کندهار انلاين موبايل فروشی
721 subscribers
6 photos
22 links
په دغه ټليګرام چينل کي موږ تاسې ته په ارزانه بیه موبايلان عرضه کوو
Download Telegram
که چیري په جنت کي د نارينوو لپاره حورالعین وي،
نو ښځو ته څه ورکول کېږي؟

قسم په الله! زړونه به مو له خپل ځایه والوځي کله چي دا ولولئ!

د جنت د ښځو نعمتونه:

۱- ښکلا:
الله (‎ﷻ ) نیکه، مطیعه ښځه د دې لپاره په جنت کي دومره ښایسته کوي چي د حورالعین څخه به یې هم ښکلا زیاته وي.

۲- ځواني:
لکه څنګه چي ښځي تل ځواني خوښوي، نو الله ‎ﷻ به هغه د واده څخه په مخکي عمر کي وساتي، او خاوند به یې د ۳۳ کلونو عمر ولري.

۳- ګاڼې:
ښځي ګاڼې او زینتونه خوښوي، نو په جنت کي به یې د تاج یوه د لؤلؤ مرغلره د ټولي دنیا څخه غوره وي!

۴- کالي:
د جنت ښځي به داسي لباسونه ولري چي هیڅکله به زړېږي نه، دا به له اویا رنګارنګ او نازکو پوښونو څخه جوړي وي، چي تر هغو لاندي به د ساق ښکلا هم لیدل کیدلای سي. دا کالي به داسي وي چي بیان یې نه سي کیدای! ځیني به د جنت له ونو، او ځیني به له رڼا جوړي وي.

۵- واده:
په جنت کي به واده بل ډول وي...
هلته به ښځه خپل د خوښي خاوند غوره کوي، او پرېکړه به د هغې په لاس کي وي.
که هغې په دنیا کي له څو خاوندانو سره واده کړی وي، نو هلته د هغوی له مینځه غوره اخلاق لرونکی، نرم خوږ چلند لرونکی به خوښوي.
او د خاوند هغو حورالعینو په اړه چي هغه ته ورکړل سوي وي، ښځه به هیڅ حسد نه کوي، ځکه الله ‎ﷻ به له زړه څخه د غیرت او کینې احساس لیري کړی وي.

را نقل سوي چي کله یوه ښځه خپل خاوند د حورالعینو سره وویني، نو موسکا به کړي.
هغه وخت به رڼا ترې خپره سي.
خاوند به ووايي: "سبحان الله! دا څه ډول رڼا ده؟
ایا دا کوم عزتمند فرښته ده؟"
نو ورته ویل کېږي به: "نه! دا ستا مېرمن ده چي موسکانه سوه."
نو د خاوند محبت به د هغې لپاره له حورالعینو څخه هم زیات سي.

او دا ټول نعمتونه...

خپله تصور وکړه!
ستاسي د جنت لومړی سهار!
په داسي قصر کي چي څو منزله به وي، د لؤلؤو او جواهراتو څخه جوړ...
او دا قصر ستا دی، یوازي ستا!

تاسو به په شفافو خونو کي ناستي یاست، داسي خوني چي دننه ترې له بهر او بهر ترې له دننه ښکاري،
ته به خپل ځان ته ګورې لکه پوره بدر مهتاب!

ستا لباس به له سندس، استبرق، او ریشمو جوړ وي،
او تا به د سرو زرو بنګړي اغوستي وي.
ستا کريم، ستا خوشبويي، هر څه به د سرو زرو وي،
او ستا عطر به مشک وي!

کله چي ووینې جنتي نعمتونه او جنتي ودانۍ:
د سرو زرو او سپینو زرو خښتې،
د مشکو فرشونه،
د لؤلؤو او یاقوتو ډبرې،
او د زعفرانو خاوره!

ته به خیمې ووینې، داسي خیمې چي له لؤلؤو به جوړي وي،
او هر خیمه به زر زر دروازې ولري،
او له هري دروازې به الله تعالی یوه نوې ډالۍ درولېږي.

ته به خزانو ته ګورې...
اوبه به بدلي سوي وي!
د شیدو، شاتو، شرابو او صافو اوبو سیندونه به جاري وي!

د لؤلؤو د زمکو پراخي سیمې،
د مشکو غونډۍ،
د سرو زرو وني،
د زمردو پاڼې،
او خدمتګاران،
او یو ستر سلطنت!

