د عرفات د ورځي روژه له چا سره ونیسو؟
د سعودي او که د افغانستان سره ؟!
ځواب:
د حضرت ابوقتاده (رض) څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ وفرمايل : صام یوم عرفة اني أحتسب علی الله أن یکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده (مسلم شریف: ۱۱۶۲، ابوداؤد شریف: ۲۴۲۵، ترمذی شریف: ۷۴۹، ابن ماجه: ۱۷۳۰، مسند احمد: ۲۲۵۳۰)
ژباړه: زما د الله تعالی د ذات څخه امید دی چي څوک د عرفې د ورځي روژه ونیسي چي د تېر کال او د راتلونکي کال ګناهونه بې و بخښي.
د ذوالحجه د میاشتي و نهمي ته ولي عرفه وايي؟
۱: حضرت ابراهیم (علیه السلام) د ذوالحجه پر (۸) د شپې خوب ولیدئ چي هغه خپل زوی (حضرت اسماعیل علیه السلام) ذبح کوي، نو ده ته په دې خوب کي دا شک پیدا سو چي ایا دا خوب د الله له لوري وو او که نه وو؟ نو بیا ئې د ذوالحجه پر (۹) باندي خوب ولیدی، چي وروسته ئې یقین سو چي دا خوب د الله تعالی له لوري دی، داچي حضرت ابراهیم (علیه السلام) ددې خوب او خبري یقین او معرفت د ذوالحجې پر (۹) باندي وسو نو ځکه دې ورځې ته د عرفې ورځ وايي.
۲: د ذوالحجې پر (۹) باندي حضرت جبرائیل (علیه السلام) و حضرت ابراهیم (علیه السلام) ته ټول د حج مناسک وښودل، له همدې کبله چي په همدې ورځ د حج د ټولو مناسکو معرفت وسو نو ځکه دې ورځې ته د عرفې ورځ وايي.
۳: داچي په همدې ورځ حجاج کرام د عرفات پر میدان باندي دریږي او وقوف کوي نو ځکه دې ورځي ته د عرفې ورځ وايي.
نو د عرفې ورځ صرف د حجاجو کرامو د وقوف سره یواځي تعلق نلري بلکي نور وجوهات هم لري، چي مخکي بیان سوه، چي داد نهم ورځ ده، داچي په افغانستان کي د نهم ورځ د جمعې ورځ ده نو ځکه د عرفې د ورځي روژه باید په دې دوو هیوادونو کي د جمعې په ورځ ونیول سي.
ایا هر هیواد به د خپل تاریخ په اعتبار سره د عرفې ورځ روژه نیسي ؟!
۱: د احنافو راحج قول دادی چي هغه لیري ښارونه چي په طلوع او غروب کي ئې کافي توپیر سته نو د هغو ښارونو د یوه روئت د بل په حق کي معتبر نه دی، داچي د سعودي عربستان د نورو سیمو سره پوره توپیر لري، په لمانځونو کي، په طلوع او غروب کي نو ځکه د سعودي د میاشتي روئت په لیرو ښارونو (بلاد بعید) کي معتبر نه دی.
۲: په ځینو مبارکو احادیثو کي د عرفې ورځ نه ده راغلې بلکي د ذوالحجه (۹) راغلی ده لکه:
ام المؤمنین حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي: کان رسول الله ﷺ یصوم تسع ذی الحجة و یوم عاشوراء. (ابوداؤد: ۲۴۳۷، نسائی: ۲۴۱۷، ۲۳۷۲، احمد: ۲۷۳۷۶، ۲۲۳۳۴)
ژباړه: رسول الله ﷺ به د ذوالحجې نهم او د عاشورا ورځ روژه نیول.
نو دلته د نهم د ذوالحجې فضیلت راغلی دی، چي رسول الله ﷺ به نیول نو د هرې سیمې خپله نېټه معتبره ده.
۳: د رسول الله ﷺ په وخت کي هم مسلمانانو نهم د ذوالحجې روژه نیول خو دا به معلومه نه وه چي حجاج کرام کله پر عرفات باندي دریږي، نو هر ښار ته به خپل حساب معلوم وو، چي نن د ذوالحجې نهمه ده او روژه نیول ثواب لري، دا معمول د هغه وخت څخه راروان دی، داچي اوس د ټیکنالوجۍ دوره ده، که په سعودي کي ورځ وي نو په ډېرو سیمو کي بیا شپه ده، نو څنکه ټول مسلمانان د سعودي سره د عرفې روژه ونیسي؟!
۴: که فرضاً د سعودي سره د عرفې روژه ونیول سي نو پکار داده چي پر کوم وخت باندي چي په سعودي کي د سهار سپېدې راخیژې نو باید پر هغه وخت باندي ټول روژه ونیسي، او د روژې ماتول هم باید پر هغه وخت باندي وکړي چي په سعودي کي ماتیږي، چي دا امکان نلري، دا ځکه سعودي تقریبا د افغانستان سره دوه ساعته یا لږ یا ډېر توپیر لري، یعني په افغانستان کي دوه ساعته مخکي لمر لویږي او په سعودي کي وروسته، نو ځکه د هرې لیري سیمي خپله نېټه او وخت معتبر دی.
۵: بل په افغانستان کي موږ الحمدلله یو اسلامي شرعي نظام لرو چي د روئت واک د عدلیې د وزارت تر واک لاندي دی، چي په رأس کي ئې استاد العلماء، شیخ الحدیث والتفسیر قاضی قضات او رئیس د سترې محکمې مولوی عبدالHکیم صاحب حفظه الله دی، چي داد امیر امر دی.
البناية شرح الهداية - (۴ / ۲۱۱)
''وإنما سمي يوم عرفة؛ لأن جبريل –علیه السلام - علم إبراهيم علیه السلام المناسك كلها يوم عرفة، فقال: أعرفت في أي موضع تطوف؟ وفي أي موضع تسعى؟ وفي أي موضع تقف؟ وفي أي موضع تنحر وترمي؟ فقال: عرفت؛ فسمي يوم عرفة''.
تبيين الحقائق وحاشية الشلبي - (۲ / ۲۳)
'' قَوْلُهُ: أَيْ تَفَكَّرَ أَنَّ مَا رَآهُ مِنْ اللَّهِ) أَيْ أَمْ مِنْ الشَّيْطَانِ؟ فَمِنْ ذَلِكَ سُمِّيَ يَوْمَ التَّرْوِيَةِ، فَلَمَّا رَأَى اللَّيْلَةَ الثَّانِيَةَ عَرَفَ أَنَّهُ مِنْ اللَّهِ؛ فَمِنْ ثَمَّ سُمِّيَ يَوْمَ عَرَفَةَ، فَلَمَّا رَأَى اللَّيْلَةَ الثَّالِثَةَ هَمَّ بِنَحْرِهِ؛ فَسُمِّيَ يَوْمَ النَّحْرِ، كَذَلِكَ فِي الْكَشَّافِ''.

