نه کړو ترڅو چې مو زموږ پر خلاف وسله نه وي پورته کړې.
حضرت معاویه رضي الله عنه او د بیان آزادي:
یو تن حضرت معاویه بن ابی سفیان ته سپکې سپورې وویلې، چا ورته وویل: د دې سړي په اړه دي ډیره حوصله وکړه، حضرت معاویه ورته وویل: ترڅو چې خلک زما او زما د حکومت ترمنځ حایل نشي یعنې زما د حکومت پر خلاف وسله پورته نه کړي تر هغوی به د دوی او د دوی د ژبو ترمنځ حایل نه شم یعنې د بیان آزادي به ترې وانه خلم.
حضرت امام ابوحنیفه رضي الله عنه او د بیان آزادي:
امام ابوحنیفه رضي الله عنه فرمایي افضل د شهداو حمزه بن ابی طالب دی او دوهم هغه شخص دی چي د ظالم حاکم په وړاندې خپل غږ پورته کړي او هغه له منکراتو څخه معروف ته را وبولي په دې لاره کې ووژل شي.
همدا راز امام رضي الله عنه فرمایي که یو شخص د عادل حاکم په وړاندي ودریږي سپکې سپورې یا د قتل ګواښ ورته وکړي د حاکم لپاره جایز نه دي چې دې شخص ته سزا ورکړي یايې زنداني کړي تر هغو چې وسلې ته یې لاس نه وي وروړی یا یې امنیت نه وي اخلال کړی.
https://wp.me/p8XUyy-ufj
د مسلمان د ژبي څخه چي کومه خبره وتلې دہ د هغه څخه ښه مطلب اخله د هغه سره د غلط مطلب گمان مه کوه.(حضرت عمر رضی الله عنه)

https://wp.me/p8XUyy-jUZ
ولې لیکنه وکړو؟
عبدالجبار وحدت
لیکنه د نن وخت مبرم او اړین ضرورت دی ، لیکل هغه څه دي چې د نظریاتو تشهیر، انتقال او تبادل رامنځته کوي ، لیکل هغه څه دي چې د لیکوال آند تر موږ پورې رارسوي ، ننني ،دیني ، عصري او د ګڼو نورو مسلکو کتابونو چې زموږ مخته پراته دي ، دا د لیکوالي برکت دی ، امام اعظم (رح)، امام شافعي (رح)، امام مالک (رح)، امام احمد (رح)، امام قرطبي (رح)، امام بخاري (رح)، امام ابویوسف(رح)، امام ابن تیمیه(رح)، امام ابن القیم(رح) او ګڼ نور لیکوال ، متقیان او د اسلام ځلانده ستورې عالمان لرو چې نسلونه یې د احساناتو پوروړي دي ، داځکه چې دوی دا دین د لیکوالي پر مټ تر موږ پورې رارسولی .
الله تعالی په قران پاک کې هم په قلم قسم کوي، لومړی سورت هم صورت العلق وو چې رسول الله (ص) ته د اقرا کلمه وکارول شوه،
دوی پاک قلمونه درلودل ، سپېڅلی فکر او سپیڅلي عقیده یې درلوده ، دوی د وخت د هر طاغوت په وړاندې خپل سور کارت پورته کړی وو، دوی درباري لیکوالي نه کوله ، دوی خپل قلم نه حرڅول، دوی خپل قلم د اسلامي امت د نجات په خاطر کارول ،
لیکوالي هغه څه ده چې نوی علم ممکن پکې تولید شي، نوې ایډیاوې رامنځته او اذهان تنویر کړي او همدارنګه د ټولنې وګړو ته د ټولنې په ژبه د هغوی اړین مسائیل رسوي، لیکوالي هغه څه ده چې د یوې ټولنې ژبه په علمي لحاظ د بډاینې او مطرح کولو لور ته بیایي ، لیکوالي هغه اذان دی چې د ټولنې ويښ ملتونه راويښوي.
خبر مې داکوله چې لیکوالي اړینه چاره ده، له ښه مرغه موږ هر کال په زرګونو ځوانان له پوهنتونونو او مدارسو فارغوو ، مګر له بده مرغه په دوی کې یې ډېر لږ د لیکوالي ذوق لري او ډېر کم یې لیکوالان کیږي.
خیر که مو لیکنه املایي، تخنیکي او یا علمي غلطي ولري ، د وخت په تېرېدو او د زیات تمرین پر مټ مو دا ستونزه حلېدای شي .
درنښت
https://wp.me/p8XUyy-ufm
امريکا کې يو کس تر ۴۰ زيات کسان په موټر وهلي، ۵ مړه شوي
کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د امریکا متحده ایالتونو د ویسکونسین په ایالت کې یو تن د کرسمس پر لمانځونکو موټر خېژولی چې له امله يې تر څلوېښت زيات کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پوليس وايي، دا پيښه د ياد ایالت د واوکشا په ښار کې ماذيګر مهال رامنځته شوې ده.
پوليسو په موټر ډزې کړي او تر ډزو وروسته موټر چلوونکی د پوليسو له خوا نيول شوی دی.
پوليس وايي، په دې پېښه کې ۵ تنه مړه او تر ۴۰ زيات کسان زخميان شوي دي.
عيني شاهدان وايي، په موټر ډير زيات کسان وهل شوي او ممکن د وژل شويو کسانو شمېر تر دې هم زيات شي.
راپور زياتوي، چې د دې پیښې ډیری قربانیان د کاتولیک کلیسا د ښوونځي زده کوونکي دي.
https://wp.me/p8XUyy-ufp
د ځينو مهمو وزارتونو او رياستونو لپاره نوې ټاکنې ترسره شوې
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد وايي، چې د ځينو مهمو وزارتونو او رياستونو لپاره نوې ټاکنې ترسره شوي دي.
ښاغلي مجاهد په خپل رسمي ټويټر اکاونټ ليکلي، چې د امیرالمؤمنین د فرمان په اساس لاندې ټاکنې ترسره شوي دي.