ای مهربانه الله‎ﷻ ! موږ ته هغه جنت راکړې چي چا نه وي لیدلی، نه چا اورېدلی، نه یې تصور چا کړی دی!
ای الله! د دې پیغام لوستونکي ټول جنتیان کړې!
او هر هغه څوک چې دا پیغام لولي او پر نبي صلی الله علیه وسلم درود وایي، ته یې د جنت له اهلونو کړه!
3
#زړه مه ازاروه – منفي کمنټ مه کوه!
انسان فطرتا د ځان له پاره هر څه خوښوي ځکه انسان پر خپل ځان باندي عاشق دی.
🔶ځيني خلک غواړي چې ښه نوم، عزت، مال، پوهه، او مقام يوازي دوی ولري، خو که دا امتيازات بل څوک ولري، نو زړه يې تنګېږي.
همدا تنګوالی کله ناکله انسان تر منفي کمنټ، بدګومانۍ، حسد، او تهمت پوري رسوي.
خو دا نه د عقل خبره ده، نه د دین، نه هم د انسانیت.
🔶الله تعالی فرمایلي دي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ
ترجمه: اې مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو څخه ځان وساتئ، بېشکه ځیني ګومانونه ګناه ده– الحجرات: ۱۲
د منفي کمنټونو تاوانونه:
#یو:
د مسلمان زړه خوږول.
یو ناسم کمنټ، یوه بې‌ځایه نیوکه، یا دل ازار جمله کېدای سي د یو چا زړه ټوټه کړي. دا یو ډول ظلم دی.
🔶‌رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"من آذى مسلماً بغير حق، فكأنما هدم بيت الله." طبراني
یعني څوک چي یو مسلمان بې‌ځایه زوروي، دا داسي دی لکه کعبه‌ چي يې ورانه کړې وي.
#دوه:
د حسد د زړه ناروغي ده
ځینې خلک داسي وي چې یوازې ځان ته هر څه غواړي، که بل څوک هماغه امتياز ولري، حسد ورسره کوي، او بیا هڅه کوي چي په يو ډول نه يو ډول د هغه نوم ته زیان ورسوي – دا د زړه ناروغي ده.
#درې:
د الله تعالی په فیصله ناراضي
الله تعالی چي چاته هر څه ورکړي، هغه د خپلي فیصلې له مخې ورکوي. که موږ ورباندي ناراضه سو نو دا په حقیقت کي د الله تعالی د تقدیر سره اختلاف دی – او دا ډېر خطرناک دی.
#څلور:
بدګوماني، تهمت، او غیبت
کله چې څوک د بل چا په امتياز سره زړه تنګی سي، نو د تهمتونو بار پيلوي، وايي: "دا خو ریاکار دی!"، "دا څوک دی چي دا خبره کوي؟" خيانت کوي، او داسي نور حال داچي دی يقيني علم نه ورباندي لري بلکي ښکاره تهمت وايي او يا دخپله ګومان او علامو وايي– دا بدګوماني ده، او بدګوماني اکثره وخت ګناه ته لاره خلاصوي لکه په مخکني ايت چي بيان وسو.
غيبتت او بهتان هغه ګناه ده چي د عذاب څخه خلاصون يې يوازي د هغه چا په خوښه دی چي تا يې غيبت کړی دی او يا دي بهتان ورباندي ويلی دی.
🔶ښه کمنټ – خوږه تبصره!
کاش چي پوه سو:
یوه خوږه جمله، د مهربانۍ یوه تبصره، کېدای سي د چا غمګين ژوند په ښه خوشحاله ژوند بدل کړي.
داسي کیسې ډېرې دي چې یو څوک ناامیده کوي، خو د يوه ورور یوه ښکلې کلمه د هیلو دروازه خلاصوي.
نو که ته مثبت، نېک، او خوږه نظر ورکړې – دا نه یوازي د هغه ورور زړه خوشحالوي، بلکي الله تعالی هم درڅخه خوشحاله کيږي.
مشوره:
که څوک کار کوي، د خیر خبري کوي، خدمت ، یا خلکو ته ګټه رسوي او يا ظاهري يا معنوي امتيازات لري – زړه يې مه ور ماتوه، بلکي لاسنيوی یې وکړه چي د ځان له پاره امتياز خوښوي دده له پاره يې هم خوښ کړه دی هم ستا غوندي انسان دی.
🔶‌که يې عیب وینې، نو پټه مشوره ورسره وکړه، نصيحت ورته وکړه مه يې رسوا کوه.
که د اصلاح توان نه لرې، نو خاموش سه – دا هم عبادت دی.
امام شافعي رحمه الله وایي:
که ته کوم چا ته عیب پټ ور وښيې دا نصیحت دی؛ خو که یې د خلکو په مخ کي ورته ووايې، دا رسوایي ده.
#هيله:
وروره! زړه خوږول، حسد کول، او منفي تبصرې کول دا کار نه دیني دی، نه انساني.
راځئ چې د زړونو اصلاح ته کار وکړو، یو بل ته دعا وکړو، او د خوږو خبرو له لاري د انسانانو زړونه وګټو، نه دلچي وې وبایلو.
ځکه کوم عمل چي زړونه جوړوي، تر هغه عبادت بهتر دی چې زړونه ماتوي.
2
یوه پوځي کارپوه د CNN شبکې ته ويلي
«هغه توغندي چي ایران په خپل وروستي برید کي پر اسرائيلو توغولي، له پخوا کارول سویو توغندیو سره ډېر توپير لري او ډېر دقیق دي، دا هغه توغندي دي چي د لوړي مانور وړتیا لري او نیول یا شنډول یې ډېر سخت دي.»
👍1
#_مسئلة / د نیک اولاد دپیدائش لپاره د هم بستري یو خاص وخت سته او که نه ؟
او د هم بستري په وخت کي کومه دعا ویل کیږي ؟