❤2
العناية شرح الهداية - (۳ / ۴۵۲)
''فَلَمَّا أَمْسَى رَأَى مِثْلَ ذَلِكَ ، فَعَرَفَ أَنَّهُ مِنْ اللَّهِ تَعَالَى ؛ فَمِنْ ثَمَّ سُمِّيَ يَوْمَ عَرَفَةَ.... وَإِنَّمَا سُمِّيَ يَوْمُ عَرَفَةَ بِهِ؛ لِأَنَّ جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلَامُ عَلَّمَ إبْرَاهِيمَ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ الْمَنَاسِكَ كُلَّهَا يَوْمَ عَرَفَةَ، فَقَالَ لَهُ : أَعَرَفْت فِي أَيِّ مَوْضِعٍ تَطُوفُ ؟ وَفِي أَيِّ مَوْضِعٍ تَسْعَى ؟ وَفِي أَيِّ مَوْضِعٍ تَقِفُ ؟ وَفِي أَيِّ مَوْضِعٍ تَنْحَرُ وَتَرْمِي ؟ فَقَالَ عَرَفْت ، فَسُمِّيَ يَوْمَ عَرَفَةَ، وَسُمِّيَ يَوْمُ الْأَضْحَى بِهِ؛ لِأَنَّ النَّاسَ يُضَحُّونَ فِيهِ بِقَرَابِينِهِمْ'' .
تفسير البغوي - (۷ / ۴۸)
'' أمر في المنام أن يذبحه، وذلك أنه رأى ليلة التروية كأن قائلاً يقول له: إن الله يأمرك بذبح ابنك هذا، فلما أصبح روی في نفسه أي: فكر من الصباح إلى الرواح أمِنَ الله هذا الحلم أم من الشيطان؟ فمن ثم سمي يوم التروية، فلما أمسى رأى في المنام ثانيًا، فلما أصبح عرف أن ذلك من الله عز وجل؛ فمن ثم سمي يوم عرفة''.
الإنصاف - (۳ / ۲۴۴)
''سمي يوم عرفة؛ للوقوف بعرفة فيه، وقيل: لأن جبريل حج بإبراهيم عليه الصلاة والسلام، فلما أتى عرفة، قال: عرفت، قال: عرفت، وقيل: لتعارف حواء وآدم بها''.
المغني - ابن قدامة - (۳ / ۱۱۲)
''فأما يوم عرفة فهو اليوم التاسع من ذي الحجة، سمي بذلك؛ لأن الوقوف بعرفة فيه، وقيل: سمي يوم عرفة؛ لأن إبراهيم عليه السلام أري في المنام ليلة التروية أنه يؤمر بذبح ابنه، فأصبح يومه يتروى هل هذا من الله أو حلم؟ فسمي يوم التروية، فلما كانت الليلة الثانية رآه أيضاً، فأصبح يوم عرفة، فعرف أنه من الله؛ فسمي يوم عرفة، وهو يوم شريف عظيم، وعيد كريم، وفضلة كبير، وقد صح عن النبي صلى الله عليه و سلم أن صيامه يكفر سنتين''.
تبيين الحقائق وحاشية الشلبي - (۱ / ۳۱۲)
''قال - رحمه الله - :(ولا عبرةباختلاف المطالع) وقيل: يعتبر، ومعناه أنه إذا رأى الهلال أهل بلد ولم يره أهل بلدة أخرى يجب أن يصوموا برؤية أولئك كيفما كان على قول من قال: لا عبرة باختلاف المطالع، وعلى قول من اعتبره ينظر فإن كان بينهما تقارب بحيث لا تختلف المطالع يجب، وإن كان بحيث تختلف لا يجب، وأكثر المشايخ على أنه لا يعتبر حتى إذا صام أهل بلدة ثلاثين يوماً وأهل بلدة أخرى تسعة وعشرين يوماً يجب عليهم قضاء يوم، والأشبه أن يعتبر؛ لأن كل قوم مخاطبون بما عندهم، وانفصال الهلال عن شعاع الشمس يختلف باختلاف الأقطار، كما أن دخول الوقت وخروجه يختلف باختلاف الأقطار، حتى إذا زالت الشمس في المشرق لا يلزم منه أن تزول في المغرب''.
بدائع الصنائع - (۲ / ۸۲)
''هذا إذا كانت المسافة بين البلدين قريبة لا تختلف فيها المطالع، فأما إذا كانت بعيدة فلا يلزم أحد البلدين حكم الآخر؛ لأن مطالع البلاد عند المسافة الفاحشة تختلف، فيعتبر في أهل كل بلد مطالع بلدهم دون البلد الآخر''.
العرف الشذي للعلامةالكشميري (۲/ ۲۱۷)
''وقال الزيلعي شارح الكنز : إن عدم عبرة اختلاف المطالع إنما هو في البلاد المتقاربة لا البلاد النائية ، وقال كذلك في تجريد القدوري ، وقال به الجرجاني ، أقول : لا بد من تسليم قول الزيلعي، وإلا فيلزم وقوع العيد يوم السابع والعشرين أو الثامن والعشرين أو يوم الحادي والثلاثين أو الثاني والثلاثين؛ فإن هلال بلاد قسطنطنية ربما يتقدم على هلالنا بيومين ، فإذا صمنا على هلالنا، ثم بلغنا رؤية هلال بلاد قسطنطنية يلزم تقديم العيد ، أو يلزم تأخير العيد إذا صام رجل من بلاد قسطنطنية ثم جاءنا قبل العيد، ومسألة هذا الرجل لم أجدها في كتبنا ، وظني أنه يمشي على رؤية من يتعيد ذلك الرجل فيهم ، وقست هذه المسألة على ما في كتب الشافعية : من صلى الظهر ثم بلغ في الفور بموضع لم يدخل فيه وقت الظهر إلى الآن أنه يصلي معهم أيضاً، والله أعلم وعلمه أتم ، وكنت قطعت بما قال الزيلعي، ثم رأيت في قواعد ابن رشد إجماعاً على اعتبار اختلاف المطالع في البلدان النائية ، وأما تحديد القرب والنائي فمحمول إلى المبتلى به، ليس له حد معين وذكر الشافعية في التحديد شيئاً''.فقط واللہ اعلم