۱ ــ محترم مولوي صاحب شهاب الدين دلاور د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست په توګه

۲ ــ محترم حاجي ملا محمد عيسی اخند د کانونو او پترولیم وزارت د مرستیال په توګه

۳ ــ محترم ملا محمد عباس اخند د حوادثو ضد وزارت د سرپرست په توګه

۴ ــ محترم مولوي صاحب شرف الدين د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه

۵ ــ محترم مولوي صاحب عنايت الله د حوادثو ضد وزارت د مرستیال په توګه

۶ ــ محترم مولوي صاحب حمد الله زاهد د ملي تدارکاتو د ادارې د سرپرست په توګه

۷ ـــ محترم شيخ صاحب عبدالرحيم د ملي تدارکاتو د ادارې د مرستیال په توګه

۸ ــ محترم مولوي صاحب قدرت الله جمال د تفتيش د عالي ادارې د سرپرست په توګه

۹ ــ محترم مولوي صاحب عزت الله د تفتيش د عالي ادارې د مرستیال په توګه

۱۰ ــ محترم مولوي صاحب محمدیوسف مستري د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د سرپرست په توګه

۱۱ محترم ملا حبیب الله فضلي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرستیال په توګه

۱۲ ــ محترم مولوي صاحب کرامت الله اخندزاده د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د ادارې د سرپرست په توګه

۱۳ ــ محترم مولوي صاحب احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مرستیال په توګه

۱۴ ــ محترم مولوي صاحب ګل زرين د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د کوچيانو د لوی رياست د رئیس په توګه

۱۵ محترم شيخ صاحب مولوي عبدالحکيم د شهیدانو او معلولينو وزارت د مرستیال په توګه

۱۶ ــ محترم مولوي سعید احمد شهيد خېل د معارف وزارت د مرستیال په توګه

۱۷ ـــ محترم مولوي صاحب عبدالرحمن حلیم د کلیو د پراختیا او بیا رغوني وزارت د مرستیال په توګه

۱۸ ـــ مولوي صاحب عتیق الله عزیزي د اطلاعات او کلتور وزارت د اداري او مالي معین په توګه

۱۹ ــ حاجي ملافیض الله اخند د اطلاعات او کلتور وزارت د ځوانانو چارو د معین په توګه

۲۰ ــ محترم مولوي صاحب سیف الدین تائب د چارو ادارې لوی ریاست د ارتباطاتو د معین په توګه

۲۱ ــ محترم مولوي فتح الله منصور د کندهار هوايي ډګر د مسئول په توګه

۲۲ ــ محترم حاجي محمد اسماعيل صاحب د نظامي محکمې د اجرائيه قواوو د قومندان په توګه

۲۳ ــ محترم مولوي صاحب عصمت الله عاصم د سرې مياشتي د ټولني د مرستیال په توګه

۲۴ ـــ محترم مولوي صاحب رحيم الله محمود د کندهار د ۲۰۵ البدر قول اردو د مرستیال په توګه