#الځواب/ د هم بستري لپاره شریعت مطهره یو خاص وخت نه دي مقرر کړي هر وخت هم بستري کولائ سې البته په داسي ځای او وخت کي هم بستري کول پکار ده چې سکون او اطمنان وي،
په روایاتو کي راځي چې دجمعې په ورځ هم بستري کول دوه اجره لري یو د خپل غسل دویم د مېرمني د غسل،

رَبَّنا هَبْ لَنا مِنْ أَزْواجِنا وَذُرِّيَّاتِنا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنا لِلْمُتَّقِينَ إِماماً،/ سورة الفرقان: ایت/۷۴
د هر لمانځه ورسته دا دعا ویل دنیک اولاد لپاره ډیر مؤثر دي
بل حدیث شریف کي راځي چې تر هم بستري مخکي دا دعا وویل سې تاسو او اهل مو له شیطان او له ضرر څخه ساتي

بِاسْمِ اللهِ اَللّٰهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا،
کاپی.
#نوټ پوسټ د ثواب په نیت درسره شیر کی 👉
2
*پر لس اصحابو دجنت زیری سوی دی*
______
*(1)حضرت ابوبکر صدیق رض*

*(2)حضرت عمر رض*

*(3)حضرت عثمان رض*

*(4)حضرت علی رض*

*(5)حضرت زبیر بن عوام رض*

*(6)حضرت طلحه رض*

*(7)حضرت عبدالرحمان بن عوف رض*

*(8)حضرت ابو عبیده بن جراح رض*

*(9)حضرت سعد بن ابی وقاص رض*

*(10) حضرت سعید بن زید رض*
_____
*🥀درود پر محمد ﷺ🥀*
3
سهار مو پخير

زرينې کرښې!

امام شافعي رحمه الله فرمایلي دي:
د نارینتوب جوهر په درې شیانو کې دی:
۱. فقر پټول
تر هغه چې خلک فکر وکړي ته شتمن یې.
۲. غصه پټول
تر هغه چې خلک فکر وکړي ته راضي یې.
۳. سختي پټول
تر هغه چې خلک فکر وکړي ته په نعمتونو کې یې.
3
*دزیاتونیکو اعمالودکولو دپاره اسانه لار :*
*سُبحَانَ الله وَبِحَمدِه*
سل(۱۰۰) واره ووایاست او یوسل او څلیرویشت( *۱۲۴۰۰۰۰۰* ) لکه نیکۍ لاسته راوړئ! الدعاءللطبرانی
داځکه چی په ورځ د قیامت په حساب کی چي دچایوه نیکي کمه سی دوږخ ته به ځی.تذکرة القرطبي. ص ۲۷۵ ورسره دپنج شنبې مبارکي ورځي ته متوجه و او سئ!
داځکه چي نیک عملونه په دغه مبارکه ورځ اسمان ته پورته کیږي.
اوبل داچي په ورځ دپنج شنبې او دوشنبې الله جل جلاله ټولومسلمانوته بخښه کوي یوازي هغه کسان نه بخښي چي دیوبل مسلمان سره خبري نه کوي خوابدی اوخپه وي ور څخه نو لطفا تاسي دټولومسلمانانو
سره خپګان له منځه وباسئ! ددوشنبې اوپنج شنبې په مبارکو ورځوکي نیک اوښه عملونه اسمان ته پورته کيږي.صحیح مسلم
*لطفاً:* دقل هوالله احد مکمل سورة ۳۰دېرش واره ووایاست دلسو(۱۰)ختمونودقران کریم ثواب حاصل کئ اویوکور په جنت کی درته جوړيږي.مشکوة
نوعاجله وکئ خپله یې هم ووایاست ملګروته یې هم واستوئ.نشرول یی دثوابونوپه نیت ستاسي ذمه واري ده!
1👍1
قال النبي ﷺ:
"من قرأ سورة الكهف في يوم الجمعة أضاء له من النور ما بين الجمعتين."
[صحيح الجامع: 6470]

پښتو ژباړه:

رسول الله ﷺ وفرمایل:
"څوک چې د جمعې په ورځ د کهف سورت ولولي، نو د دوه جمعو ترمنځ به ورته یو رڼا ورکړل شي."