❤1
#پاملرنه!
په افغانستان کي د عرفات د ورځي روژه او د تشريق تکبیرونه د جمعې د ورځي څخه شروع کېږي. هيله ده چي د تشویش کولو او خپرولو څخه ډډه وکړئ.

د لوی اختر مبارکي
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترمو وروڼو !
تاسو او ستاسي کورنی ټولو ته د لوی اختر د را رسېدو له امله د زړه له کومي مبارکي وايم. دا مبارک اختر مو د خوښیو، رحمتونو، او برکتونو اختر شه!
الله (جل جلاله) دې زموږ قربانۍ، عبادات، دعاګانې، او ټول نېک اعمال په خپل دربار کې قبول کړي.
د دې مبارک اختر په برکت دې الله تعالی زموږ او ستاسو کورونه د مينې، اتفاق، روغتيا، او رزق ډک کړي.
دغه مبارک اختر دې موږ ټولو ته د مغفرت، سعادت، او جنت سبب شي.
🌙 اختر مو مبارک شه!
🕋 د حج، قربانۍ، او تقوی فلسفه مو په ژوند کې عملي شه!
🤲 الله تعالی دې زموږ وطن ته امن، امت ته وحدت، او ټولو مؤمنو ته نجات او نېکمرغي نصيب کړي!
عيد مبارک!
تقبل الله منا ومنكم صالح الأعمال

*اوّل کلمہ طیب*
لَآاِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللہِ ؕ
*دوېم کلمہ شہادت*
اَشْھَدُ اَنْ لَّآاِلٰہَ اِلاَّ اللہُ وَحْدَہٗ لَاشَرِیْکَ لَہٗ وَاَشْھَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُہٗ وَرَسُوْلُہٗ ؕ
*درېم کلمہ تمجيد*
سُبْحَانَ اللہِ وَالْحَمْدُ لِلّٰہِ وَلَآ اِلٰہَ الَّا اللہُ وَاللہُ اَکْبَرُؕ وَلَا حَوْلَ وَلَاقُوَّۃَ اِلَّا بِاللہِ الْعَلِیِّ الْعَظِیْمِ ؕ
*څلورم کلمہ توحید*
لآاِلٰہَ اِلاَّ اللہُ وَحْدَہٗ لَا شَرِیْکَ لَہٗ لَہُ الْمُلْکُ وَلَہُ الْحَمْدُ یُحْیٖ وَ یُمِیْتُ وَھُوَ حَیٌّ لَّا یَمُوْتُ اَبَدًا اَبَدًاؕ ذُوالْجَلَالِ وَالْاِکْرَامِؕ بِیَدِہِ الْخَیْرُؕ وَھُوَ عَلٰی کُلِّ شَیءٍ قَدِیْرٌ ۵ؕ
*پنځمه کلمہ استغفار*
اَسْتَغْفِرُاللہَ رَبِّیْ مِنْ کُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُہٗ عَمَدًا اَوْخَطَأً سِرًّا اَوْ عَلَانِیَۃً وَّ اَتُوْبُ اِلَیْہِ مِنَ الذَّنْبِ الَّذِیْ اَعْلَمُ وَمِنَ الذَّنْبِ الَّذِی لَآاَعْلَمُ، اِنَّکَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُیُوْبِ وَ سَتَّارُ الْعُیُوْبِ وَغَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَلَا حَوْلَ وَلَا قُوَّۃَ اِلَّا بِاللہِ الْعَلِیّ الْعَظِیْمِ ؕ
*شپږمه کلمہ رد کفر*
اَللّٰھُمَّ اِنِّیْۤ اَعُوْذُ بِکَ مِنْ اَنْ اُشْرِکَ بِکَ شَیْئًا وَّ اَنَآ اَعْلَمُ بِہٖ وَ اَسْتَغْفِرُکَ لِمَا لَآ اَعْلَمُ بِہٖ تُبْتُ عَنْہُ وَ تَبَرَّأْتُ مِنَ الْکُفْرِ وَالشِّرْکِ وَالْکِذْبِ وَ الْغِیْبَۃِ وَالْبِدْعَۃِ وَالنَّمِیْمَۃِ وَالْفَوَاحِشِ وَالْبُھْتَانِ وَالْمَعَاصِیْ کُلِّھَا وَاَسْلَمْتُ وَاَقُوْلُ لَآاِلٰہَ اِلَّا اللہُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللہِ ؕ