۲۵ ــ محترم مولوي صاحب عبدالصمد د هلمند د ۲۱۵ عزم قول اردو د مرستیال په توګه

۲۶ ـــ حاجي ملا ناصر اخند د ماليې وزارت د مرستیال په توګه

۲۷ ــ محترم مولوي صاحب عارف الله عارف د اوبو او انرژۍ وزارت د مرستیال په توګه.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۴۴۳/۴/۱۷ هـ ق
۱۴۰۰/۹/۱ هـ ش 2021/11/22 م
https://wp.me/p8XUyy-ufs
واکمن ورته ګوري چې بیت المال مو چوریږي
انجنیر کمال الدین (امین)
له کله نه چې د ا.ا.ا لښکر کابل ته ننوتلی، له همغې ورځې بیا تر ننه -له دغه ولایت څخه د کندهار او خوست پر خوا د پخوانیو صفري قطعاتو؛ وسائل او وسائط (نسبتاً نورو ولایاتو ته) یو څه ډېر روان دي، خو دومره څوک نشته چې (مه! او دا چېرې وړئ؟) ورته ووایي.
خیر که نن د دغو دوو لوریو لاسو ته د حکومت اساسي ځواک لوېدلی، خو دا پدې معنا نه ده چې ګواکې اوس به ټول نظامي توکي د دوی وي.
مشران مو نېک خلک دي، اما د کشرانو په هره کړنه کې یې اوس شریک بولم! ځکه چې امراء دي او مسؤلیت لري.
موږ چې د نظام واګې اوس دغو مشرانو ته سپارلې؛ دا د ملت امانت دی له دوی سره؛ یعنې دوی امانتدار د حکومت دي نه دا چې کفري نړۍ فقط همدوی ایستلې ده.
دلته (یعنې په مرکزي ساحو کې) به دا شل کاله د اشغال پر وړاندې هر وړوکی حرکت هم داسې و؛ لکه سړی چې خوګلن پر لوڅو لاسونو لړي، مګر اوس موږ ټول ورته ګورو چې بیت المال مو زموږ پر سینو تېروي او خپلو کلیو ته یې وړي.
پوهېږم چې ځینو مبارزو لیکوالانو ښه په جرئت سره خپل غږ پورته کړ او په زغرده یې وویل چې ((بیت المال مو چور شو)) مګر مشرانو ته خو یا دغه ناره و نه رسېده او یا دا چې فقط مزغي او څټونه یې پرې وګرول او سترګې یې پرې پټې کړې.
موږ حاکم نظام ته وایو چې؛ د بیت المال مرکز کابل دی! نو ټول شیان باید کابل او یا د کابل په جوارو او ګاونډو ولایتونو کې وساتل شي، نه په خوست، ګردېز، تیري او کندهار کې.
مشران که خبر وي نو حق دې نه پټوي، اقدام دې وکړي او که خبر نه وي؛ ځانونه دې خبر کړي؛ چې بیت المال مو چور شو.
زه خو وایم چې: یا الله! هرڅوک چې بیت المال غلا کوي او یا چل ورته جوړوي؛ ته خو یې کور پرې لولپه کړې!
خدایه پاکه! تاته زارۍ کوو؛ بیت المال د شهیدانو او ټپیانو وینې دي، بیت المال د بندیانو کوکې دي، بیت المال د هغه یتیم او د هغې کونډې هم دی چې؛ سترګې یې تل نمجنې او زړونه یې له ګرېو څخه ډک دي- نو ته یې په ناحقه خوړونکي ذلیل کړه.آمین
https://wp.me/p8XUyy-ufw
سعودي عربستان هم په کابل کې خپل سفارت پرانیزي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د راپورنو له مخې، په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت له بیا پرانیستل کېدو وروسته سعودي عربستان هم غواړي چې خپل سفارت پرانیزي.
عربي رسنيو پرون دوشنبه(د لېندۍ ۱) ليکلي، چې سعودي عربستان په کابل کې د خپل سفارت له بندولو درې میاشتې وروسته په دې غور کوي چې خپل سفارت بېرته پرانیزي.
د اګسټ په ۱۵ مه نېټه په کابل د طالبانو د حکومت له واکمنېدو وروسته اکثرو هېوادونو خپل سفارتونه بند کړل.
شاوخوا څلور ورځې مخکې متحده عربي اماراتو بيا ځلې په کابل کې خپل سفارت پرانيست.
که څه هم هیڅ لوېدیځ هېواد خپل سفارت په کابل کې نه دی پرانیستی خو جرمني لېوالتیا ښوولې چې ژر به خپل سفارت بېرته پرانیزي.
https://wp.me/p8XUyy-ufz
فیض الله جلال څه شي دردولی؟
امین وردګ
دوې ورځې وړاندې په طلوع تلویزیون کې د کابل پوهنتون، د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځۍ استاذ (ښاغلی فیض الله جلال) او د سپین لښکر، د قطر دفتر ویاند (ښاغلی ډاکټر محمد نعیم وردګ) مېلمانه وو؛ خو محمد نعیم په آنلاین توګه، مګر جلال بیا حضوري سټډیو ته ورغلی ؤ او دواړو یې (د افغانستان د سیاسي وضعیت په اړه) د خبریال پوښتنو ته ځوابونه ویل ؛ چې د بحث په اوږدو کې ښاغلي جلال، ښاغلي وردګ ته سپکه لهجه و کاروله؛ داسې لهجه: چې روغ سړی یې هېڅکله هم نه کاروي.
لومړی خو فیض الله جلال؛ ډاکتر محمد نعیم (اشارةً) د پاکستان نظامي اجېنټ؛ مګر ځان یې بیا (صراحتاً) د پاکستان، ایران او امریکا ضد (یعنې مجاهد حق ؛ د هېواد او ملت، دافع ) یاد کړ.