یعنې که یو څوک هره جمعه د "سورة الكهف" تلاوت کوي، الله ﷻ به یې ژوند ته د جمعې نه تر راتلونکې جمعې پورې یو روحاني رڼا (هدایت، برکت، او حفاظت) ورکړي.

دا حدیث د "صحيح الجامع" کتاب کې د ۶۴۷۰ نمبر سره راغلی دی.
امام غزالي رحمه الله فرمايي:
لۀ خپل نفسه ځان وساته، ځکه هر بلا چې درپېښه شوې؛ همدغه ستا لۀ نفسه ده.

بدې پرېکړې، ګناهونه او ستونزې اکثره لۀ دننه نفس څخه سرچینه اخلي. اصلاح باید لۀ ځان نه پیل شي.
👍1
رسول اللهﷺفرمایلی:

له كورونو څخه هدیره مه جوړوئ ) تلاوت وکړئ ) په کوم کور کی چی سوره بقره تلاوت کيږي له هغه کور څخه شيطان تښتي
(صحیح مسلم)
2
سبا د عاشورا ورځ ده.

د عاشورا په ورځ (د محرم الحرام پر ۱۰ مه) حضرت موسیٰ (عليه السلام) او بني اسرائیل د فرعون د لښکر سره مخامخ سول، الله تعالیٰ فرعون غرق کړ او بنی اسرائيلو ته یې نجات ورکړ، په دې سبب د عاشورا ورځ د موسیٰ (عليه السلام) په دين کي هم او د يهودو په وړاندي هم سپېڅلې وګڼل سوه.

د اسلام په پيل کي تر څو چي د رمضان روژې فرض سوي نه وې، د عاشورا د ورځي روژه نيول پر مسلمانانو فرض وه.
د رسول الله (ﷺ) په زمانه کي هم د عاشورا ورځ سپېڅلې ګڼل کېدل.

د دغي ورځي په مناسبت د خوشالۍ او يا ماتم مراسم نيول په اسلام کي هيڅ اصل او بنسټ نه لري.
2
که یوه ښځه او یو نا محرمه سړی په یوه تنها کوټه کې بند کړای شي،
او هغوی ته یوازې دا وویل شي چې دلته یو کامره 🎥 لګېدلی دی،
چې ستاسو ټول حرکات ثبتوي، او اړتیا په وخت کې دا ویډیو خلک هم کتلای شي،
نو هیڅ عقلمن، باعزته او خانداني انسان به د دې وېرې له امله
هیڅ ناوړه کار ته زړه ښه نه کړي
چې مبادا خلکو ته شرمېدلی او رسوا نه شي.

ولې؟؟؟
ځکه چې موږ په دې کوچني ماشین باور لرو،
او په هغه چا هم باور لرو چې دا یې نصب کړی دی.
همداراز، موږ له خلکو مخکې د رسوا کېدو ویره لرو 😢

حال دا چې:
دا کامره ممکن خراب شي،
بې کنکشن کار وکړي،
برېښنا پرې شي،
یا ریکارډونه له منځه ولاړ شي...
یعنې هر ډول تخنیکي ستونزې امکان لري.

خو بل‌لوري ته همدغه خبرداری
د نړۍ رب، د کایناتو مالک الله تعالی
په خپل حق او رښتینې کتاب قرآن مجید کې څرګند ورکړی دی:
چې ستاسو هر حرکت، حتی د زړه خیالونه هم،
شیبه په شیبه ثبتېږي.
او د انسان دواړو اوږو ته فرښتې ګمارل شوې دي
چې د انسان هر عمل، که ښکاره وي که پټ، لیکي.
دغه ثبتوونکي وسایل له هر ډول تخنیکي ستونزو څخه سل سلنه خوندي دي.
یوه ورځ به دا ټول ریکارډونه،
د ټول مخلوق "خپل او پردي" پر وړاندې ښکاره شي.

نو آیا موږ یقین نه لرو؟
ایا موږ د خپل رب نه وېرېږو نه؟!

اللّٰه مو د قیامت د ورځې له رسوایۍ وساتي،
آمین یا رب العالمین.
2
Channel name was changed to «کندهار انلاين موبايل فروشی»