مفتي محمد تقی عثماني صاحب فرمایي:
زموږ والد ماجد حضرت مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله قدس سره (الله دې درجات لوړ کړي) یوه ورځ يې موږ ته وصیت کاوي او وې ویل:
"ګوره زویه، ما مدرسه خلاصه کړيده ده، دوکان نه دی. زه مکلف نه یم چې دا په هر قیمت سره وچلوم. زه دومره مکلف یم چې تر خپله وسه پورې دمدرسې د چلولو هڅه وکړم، خو دا چې دا مدرسه به هر وخت روانه ساتم، دا زما مسؤلیت نه دي. نو تر هغه چې دا مدرسه د صحیحو اصولو پر بنسټ چلېدای شي، تاسو يې وچلوئ،ليکن کله چې د مدرسې د چلولو لپاره اصول قرباني کيدل، نو په همغه ورځ مدرسې ته قلف ولګوئ."
" ځکه چې مدرسه مقصد نه ده، مقصد د الله رضا ده، او د الله رضا هغه وخت ترلاسه کېږي کله چې مدرسه د صحیحو اصولو مطابق روانه وي. دا دوکان نه دی چې هر حال کې باید روان وي. که اصول نه عملي کېږي، مدرسه بنده کړه بل کار ځان ته وګوره."
دا خبره ډېره ژوره وه. عموماً خلګ کله چې مدرسه جوړوي، نو فکر کوي چې دا باید په هر صورت کې روانه وي. که په صحیح لار نه چلېږي، نو غلطه لار غوره کړه، خو زموږ والد صاحب دا نه منله. ویل یې:
"غلطه لار هېڅکله هم نه ده قبوله. که په صحیح لار مدرسه نه شي چلېدلی، بنده یې کړه. آخرت کې دا پوښتنه نه کېږي چې تا ولې مدرسه بنده کړه."
والد صاحب ټول عمر پر هم دغه اصولو باندې تير کړي.
کله چې دارالعلوم له نانک واړه نه دې ځای ته منتقله کېده، دا ځای داسې ویران ځنګل او صحرا وه، چې نه پکې اوبه وې، نه برېښنا، نه ټیلیفون، نه بس، نه سړک – هر څه له یو نیم ميله ليري نه وروسته موندل کېدل. اوبه به له شرافی ګوټ نه راوړل کېدې. په داسې ځای کې مدرسه جوړه سوه.
په همغه وخت کې ډېر مشهور استاذان چې زموږ سره یې درس کاوي خو دلته راتګ ته تيار نه و، ځکه دا ځای ډېر دسختيو ډک و. ډير لوي استاذان چې د دارالعلوم بنسټ ګڼل کېدل، دا ځای يې پرېښود. خلګو والد صاحب ته ویل چې "مدرسه به څنګه وچلېږي؟ د فلاني مشهور استاد نه غوښتنه وکړه چې راشي."
خو والد صاحب وویل:
"دا زما د اصولو خلاف دی. زه دا نه شم کولای چې یوه مدرسه وران کړم او بله اباده کړم. که یو څوک بل ځاي بوخت نو زه بيع علی بيع اخيه والا معامله کولو ته تيار نه يم"
یوه کال د دورۀ حدیث طالبان یوازې ۱۲ یا ۱۳ تنه وو. خلګو ویل: دا خو ډېره کم شمېر دي. نو پلار مو ورته وويل
"دا مهمه نه ده چې څو تنه دي، زموږ مسووليت دا دي چې د اصولو مطابق تدریس وکړو،بيا که پنځه کسان راته ناست وي، لس وي، یا يو هم نه وي. خو دا نه کوم چې د شمېر زیاتولو لپاره اصول قربان کړم."
تر کلو پوري هم دغه صورتحال و.
خلګو ورته وویل چي : "حضرت! په هغه فلان مدرسه کي دومره په ډير شمير کي طالبان موجود دي خو دلته دارالعلوم کي دومره لږ دي.
والد صاحب ورته وویل:
هيڅ خبره نه ده، زموږ مقصد شمير ډيرول او جماعت جوړول نه دي بلکی ددين خدمت زموږ مقصد دي.....تمت
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
از ناقل.....نن سبا د مدرسو مهتممین باید دا اصول زده کړي. دوی د استاذانو قدر نه کوي، خو د طلباؤ په کثرت پسي منډې وهي. د استاذ لپاره یو قانون، دطلباء لپاره بل قانون – دا کار ندي پکار. شمېر به ډېر شي، خو برکت او نتیجه به نه وي.
تعمیرات نه، بلکې پر استاذ او طالب علم باید مصرف وشي. قانون که وي، نو ټولو باندې دې یو ډول تطبیق شي –