خو کله چې د ده، د دغې ادعا پر وړاندې محمد نعیم په قهرجنه څېره، مګر نرمه لهجه! خپل ځواب ویلو ، نو ده سملاسي پر ډاکټر محمد نعیم د (خوسندر/ سخوندر) نوم کېښود او دا سپک لفظ یې دری - که څلور ځله تکرار هم کړ.
مګر محمد نعیم هر څه تحمل کړل او دومره حوصله یې وکړه؛ چې لیدونکي او آورېدونکي یې ټول هک - پک کړل.
د دوی دواړو له عمل او عکس العمل / کونش او واکنش څخه؛ د محمد نعیم لوړ، مګر د جلال لوېدلي اخلاق ټولې نړۍ ته جوت شول.
موضع مې اجمالي ولیکله ! مګر تاسو کولای شئ چې؛ هغه کلیپ یې مکمل او ښه په غور سره واورئ/ وګورئ.
را به شو مطلب ته!
زموږ د فیض الله (جلال) له اصل او نسل سره ځکه کار نشته :چې نه یې پېژنو! خو دومره خبر یو؛ چې نوموړی د سمت شمال او دری لسیزې کیږي چې په کابل پوهنتون کې استاذ دی! اټکلاً په کابل ښار کې اوسیږي هم.
موږ یې ځکه نسلاً سم نه پېژنو؛ چې معمولاً کابل ته (له اطرافونو څخه) وخت پر وخت کډې ورځي؛ ځینې یې دولتي کارمندان وي چې هلته دندې لري! نو ځکه خو فامیلونه هم ورسره بیایي او ځینې د کار -بار لپاره ځي، مګر هو! ځینې نور بیا داسې خلک هم کابل ته ورغلي؛ چې په اطراف کې یې بدي او یا هم کومه بدنامي په نصیب شوې وي.
دلاکان او ډمان هم له اطرافونو څخه کابل ښار ته تللي او هملته ژوند کوي، دا نسل د وخت په تېرېدو سره مسلکیان، رتبو والا او یا هم حافظان او عالمان شي؛ چې بیا خلکو ته ځانونه اصیل معرفي کوي -نو ځکه خو موږ اوس نه پوهېږو چې: ښاغلی جلال به له کوم قشر څخه وي؟
مطلب اصل + نسل یې موږ څه کوو! خو دومره به ووایم چې: د جلال فامیلي تربیه او اخلاقي بُعد بیخي ضعیف دي! ځکه یې داسې لوېدلې لهجه وکاروله.
نو زما نظر دا دی چې: ښاغلی جلال هم رواني امراضو راګیر کړی او هم قومي تعصب! ضمناً له دین او مذهب څخه هم ژور نفرت لري! ځکه خو یې له نبوي سنتو سره دومره ورانه ده.
جلال پخوا هم له پښتون قام سره نه ؤ جوړ، نو اوس چې په دولتي اداراتو کې پښتو ژبه رواج شوې؛ څنګه به یې وزغمي!
جلال وختي لا پښتو ژبه غیر مسلماني ژبه بلله، اوس چې حاکمه او دفتري شوه، نو ده ته صبر غواړو.
یوازې سپین لښکر نه دی، چې جلال نفرت ترې کوي! بلکې له ټولو پښتنو سیاسیونو څخه یې بد راځي ؛ هغه که د کرزي په حکومت کې وو، که د اشرف غني او که هم په اوسني نظام کې دي.
دغه سړی له سپین لښکر سره دومره سخت وران دی؛ چې که فعلي نظام ته له آسمان څخه من او سلوا هم راشي؛ دی به یې و نه مني.
نوموړي به پخوا د کرزي او اشرف غني پر حکومتونو هم کلک ګذارونه کول او سپکې سپورې به یې ورته ویلې؛ خو هغه له دې امله چې: ولې سپین لښکر سم نه ځپي.
جلال به اشرف غني او کرزی د سپین لښکر خواخوږي بلل او تل به یې انتقادونه هم پرې کول؛ چې نو ولې یې سم نه ځپي او ولې یې ریښې لا نه باسي (یعنې نسل یې نه ختموي)
دا سړی ملامت نه دی!
تعصب اوس دومره سورولی؛ چې هم ځان خوري او هم نور.
آفرین دې اوس هم پر ده وي! چې څنګه نه چوي؟
لویې ګیرې، درنې پګړۍ، اوږدې څڼې، د ارګ پر سر دا سپین محمدي بیرغ او په دولتي ادارو کې پښتو ژبه چې آوري ؛ باید سره دوې ټوټې شي.
په هر حال...
زه وایم چې: سړی ملامت نه دی! باور وکړئ چې بل هر څوک د ده پر ځای وي، چوي به.
نو که زما منئ؛ دغه سړی پرېږدئ! هم یې سن لوړ دی، هم یې سمه فامیلي تربیه نه ده لیدلې او هم مافیاوي کمزورتیا احساسوي.
مګر هو! دوه کاره باید ورسره وشي! لومړی دا چې: نور دې د استاذۍ دا مقدسه دنده (د تل لپاره) ترې واخیستل شي! ځکه چې: هم رواني مریض دی او هم د دغې سپېڅلې دندې لیاقت نه لري.
دویم دا چې: باید بل وخت په رسنیو کې مېلمه نه کړل شي! ځکه چې: هم بې ادبه دی او هم یې اخلاق ډېر لوېدلي.
https://wp.me/p8XUyy-ufC
امريکا په سيمه کې د کومو هېوادونو د سياسي نفوذ مخه نيسي؟
عبدالله لغمانی
د امريکا متحده ايالات چې د نړۍ په هره ستره او کوچنۍ سياسي پرېکړه کې په يو نه يو ډول دخيل پېژندل کېږي، د دنيا په بېلابېلو سيمو کې د خپلو موخو د ترلاسه کولو او خصوصا په اسيا کې د خپلو هدفونو لپاره له چين او روسيې سره ښکر په ښکر ده. او د همدې موخو د ترلاسه کولو لپاره د دوی لپاره ښه حربه په دې منطقه کې روانه مذهبي توندلاري ده، چې امريکا یې پرمټ کولای شي خپلو هدفونو ته په رسېدلو او سيالو هېوادونو ته سرخوږي په پيدا کولو کې ترې مستقيم او غېرمستقيم کار واخلي. امريکا ته په سيمه کې لومړی نمبر اقتصادي او دويم نمبر سياسي رقيب چين دی، چې امريکا هڅه کوي د چين په سينګکيانک کې د ايغور مسلمانانو د حق تلفي کيسې تازه او روانې وساتي او هلته د مېشتو مسلمانانو او نورو هېوادونو کې د مسلمانانو احساسات پرې راوپاروي او د خپلې موخې په توګه یې وکاروي. امريکا او برتانيا دواړه په دې کوښښ کې دي چې د خپلو ميډياوو فوکس ټولې همدې خواته راوګرځوي او ددې سيمې له خلکو سره د نسل پر بنسټ د ترکي ژبو هېوادونو دخلکو له جذباتو هم استفاده وکړي.
همدارنګه چين په کور دننه د بيان د ازادي له اړخه يو ديکتاتور او داسې یو هېواد معرفي کړي چې په خپلو خلکو یې بې شمېره بنديزونه لګولي او د هغو په هر ډول ايسارولو کې درېغ نه کوي ، او همدارنګه غواړي د چين لپاره د تايوان او هانک کانګ په مسئلو کې د ناټو سره په همغږي ددې هېواد پر وړاندې سيستماتيک مخکې لاړ شي او مصروف یې وساتي او د همدې سيمو له سيمه ييزو حکومتونو سره يې په لانجو کې ښکېل کوي او غواړي يو دوامدار او مسلسل سرخوږی د چين لپاره د چين په شاوخوا کې د تل لپاره موجود وي ترڅو د سياسي نفوذ مخه یې نيولې وي او هم امريکا خپلو موخو ته ځان پکې ورسوي، خو چين د سياسي نفوذ نه ، بلکې تر اوسه پورې په نړۍ کې د اقتصادي نفوذ په حال کې دی او غواړي په اقتصادي لحاظ له امريکا مخکې او د نړۍ هېوادونه په اقتصادي پروژو د ځان ملګري کړي او دوه اړخيز تړونونه ورسره وکړي، چين له اقتصادي اړخه غواړي په شاته پاتې او لږ پرمختللو هېوادونو کې عمراني پروژې پلې کړي او په دې سره د هغو خلکو په زړونو کې ځای ونيسي که څه هم دا پروژې دوی د بلاعوضه مرستو په ډول نه کوي ، بلکې د پيسو او پور ډول یې ترسره کوي خو بيا هم د نړۍ د هېوادونو په ګرمو پېښو او صورتحال کې غواړي نرم او ارام او يا هم کله کله بې پرې دريځ لري.
همدارنګه د کرونا وايروس د خپرېدا د سرچينې په اړه د چين حکومت تورنوي چې نړيوالو ته رښتيا نه وايي او دوی د ميډياوو له لارې دا د جهانيانو په ذهن کې ورکوي چې ګويا وايروس د چين د بې غوري له امله خپور شوی دی او يا هم چين په خپلو لابراتوارونو کې په مصنوعي ډول جوړ کړی دی.
له بل پلوه د امريکا بل ستر سيال روس دی په سياسي لحاظ روسيه د امريکا لومړۍ نمبر رقيب دی او متحده ايالات د پخواني بالقوه سيال په توګه ورته ګوري او غواړي په لويديځو سرحدونو کې لکه د اوکراين په مسئله کې او له ناټو سره په اړيکو کې مشکلات ورته جوړ کړي او په دې توګه هڅه کوي په ختيځ اروپا کې د روسيې د سياسي نفوذ مخه ونيسي او په يو ډول کوښښ کوي د هغو سيمو په خلکو کې د روسيې پر وړاندې د خلکو اذهان بدل کړي، په تېره بيا د اوکراين په مسئله کې د ناټو له لارې کوښښ کوي د اوکراين حکومت په لوی لاس يوه لوی ناورين ته ورټېله کړي چې راتلونکې پايلې یې ددې سيمې او اوکراين د دولت لپاره ښې نه دي. او همدارنګه غواړي د نورو هېوادونو لکه چک، پولېنډ او نورو سره د روسيې اړيکې د خپګان کچې ته راټيټې کړي تر څو روسيه په دې سيمه کې کوم خواخوږی هېواد ونه مومي او هم د منځني ختيځ کې يوازینی سيال د امريکا روسيه ده چې د سوريې په مسئله کې او په نورو مسئلو کې اوس او هم د تاريخ په اوږدو کې سره مخامخ شوي او ان د يو ستر اتومي جنګ د وروستۍ شېبې تر بريده سره رسېدلي دي خو په هر حال دا نو د هېوادونو په خپلو سياسي ارزښتونو او سياسي ليدلوري پورې اړه لري چې څه ډول د نړۍ له هېوادونو سره په تعامل او توازون اړيکې برابرې کړي او خارجي پاليسي داسې عياره کړي چې د خپل هېواد ګټې یې ايجابوي .
https://wp.me/p8XUyy-ufF
کوم سړی چي په خپله داسي کار کوي چي په هغه سرہ نورو ته د بدگمانۍ موقع لاس ته ورسي نو هغه دي پر ځان بدگماني کونکي نه ملامتوي.(حضرت عمر رضی الله عنه)