دوي ډيري مهمي مسئلي.
(اوله مسئله):نصاب په دراهم مسکوکه معتبر دئ که په غير مسکوکه؟
(دوهمه مسئله): نصاب ده څو ګرامو سپينو زرو په اندازه دئ؟
ده اولي مسئلي دلائل..........
(اول دليل) : نبي عليه السلام چي د نصاب مقدار ۲۰۰ دراهم ويلئ دئ هغه يي په اعتبار دوزن ويلئ دئ نه په اعتبار ده قيمت. دمثال په توګه : لکه په اوښانو کي چي نبي عليه السلام پنځه اوښان مقدار دزکوة ګرځولي دي نو په هغه کي ئي نفس وتعداد اوعمر ته کتلي دي نور قيمت او کوچني وغټ اوچاغ وډنګر ته يي نه دي کتلي.اوداغه رکم په پسو وغويو کي هم.
(دوهم دليل):دنبي عليه السلام په زمانه کي داسي بيلګه نسته چي ده غله دلاس په پريکيدوکي دي د ۱۰ دراهمو ووزن ته نه بلکي قيمت ته کتل سوي وي.
(دريم دليل):داسي حديث نه دئ راغلئ چي په هغه کي داويل سوي يي چي تاسي په سپينو زرو کي او په غاړګي کي او داغه رکم په پازيبو کي نصاب ده دوو سو دراهمو ده قيمت په اندازه معتبرکئ.
(څلرم دليل): ضم ده جنس وجنس ته په قيمت نه کيژي.
(پنځم دليل):څلور سره مذهبونه په نصاب کي ده ۲۰۰ دراهمو ووزن ته اعتبار ورکوي ومسکوک وغيرمسکوک ته اعتبار نه ورکوي.
(ښپږم دليل):چي څومره لاسونه پریکړل سوي دي هغه ټوله ده لسو دراهمو ده وزن په اعتبار سره پري سوي دي . نو اوڅ که اعتبار ومسکوک ته سي نو ددي دامطلب دئ چي ټول لاسونه غلط پريکړل سوي دي.
(اوهم دليل):ټولو علماؤو او ټولو کتابو ليکلي دي: چي ورق په معنی دمسکوک وغير مسکوک دواړو رازي.نو آيا په دي مسئله کي تر پنځلسمي صدئ پوري ټول علماء خطاسوي دي!
(دوهمه مسئله): زمونږ ده ټولو اکابرو او ديوبندي علماءکرامو پردي اتفاق دئ او داغه رکم بين المللی پريکړه هم داغه ده :چي (۲۰۰) دراهم ۵۲نيمي تولې(او ده يوې تولې وزن ۱۱.۶۶ ګرامه دئ) او (۶۱۲.۳۶) ګرامه دپاکستاني کيلو په حساب(چي هغه زر ګرامه دئ) کيژي.
(تنبيه): ټول اوزان شرعيه به په ليکلې بڼه هم پورته سي.
السلام علیکم ورحمۃ اللہ وبرکاتہ
حضرتِ والا، مفتی عبد الرؤف صاحب دامت برکاتہم،
امید ہے کہ آپ خیریت و عافیت، علوءِ درجات، وسعتِ علم اور نورِ بصیرت کے ساتھ ہوں گے۔ اللہ تعالیٰ آپ کے علم، حلم، فقہ، اور وقار میں مزید برکت عطا فرمائے، اور آپ کی زبان حق گوئی کا ذریعہ، قلم دین کی نصرت کا وسیلہ، اور وجود امت کے لیے باعثِ راحت و برکت بنائے۔ آمین یا رب العالمین۔
آپ کا نہایت لطیف اور دقیق سوال نظر نواز ہوا کہ:
> "ایک تولہ سونا کتنے گرام کا ہوتا ہے؟"
یہ سوال اگرچہ ظاہراً تولے اور گرام کے ظاہری تناسب سے متعلق ہے، مگر اس کے پس پردہ آپ جیسی علمی شخصیت کی طرف سے اٹھایا جانا، ایک دقیق فقہی وزن کے انداز پر متوجہ کرنے کا عندیہ بھی رکھتا ہے۔
لہٰذا مؤدبانہ جواب پیش خدمت ہے:
---
✅ بین الاقوامی معیار کے مطابق:
ایک تولہ = 11.6638038 گرام ہوتا ہے۔
یہی وزن زیورات، سونے کے کاروبار اور شرعی مسائل (جیسے نصابِ زکوٰۃ) میں بھی بطورِ معیار اختیار کیا جاتا ہے۔
---
🪙 پاکستانی روپوں میں تازہ ترین قیمت (بمطابق: 1 جون 2025ء):
24 قیراط خالص سونا:
فی تولہ: 347,300 روپے
فی 10 گرام: 297,668 روپے
فی گرام: 29,767 روپے
22 قیراط سونا:
فی تولہ: 318,440 روپے

"نقض العهود دين اليهود"
دعهدونو ماتول دیهودومسلک اوطریقه ده·
📜 وضاحت:
لغوي معنا:
نقض = ماتول، ورانول
عهود = وعدې، تړونونه،ژمني·
دين = طریقه، مذهب، عادت·
اليهود = یهودان
نو ددغه جملې معنا ده: "وعدې ماتول د یهودیانو عادت/طبیعت/سیرت دی."
قرآن کریم د یهودیانو له لوري د عهدونو نقض په ډېرو ځایونو کې یاد کړی، لکه:
"أَوَ كُلَّمَا عَاهَدُوا عَهْدًا نَّبَذَهُ فَرِيقٌ مِّنْهُم ۚ"
(البقرة: 100)
او همداراز:
"فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعَنَّاهُمْ..."
(المائدة ۱۳)
خلاصه مطلب دا دی چې
په تاریخ کې یهودیان بیا بیا له انبیاؤ سره، یا د الله تعالی سره، عهدونه کول، خو بیا به یې ماتول.
دا کار د دوی د طبعیت برخه بلل سوی،
نوځکه یې پر ضد دا ډول تعبیرونه راغلي دي.
پوښتنه:؟ یهودو ته ښرا کول څنګه ده؟"
الجواب:
ظالمانو یهودوته، ښرا جایز ده،
ایا په قرآن یا حدیث کې پر یهودو باندی ښرا سوې؟
هو، قرآن کریم پر هغو یهودو چې دالله تعالی څخه یې نافرمانۍ کړې، عهدونه یې مات کړي، او انبیاء (علیهم السلام)یې شهیدان کړی، لعنت کړی دی:
﴿البقرة: 88﴾
"بل لَّعَنَهُمُ اللَّهُ بِكُفْرِهِمْ..."
(نو الله تعالی د دوی د کفر له امله لعنت پرې کړی دی)
﴿المائدة: 78﴾
"لُعِنَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ..."
یعنې یهود که سرکښه سي، نافرماني وکړي، یا فساد خپور کړي یا ظلمونه کوی، د هغوی لپاره ښرا کول جائز ده·
ایا یهودو ته ښرا کول شرعا اجر لري؟
الجواب:
که یو شخص یا یوه ډله ظلم کوي، بېګناه مسلمانان وژني لکه په فلسطین په ځانګړي ډول په غزة کي ، یا فتنه خپروي (لکه څنګه چې داکارونه ځینې صهیونیستي ادارې کوي)، نو مسلمان کولای سي ظالم ته ښرا وکړي·
ظالم، عهد شکن، یا د الله تعالی نافرمانه یهودو ته ښرا روا ده.

که چیري په جنت کي د نارينوو لپاره حورالعین وي،
نو ښځو ته څه ورکول کېږي؟
قسم په الله! زړونه به مو له خپل ځایه والوځي کله چي دا ولولئ!
د جنت د ښځو نعمتونه:
۱- ښکلا:
الله (ﷻ ) نیکه، مطیعه ښځه د دې لپاره په جنت کي دومره ښایسته کوي چي د حورالعین څخه به یې هم ښکلا زیاته وي.
۲- ځواني:
لکه څنګه چي ښځي تل ځواني خوښوي، نو الله ﷻ به هغه د واده څخه په مخکي عمر کي وساتي، او خاوند به یې د ۳۳ کلونو عمر ولري.
۳- ګاڼې:
ښځي ګاڼې او زینتونه خوښوي، نو په جنت کي به یې د تاج یوه د لؤلؤ مرغلره د ټولي دنیا څخه غوره وي!
۴- کالي:
د جنت ښځي به داسي لباسونه ولري چي هیڅکله به زړېږي نه، دا به له اویا رنګارنګ او نازکو پوښونو څخه جوړي وي، چي تر هغو لاندي به د ساق ښکلا هم لیدل کیدلای سي. دا کالي به داسي وي چي بیان یې نه سي کیدای! ځیني به د جنت له ونو، او ځیني به له رڼا جوړي وي.
۵- واده:
په جنت کي به واده بل ډول وي...
هلته به ښځه خپل د خوښي خاوند غوره کوي، او پرېکړه به د هغې په لاس کي وي.
که هغې په دنیا کي له څو خاوندانو سره واده کړی وي، نو هلته د هغوی له مینځه غوره اخلاق لرونکی، نرم خوږ چلند لرونکی به خوښوي.
او د خاوند هغو حورالعینو په اړه چي هغه ته ورکړل سوي وي، ښځه به هیڅ حسد نه کوي، ځکه الله ﷻ به له زړه څخه د غیرت او کینې احساس لیري کړی وي.
را نقل سوي چي کله یوه ښځه خپل خاوند د حورالعینو سره وویني، نو موسکا به کړي.
هغه وخت به رڼا ترې خپره سي.
خاوند به ووايي: "سبحان الله! دا څه ډول رڼا ده؟
ایا دا کوم عزتمند فرښته ده؟"
نو ورته ویل کېږي به: "نه! دا ستا مېرمن ده چي موسکانه سوه."
نو د خاوند محبت به د هغې لپاره له حورالعینو څخه هم زیات سي.
او دا ټول نعمتونه...
خپله تصور وکړه!
ستاسي د جنت لومړی سهار!
په داسي قصر کي چي څو منزله به وي، د لؤلؤو او جواهراتو څخه جوړ...
او دا قصر ستا دی، یوازي ستا!
تاسو به په شفافو خونو کي ناستي یاست، داسي خوني چي دننه ترې له بهر او بهر ترې له دننه ښکاري،
ته به خپل ځان ته ګورې لکه پوره بدر مهتاب!
ستا لباس به له سندس، استبرق، او ریشمو جوړ وي،
او تا به د سرو زرو بنګړي اغوستي وي.
ستا کريم، ستا خوشبويي، هر څه به د سرو زرو وي،
او ستا عطر به مشک وي!
کله چي ووینې جنتي نعمتونه او جنتي ودانۍ:
د سرو زرو او سپینو زرو خښتې،
د مشکو فرشونه،
د لؤلؤو او یاقوتو ډبرې،
او د زعفرانو خاوره!
ته به خیمې ووینې، داسي خیمې چي له لؤلؤو به جوړي وي،
او هر خیمه به زر زر دروازې ولري،
او له هري دروازې به الله تعالی یوه نوې ډالۍ درولېږي.
ته به خزانو ته ګورې...
اوبه به بدلي سوي وي!
د شیدو، شاتو، شرابو او صافو اوبو سیندونه به جاري وي!
د لؤلؤو د زمکو پراخي سیمې،
د مشکو غونډۍ،
د سرو زرو وني،
د زمردو پاڼې،
او خدمتګاران،
او یو ستر سلطنت!
ای مهربانه اللهﷻ ! موږ ته هغه جنت راکړې چي چا نه وي لیدلی، نه چا اورېدلی، نه یې تصور چا کړی دی!
ای الله! د دې پیغام لوستونکي ټول جنتیان کړې!
او هر هغه څوک چې دا پیغام لولي او پر نبي صلی الله علیه وسلم درود وایي، ته یې د جنت له اهلونو کړه!