https://wp.me/p8XUyy-jV0
کورنيو چارو وزارت: د Cpharm کمپني په افغانستان کې د چرسو د پروسس کارخانه جوړوي
کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ‏د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې چرسو د پروسس کارخانه جوړه کړي.
د ياد وزارت وياند قاري سعید خوستي نن چهارشنبه نومبر ۲۴ (لېندۍ ۳) ليکلي، چې پرون د کورنیو چارو وزارت د مواد مخدر سره د مبارزې معینیت د Cpharm کمپنۍ له نماینده سره کتلي دي.
خوستي زياته کړې:«د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کمپنۍ جوړه کړي چې ورسره به په هیواد کې چرس یواځې ‏همدې کمپنۍ ته ورکول کيږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي.»
په ياده غونډه کې د Cpharm نماینده وویل، چې افغانستان کې په ۲۰ زره جریبه زمکه چرس کرل کيږي او دغه کمپنۍ ۳۰ زره جریبه چرسو ته اړتیا لري.
نوموړی زياتوي، په دې کارخانه به Cpharm کمپنۍ د ۴۵۰ ملیون ډالره پانګونه وکړي.
د خوستي په خبره، ‏د Cpharm سره د قرارداد ټول مراحل بشپړ شوي او په لنډو ورځو کې به دا پروژه رسما پيل شي چې ورسره به ګڼ شمیر هيوادوالو ته کار پيدا شي.
https://wp.me/p8XUyy-ufI
د ټولنیزو رسنیو زیانونه!
فېسبوک او ټویټر له موږ نه څه واخیستل؟
دوه شیان:
یو «وخت»
بل « حیا»
موږ خو له افراط سره هسې هم روږدي یو؛ خو د ټولنیزو رسنیو په استعمال کې افراط بیا وژونکی دی( البته چې د سالم هدف او سالمې موخې له پاره نه وي.)
مثلاً:
ما یو ۱۵ کلن ځوان راپورته شي یوه ۵۵ کلن مشر ته چې د ده عقل یې په پورتني جېب کې دی او د ده د پلار د عمر په اندازه تجربه، علم، تحصیل، انسانیت او عزت لري سپکې سپورې ووايي او د «حیا» حد مات کړي.
یو د دوه افغانیو کس راجګ شي او یوه درانه مشر او معزز مخور ته سپکې خبرې کوي.
آیا د ملگري انتخاب هم شرایط لري؟
هو!
که یو ښه ملگری ۱۰ صفتونه لري؛ اوس چې په دغو صفتونو کې یوازې یو صفت چې هغه «حیا» ده، موجود شو. دا پاتې ۹ نور به هم په کې پیدا شي.
له داسې خلکو سره ملگرتیا وکړئ چې «حیا» ولري.
هر دین اخلاق لري او د اسلام اخلاق «حیا» ده.
حیا او دین لازم او ملزوم بلل کېږي.
نو:
زما په نظر، څنگه چې په عملي ژوند کې موږ د سپین ږیرو او مشرانو په مخې کې بې حیا خبرې او بې ځایه خبرې نه کوو؛ دغسې باید دلته هم هغه صفات خپل کړو. هر هغه څه چې د «بې حیايۍ» په تعریف کې راځي له هغو نه باید ډډه وشي.
موږ باید داسې شیان نشر یا خپاره کړو چې زموږ د ټولنې له شرایطو، فرهنگ، ارزښتونو، اخلاقو او چاپېریال سره سازگاري ولري.
دا سمه ده چې، اکونټونه شخصي دي، هر څوک پوه شه او شخصیت یې؛ خو چې «حیا» ولرو، موږ خپله ښه ښکارو او دا زموږ په خیر دی.
لنډیز : انسان سراسر په زیان او تاوان کې دی. نوش جان دې د مؤمنانو او صالحانو شي. زموږ د خبرو خلاصه دا شوه چې که «سالمه» استفاده وشوه او ارزښتونه تر پښو لاندې نه شول او یو مثبت مفهوم مو خپلو ملگرو ته ور انتقال کړ، دلته بیا موږ له پېښېدونکي زیانه تر یوه حده په امان یو. موږ سره باید د «حیا» ترازو او تله وي، خپلې خبرې، پوسټونه او نشریات پرې لومړی وتلو، که په تول سم وو، بیا یې نشر کړو. له دې سره موږ خپله ښه ښکارو.
لیکوال: تمیم تکل
https://wp.me/p8XUyy-ufM
له خپل دوست سره هم په احتیات کي اوسئ، خو که هغه امانتدار وي نو بیا ددې ضرورت نسته او امانتدار هغه کيدای سي چي د الله (جل جلاله) څخه بیریږي.(حضرت عمر رضی الله عنه)