❤3
#زړه مه ازاروه – منفي کمنټ مه کوه!
انسان فطرتا د ځان له پاره هر څه خوښوي ځکه انسان پر خپل ځان باندي عاشق دی.
🔶ځيني خلک غواړي چې ښه نوم، عزت، مال، پوهه، او مقام يوازي دوی ولري، خو که دا امتيازات بل څوک ولري، نو زړه يې تنګېږي.
همدا تنګوالی کله ناکله انسان تر منفي کمنټ، بدګومانۍ، حسد، او تهمت پوري رسوي.
خو دا نه د عقل خبره ده، نه د دین، نه هم د انسانیت.
🔶الله تعالی فرمایلي دي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِّنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ
ترجمه: اې مؤمنانو! له ډېرو ګومانونو څخه ځان وساتئ، بېشکه ځیني ګومانونه ګناه ده– الحجرات: ۱۲
د منفي کمنټونو تاوانونه:
#یو:
د مسلمان زړه خوږول.
یو ناسم کمنټ، یوه بېځایه نیوکه، یا دل ازار جمله کېدای سي د یو چا زړه ټوټه کړي. دا یو ډول ظلم دی.
🔶رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"من آذى مسلماً بغير حق، فكأنما هدم بيت الله." طبراني
یعني څوک چي یو مسلمان بېځایه زوروي، دا داسي دی لکه کعبه چي يې ورانه کړې وي.
#دوه:
د حسد د زړه ناروغي ده
ځینې خلک داسي وي چې یوازې ځان ته هر څه غواړي، که بل څوک هماغه امتياز ولري، حسد ورسره کوي، او بیا هڅه کوي چي په يو ډول نه يو ډول د هغه نوم ته زیان ورسوي – دا د زړه ناروغي ده.
#درې:
د الله تعالی په فیصله ناراضي
الله تعالی چي چاته هر څه ورکړي، هغه د خپلي فیصلې له مخې ورکوي. که موږ ورباندي ناراضه سو نو دا په حقیقت کي د الله تعالی د تقدیر سره اختلاف دی – او دا ډېر خطرناک دی.
#څلور:
بدګوماني، تهمت، او غیبت
کله چې څوک د بل چا په امتياز سره زړه تنګی سي، نو د تهمتونو بار پيلوي، وايي: "دا خو ریاکار دی!"، "دا څوک دی چي دا خبره کوي؟" خيانت کوي، او داسي نور حال داچي دی يقيني علم نه ورباندي لري بلکي ښکاره تهمت وايي او يا دخپله ګومان او علامو وايي– دا بدګوماني ده، او بدګوماني اکثره وخت ګناه ته لاره خلاصوي لکه په مخکني ايت چي بيان وسو.
غيبتت او بهتان هغه ګناه ده چي د عذاب څخه خلاصون يې يوازي د هغه چا په خوښه دی چي تا يې غيبت کړی دی او يا دي بهتان ورباندي ويلی دی.
🔶ښه کمنټ – خوږه تبصره!
کاش چي پوه سو:
یوه خوږه جمله، د مهربانۍ یوه تبصره، کېدای سي د چا غمګين ژوند په ښه خوشحاله ژوند بدل کړي.
داسي کیسې ډېرې دي چې یو څوک ناامیده کوي، خو د يوه ورور یوه ښکلې کلمه د هیلو دروازه خلاصوي.
نو که ته مثبت، نېک، او خوږه نظر ورکړې – دا نه یوازي د هغه ورور زړه خوشحالوي، بلکي الله تعالی هم درڅخه خوشحاله کيږي.
✅ مشوره:
که څوک کار کوي، د خیر خبري کوي، خدمت ، یا خلکو ته ګټه رسوي او يا ظاهري يا معنوي امتيازات لري – زړه يې مه ور ماتوه، بلکي لاسنيوی یې وکړه چي د ځان له پاره امتياز خوښوي دده له پاره يې هم خوښ کړه دی هم ستا غوندي انسان دی.
🔶که يې عیب وینې، نو پټه مشوره ورسره وکړه، نصيحت ورته وکړه مه يې رسوا کوه.
که د اصلاح توان نه لرې، نو خاموش سه – دا هم عبادت دی.
امام شافعي رحمه الله وایي:
که ته کوم چا ته عیب پټ ور وښيې دا نصیحت دی؛ خو که یې د خلکو په مخ کي ورته ووايې، دا رسوایي ده.
#هيله:
وروره! زړه خوږول، حسد کول، او منفي تبصرې کول دا کار نه دیني دی، نه انساني.
راځئ چې د زړونو اصلاح ته کار وکړو، یو بل ته دعا وکړو، او د خوږو خبرو له لاري د انسانانو زړونه وګټو، نه دلچي وې وبایلو.
ځکه کوم عمل چي زړونه جوړوي، تر هغه عبادت بهتر دی چې زړونه ماتوي.

یوه پوځي کارپوه د CNN شبکې ته ويلي
«هغه توغندي چي ایران په خپل وروستي برید کي پر اسرائيلو توغولي، له پخوا کارول سویو توغندیو سره ډېر توپير لري او ډېر دقیق دي، دا هغه توغندي دي چي د لوړي مانور وړتیا لري او نیول یا شنډول یې ډېر سخت دي.»