https://wp.me/p8XUyy-jUV
څوک چي خپله روزي ډيره او عمر زيات غواړي نو هغه ته پکار دي چي خپلوي ښه پالي.( رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

https://wp.me/p8XUyy-jh1
اميرخان متقي او ورسره پلاوي د قطر د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو له مسئولینو او استازو سره ګډه ناسته ترسره کړه
کابل ټکی کام (شنبه، ۶ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
‏د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير ښاغلي امير خان متقي په مشري د ااا لوړ رتبه هيئت د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د یاد هیواد د بېلا بېلو وزارتونو او ادارو له مسئولینو او استازو سره ګډه ناسته ترسره کړې ده.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقادر بلخي وايي، په ناسته کې په سیاسي، بشري، اقتصادي او تعلیم اوتربیې په موضوعاتو تفصیلي ‏خبرې شوي دي.
د غونډې په ترڅ کې د قطر هیواد مسئولینو وويل چې دوئ به د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ وي او راتلونکي وخت کې به ورسره مرستې وکړي.
افغان پلاوي د قطر هيواد له مرستو او په تیرو مذاکراتو کې د دوي له مثبت رول څخه مننه کړې.
https://wp.me/p8XUyy-ufP
غلا څوک کوي او له غله نه دفاع څوک کوي؟
انجنیر کمالدین (امین)
څو ورځې وړاندې په خواله رسنیو کې یو خبر خپور شو چې؛ استخباراتو په پکتیا ولایت کې هغه لارۍ موټر نیولی؛ چې څورلس سوه (1400) میله (M4) امریکایي ټوپک پکې بار وو او له افغانستان څخه (په قاچاقي توګه) د پاکستان پر خوا روان و.
یاد خبر ډېر ځوروونکی او دردوونکی ثابت شو ! مجاهدینو او عامو وګړو تند غبرګونونه پرې وښوول، آن تر دې چې؛ د قاچاقبرو اشدترین مجازات (اعدام) یې وغوښت.
مګر پرون د کورنیو چارو وزارت ویاند (ښاغلي قاري سعید خوستي) تند غبرګون وښود او یاد خبر یې کاذب او خپروونکي یې ناخبره وبلل.
خوستي نه یوازې دا چې؛ رسنیو ته یې پدې اړه څه ګونګ معلومات ورکړل؛ بلکې په ثبتي بڼه یې هم پر واټس اپ خبر خپور کړی و چې ((له نظام سره باید خیانت و نه شي! مشران باید بې ځایه ملامت نه کړل شي، چې تحقیق نه وي شوی؛ خبر باید خپور نه شي او...))
خوستي دا هم زیاته کړې وه چې ((موږ ته دې یوازې سل میله یو څوک ثابت کړي؟))
د ښاغلي خوستي دلائل پر ځای او عاقلانه وو ! مګر موږ بیا بل څه وایو! او هغه داسې: په شریعت کې به نو دا هم نه وي چې؛ د لس میله ټوپکو غله ته دې یو ډول سزا ورکړل شي او د سلو ، یا زرو میلو غله ته بل ډول!
دغه محترم ویاند پرون دا هم وویل چې: څورلس سووه میله نه! بلکې خالي دیارلس میله وسله وه! M4 هم نه! بلکې کارمولي وو.
بلې! ښاغلي خوستي دا هم منلې چې؛ آته سوه عدده د M4 جاغورونه / شاجورونه او زر عدده خفیفه مرمۍ وې.
ښه کورنیو چارو وزارته! نو تاسو ولې دا خبر هغه مهال نه خپرولو، چې دا خائنین مو نیولي وو؟
ولې مو غله په ښکاره مجازات نه کړل؟
دا غله د کوم غله ملګري او هغه غل بیا د کوم خائن او غله ملګری و؟ دومره وسلې چا ورکړې وې او یا یې له کوم نظامي ارګان څخه ایستلې وې؟
وسلې خو یا په دفاع وزارت پورې اړه لري او یا هم په داخله پورې ! تاسو ولې د دغو غلو د نیولو او ځړولو پر ځای! د دوی دفاع کوئ؟
ښه! څورلس سوه میله اېمپور نه! تش څورلس میله کچه توپنګچې یې غلا کړې! نو تاسو ولې دغه خائنین درسره ساتئ؟
زموږ خو خولې ستړې شوې چې: وا واکمنو! د خدای خاطر وکړئ! زموږ دا سپېڅلی نظام په داسې پلیتو او ناولیو خپلوانو او دوستانو مو! مه رامرداروئ.
موږ په بار بار درته ویلي چې؛ وسلې او وسیلې مو شپه او ورځ د خوست او کندهار خواته روانې دي او ملت ته بلکل معلومات نه ورکوئ چې؛ ګواکي دا سامانونه چېرې او د څه لپاره وړل کیږي؟
موږ یې درسره وینو! چې پخواني اربکیان د چریکي مجاهدینو په نوم درسره ګرځوئ او داسې غلاګانې پرې کوئ، بیا یې دفاع هم کوئ! همدا یې دفاع ده چې: نه یې نومونه موږ ته ښیئ او نه یې اصلي څېرې.
موږ غواړو چې؛ باید داسې غله علني محاکمه شي او ترڅنګ یې باید د غلو مکمل آدرسونه هم موږ ته وړاندې کړئ! چې د کوم ځای او د چا ملګري وو او اوس په کوم ارګان کې، چا مقرر کړي دي.
کله مو چې ملت ته دغه پلیت اقشار ښه ور وپېژندل، بیا به یې ټول همکاران او خواخوږي هم مجازات کوئ او د تل د پاره به یې له دغه پاک صف څخه باسئ.
که داسې و نه شي! نو موږ پوهېږو چې؛ همدا تاسو یې راولئ، غلاوې پرې کوئ او بیا یې دفاع هم کوئ.
ملت ړوند نه دی، لږ پام وکړئ ! هسې نه چې خدای مکړه زموږ هم لکه د پخوانیو کباړیانو نوم بد شي.
https://wp.me/p8XUyy-ufS
نن دوحه کې د افغان حکومت د استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې پیلېږي
کابل ټکی کام (شنبه، ۶ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي نن شنبه د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره پلاوي سره په دوحه کې د تازه خبرو لړۍ پيلوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې ښاغلی وېسټ به د دوو اونیو لپاره په دوحه کې پاتې شي.
د افغان حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ويلي: "عمده مسایل چې بحثونه به پرې وشي دا دي چې د دوحې تړون ته باید درناوی وشي او په بشپړ ډول تطبیق شي، د افغانانو پیسې چې د امریکا او نورو بهرنیو په بانکونو کې کنګل شوي باید ازادې شي، بل دا چې باید بامفهومه ډپلوماټیکو اړیکو ته لاره پرانیستل شي، څو تعاملونه ته په مسوولانه ډول ترسره شي او هغه ننګونې او اندېښنې چې په مخکې پرتې دي له منځه ولاړې شي."
له بله پلوه امریکايي چارواکو ویلي، چې د افغان حکومت له استازو سره د ترورېزم پرضد د مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو افغانانو چې خپل ژوند تر ګواښ لاندې بولي د هغو د وتلو، د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشي.
https://wp.me/p8XUyy-ufV
هند: د ترافیکي‌ پيښې له امله ۱۸ تنه مړه او ۵ ټپيان شوي
کابل ټکی کام (يکشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۴۰۰ل)
د هندوستان د لویدیځ بنګال ایالت د نادیه په ولسوالۍ کې د ټرافیکي پيښې له امله لږ تر لږه ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لویدیځ بنګال پولیس وايي، یو بس موټر چې مړی يې هندو سوزان ته انتقالاوه او ګڼ شمیر کسان هم پکې سپاره ول په لاره کې د ولاړې یوې لارۍ سره ټکر شوی دی.
د پوليسو په وينا، پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۸ تنه مړه او ۵ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.
پېښه د موټرو د زيات رفتار له امله رامنځته شوې ده.
https://wp.me/p8XUyy-ufZ
ولس ته د رئیس الوزراء د لومړنۍ وینا لنډیز
نن (۲۲ ربیع الثاني = ۶ لېندۍ) رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند د ملي ټلوېزون له لارې ولس ته لومړنۍ وینا وکړه. لاندې د رئیس الوزراء د وینا خلاصه کړل شوې بڼه ده، چې ستاسې حضور ته یې وړاندې کوو.
وینا
نحمده ونصلي علی رسوله الکریم. اما بعد:
تر ټولو دمخه خپل ګران او ځورېدلي ملت ته خپل سلامونه وړاندې کوم. الله جلاله دې ستاسې د پلرونو، زامنو او وروڼو تکلیفونه، شهادتونه، زندانونه او هر ډول سختۍ، چې پرتاسو تېرې شوې دي، په خپل دربار کې قبولې کړي. کوم کسان چې زخمي شوي، د بدن غړي یې له لاسه ورکړې او معیوب شوي وي او ژوندي پاتي وي، د دوي تکلیفونه دې هم الله جل جلاله قبول او مقبول وګرځوي.
ګران او ځورېدلی ملته!
غواړم چې پر روانو حالاتو له تاسو سره یو څو خبرې وکړم او څه وضاحت ستاسې حضور ته وړاندې کړم.
ګران ولسه، شل کلن تاریخ او د الله له لوري لوی امتحان پر تاسې تېر شو. تاسې او ستاسې بچیانو مجاهدینو دا شل کلن جهاد په ډېرو سختو تکالیفو، زندانونو، چاپو او قربانیو تېر کړ؛ مجاهدینو د هر څه پر وړاندې ځان سپر کړ، چې په پایله کې یې الله جل جلاله دا لوی نعمت ورپه برخه کړ.
ټول ګران ولس ته دا وینا کوم چې اوس موږ او تاسې له یوه بل امتحان سره مخ یو.
محترمو مجاهدینو! تاسې له الله جل جلاله سره د درو شیانو ژمنه کړې وه: چې موږ به له وطنه د کفارو ګیلم ټولوو، اشغال ته به د پای ټکی ږدو؛ پر ځای به یې یو اسلامي حکومت او نظام قایموو؛ او ټول هېواد ته به امنیت راولو.
ګران ملته! له تاسې سره مجاهدینو وعده کړې وه چې تر څو چې اشغال ختمیږي موږ به جنګېږو؛ تر څو چې دلته اسلامي حکومت او نظام راځي، موږ به جنګېږو؛ او په دې هېواد کې به [داسې] امنیت راولو چې د ټولو حقوق، مال او عزت به خوندي وي، څوک به چا ته ضرر نه شي رسولای – مجاهدینو په درې درو واړو وعدو د الله تعالی په نصرت وفا وکړه.
اوس مو خبره دا ده چې اې ملته!
پر تاسې د دې نعمت شکر لازم او واجب دی. محترمو وروڼو، خدای مه کړه، که د دې نعمتونو شکر ادا نه شي او نارضایتي ښکاره شي، نو څه به پېښ شي؟ د امارت په اړه بعضې ناپوهه اشخاص داسې څرګندونې کوي چې سړی وویریږي چې که ملت د دې عظیم نعمت شکر ادا نه کړي نو په یوه بل عذاب به اخته شي. له یوه طرفه چیغې وهل کیږي چې د کار نشتوالی دی، د امارت له راتلو سره نرخونه لوړ شوي دي. سبحان الله، اې ملته! دغه به انصاف وي چې دا د نرخ لوړوالی له امارت سره وتړل شي؟ ایا نیستي، قحطي له امارت سره راغلې او که دا له پخوا په دې هیواد کې موجوده وه؟
ګران او مهربان ولسه !
تاسې له خپل ځان سره فکر وکړئ چې امارت خو له تاسې سره د رزق وعده نه ده کړې. امارت خو پر خپله کړې وعده وفا درسره وکړه، د رزق وعده خو الله جل جلاله له خپل مخلوق سره کړې ده. باید موږ ټول خپل بادار جل جلاله ته فریاد وکړو چې پر موږ د رحمت بارانونه راووروه ترڅو زموږ له هېواد څخه د وچکالۍ لمنه ټوله شي او شته مشکلات مو حل شي. دا د الله لوی امتحان دی، [ځکه چې] بنده ګانو له الله څخه سرکشي شروع کړې ده. الله جل جلاله دې موږ ته توفیق راکړي چې الله جل جلاله ته فریاد وکړو او زموږ ستونزې هوارې شي.
الحمدلله، په دې ملک کې چې څه واکداران دي، خاینان نه دي، پیسې ګټونکي نه دي چې خپل جېبونه ډک کړي؛ دا د پیسو شایقین نه دي – دا هغه کسان دي چې خپل سرونه یې د اسلامي نظام راوستلو او د دې ملت لپاره د الله په لار کې وقف کړي وو.
ولسه! دغه خلک له تاسې پیسې نه غلا کوي. دلته چې زه موجود یم د دې ځای واقعه به تاسې ته وړاندې کړم تر څو تاسې ته دا په ثبوت ورسیږي چې دلته حکومت کوونکي خلک غله، جېب ډکوونکي نه دي. په ارګ کې موږ او مجاهدین ګوزاره کوو، دلته چې له موږ څخه مخکې څوک وو، کله چې تښتېدلي وو په لارو کې پیسې ترې لوېدلې وې. سړی تعجب وکړي د دې خلکو ایمانونو ته: یو کشر طالب به یو لک دوه لکه ډالر ځای پر ځای پیدا کړل، په داسې حال کې چې له الله جل جلاله پرته به بل هېڅوک هم نه و، خو دوي به هغه پیسې ما ته راوړې چې دا مو په فلاني ځای کې پيدا کړې. حتی یوولس لکه ډالر د ارګ په بیلابیلو برخو کې طالبانو موندلي وو او ما ته یې راوړل چې دا واخله. په هرځل پیسو راوړلو به ما د دوی په ایمان او وجدان تعحب کاوه. دا دا ډول انسانان دي.
نو که چیرې د افغانستان د خلکو پیسې، چې د ملت سرمایه ده، ازادې شي، زه یقیني یم چې شته ستونزې به ټولې هوارې شي، هغه ستونزې چې د ولس په مخ کې دي الله جل جلاله به یې په خپل نصرت سره هوارې کړي او افغانستان به له دې مشکلاتو وباسي.
نو اې ملته! هوښیار اوسئ. د مخکیني نظام بعضې کسان چې په دې ملت کې پاتې دي او پټ دي داسې څرګندونې کوي چې ټول ملت ته تشویش وراچوي، ټول ملت په خپل دې مبارک نظام شکمنوي. ډېر هوښیار اوسئ چې دښمن مو بیا یرغمل نه کړي. خدای مه کړه چې په خپل داسې مبارک نظام، امنیت او حکومت باندې بدګومانه شئ، یا په د