👍1
#_مسئلة / د نیک اولاد دپیدائش لپاره د هم بستري یو خاص وخت سته او که نه ؟
او د هم بستري په وخت کي کومه دعا ویل کیږي ؟
#الځواب/ د هم بستري لپاره شریعت مطهره یو خاص وخت نه دي مقرر کړي هر وخت هم بستري کولائ سې البته په داسي ځای او وخت کي هم بستري کول پکار ده چې سکون او اطمنان وي،
په روایاتو کي راځي چې دجمعې په ورځ هم بستري کول دوه اجره لري یو د خپل غسل دویم د مېرمني د غسل،
رَبَّنا هَبْ لَنا مِنْ أَزْواجِنا وَذُرِّيَّاتِنا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنا لِلْمُتَّقِينَ إِماماً،/ سورة الفرقان: ایت/۷۴
د هر لمانځه ورسته دا دعا ویل دنیک اولاد لپاره ډیر مؤثر دي
بل حدیث شریف کي راځي چې تر هم بستري مخکي دا دعا وویل سې تاسو او اهل مو له شیطان او له ضرر څخه ساتي
بِاسْمِ اللهِ اَللّٰهُمَّ جَنِّبْنَا الشَّيْطَانَ وَجَنِّبِ الشَّيْطَانَ مَا رَزَقْتَنَا،
کاپی.
#نوټ پوسټ د ثواب په نیت درسره شیر کی 👉

*پر لس اصحابو دجنت زیری سوی دی*
______
*(1)حضرت ابوبکر صدیق رض*
*(2)حضرت عمر رض*
*(3)حضرت عثمان رض*
*(4)حضرت علی رض*
*(5)حضرت زبیر بن عوام رض*
*(6)حضرت طلحه رض*
*(7)حضرت عبدالرحمان بن عوف رض*
*(8)حضرت ابو عبیده بن جراح رض*
*(9)حضرت سعد بن ابی وقاص رض*
*(10) حضرت سعید بن زید رض*
_____
*🥀درود پر محمد ﷺ🥀*
______
*(1)حضرت ابوبکر صدیق رض*
*(2)حضرت عمر رض*
*(3)حضرت عثمان رض*
*(4)حضرت علی رض*
*(5)حضرت زبیر بن عوام رض*
*(6)حضرت طلحه رض*
*(7)حضرت عبدالرحمان بن عوف رض*
*(8)حضرت ابو عبیده بن جراح رض*
*(9)حضرت سعد بن ابی وقاص رض*
*(10) حضرت سعید بن زید رض*
_____
*🥀درود پر محمد ﷺ🥀*
❤3
سهار مو پخير
زرينې کرښې!
امام شافعي رحمه الله فرمایلي دي:
د نارینتوب جوهر په درې شیانو کې دی:
۱. فقر پټول
تر هغه چې خلک فکر وکړي ته شتمن یې.
۲. غصه پټول
تر هغه چې خلک فکر وکړي ته راضي یې.
۳. سختي پټول
تر هغه چې خلک فکر وکړي ته په نعمتونو کې یې.

*دزیاتونیکو اعمالودکولو دپاره اسانه لار :*
*سُبحَانَ الله وَبِحَمدِه*
سل(۱۰۰) واره ووایاست او یوسل او څلیرویشت( *۱۲۴۰۰۰۰۰* ) لکه نیکۍ لاسته راوړئ! الدعاءللطبرانی
داځکه چی په ورځ د قیامت په حساب کی چي دچایوه نیکي کمه سی دوږخ ته به ځی.تذکرة القرطبي. ص ۲۷۵ ورسره دپنج شنبې مبارکي ورځي ته متوجه و او سئ!
داځکه چي نیک عملونه په دغه مبارکه ورځ اسمان ته پورته کیږي.
اوبل داچي په ورځ دپنج شنبې او دوشنبې الله جل جلاله ټولومسلمانوته بخښه کوي یوازي هغه کسان نه بخښي چي دیوبل مسلمان سره خبري نه کوي خوابدی اوخپه وي ور څخه نو لطفا تاسي دټولومسلمانانو
سره خپګان له منځه وباسئ! ددوشنبې اوپنج شنبې په مبارکو ورځوکي نیک اوښه عملونه اسمان ته پورته کيږي.صحیح مسلم
*لطفاً:* دقل هوالله احد مکمل سورة ۳۰دېرش واره ووایاست دلسو(۱۰)ختمونودقران کریم ثواب حاصل کئ اویوکور په جنت کی درته جوړيږي.مشکوة
نوعاجله وکئ خپله یې هم ووایاست ملګروته یې هم واستوئ.نشرول یی دثوابونوپه نیت ستاسي ذمه واري ده!

❤1👍1
قال النبي ﷺ:
"من قرأ سورة الكهف في يوم الجمعة أضاء له من النور ما بين الجمعتين."
[صحيح الجامع: 6470]
پښتو ژباړه:
رسول الله ﷺ وفرمایل:
"څوک چې د جمعې په ورځ د کهف سورت ولولي، نو د دوه جمعو ترمنځ به ورته یو رڼا ورکړل شي."
یعنې که یو څوک هره جمعه د "سورة الكهف" تلاوت کوي، الله ﷻ به یې ژوند ته د جمعې نه تر راتلونکې جمعې پورې یو روحاني رڼا (هدایت، برکت، او حفاظت) ورکړي.
دا حدیث د "صحيح الجامع" کتاب کې د ۶۴۷۰ نمبر سره راغلی دی.

https://youtu.be/3mkKOi7B4Do?si=inYY4ZMA9Wwr7DbS
د فقيرانو په اړه داميرالمؤمنين حفظه الله تعالی وينا

YouTube
داميرالمؤمنين حفظه الله تازه وينا
#YouTube#YouTuber#YouTubeChannel#YouTubeShorts#shorts#viral#trending
#pashtoislam #cute #funny #fyp #اکسپلور #اسلاميات

امام غزالي رحمه الله فرمايي:
لۀ خپل نفسه ځان وساته، ځکه هر بلا چې درپېښه شوې؛ همدغه ستا لۀ نفسه ده.
بدې پرېکړې، ګناهونه او ستونزې اکثره لۀ دننه نفس څخه سرچینه اخلي. اصلاح باید لۀ ځان نه پیل شي.