کندهار انلاين موبايل فروشی
721 subscribers
6 photos
22 links
په دغه ټليګرام چينل کي موږ تاسې ته په ارزانه بیه موبايلان عرضه کوو
Download Telegram
بسم الله الرحمن الرحيم
حامدا ومصليا
🌹پنځمه مرحله داضحيه مسئلې🌹
الاستفتاء
(اول)که چيري پلارژوندي ؤو اوزامن په کورکي يوځاي ورسره وسيدل کاروبار يې يو وو اضحيه (اختری) پر چاده؟
(دوهم) که چیري پلار وفات سو زامن يې پاته سول اختری پر سته که يا؟
محترمينو په دواړو پوښتنو کي پنځه پنځه صورته دي او هر صورت يې ډیر مهم دی کوښښ وکړي چي پخپله يې هم واوري او د نورو ملګرو سره يې هم شریک کړۍ.❤️❤️❤️❤️❤️
👆👆🎙️🎙️👆👆
د لمانځه واجبات ۷ اووه دي:
۱ : الحمدلله ویل.
۲: له الحمدلله وروسته سورت یانې درې ایاتونه ویل.
۳: د التحیات لوستل په اخېره ناسته کې.
۴: د فرضوپه لومړیو دوو رکعتو کې قرائت لوستل جَهْرُالِامَامِ فیْمَا یُجْهَرُ بهِ.
۵: خُفیه یا پټ لوستل د قرائت په هغه ځای کې چې پټ لوستل کیږي لکه: ماسپیښن لمونځ.
۶: د دُعائ قنوت لوستل په وتروکې.
۷: په ارامۍ سره لمونځ کول.
»»ځلاند««
2
#شهوت‌څه‌شی دی؟

شهوت هغه قوي احساس یا غوښتنه ده چې انسان د جنسي تمایلاتو یا جسمي لذتونو په لور اړوي. دا د انسان فطري برخه ده، خو که یې کنټرول ونه شي، نو زیانونه او ګناهونه رامنځته کولی شي.

په اسلامي او اخلاقي لحاظ، شهوت باید د نیک او مشروع حدودو په دننه کې وکارول شي، لکه په واده کې. د شهوت بې‌ځایه او ناوړه استعمال انسان له روحاني او اخلاقي پلوه کمزوری کوي او د ګناهونو لامل ګرځي.

د قرآن او حدیث له مخې، شهوت د انساني نفس یوه برخه ده چې الله تعالی د ازمېښت لپاره پیدا کړې ده، او له دې سره د سم چلند کولو لپاره الله تعالی لارښوونې هم ورکړې دي.

د شهوت کنټرولول ستونزمن کار کېدی شي، خو د لاندې لارښوونو په مرسته کولای شئ چې خپل نفس کنټرول کړئ:

1. د خپل نیت اصلاح کړئ: تل هڅه وکړئ چې خپل نیت پاک وساتئ او ځان ته ووایئ چې شهوت د وختي خوشحالۍ لپاره دی، خو زیان یې اوږدمهالی کېدی شي.

2. له الله څخه مرسته وغواړئ: د الله جل جلاله عبادت وکړئ او دعا وکړئ چې ستاسو ایمان قوي کړي او له بدو کړنو څخه مو وساتي.

3. د فکرونو بدلول: که منفي او شهواني فکرونه درځي، نو سمدستي خپل فکر بل ځای ته واړوئ. د خپلې خوښې یو مثبت کار پیل کړئ.

4. روژه ونیسئ: رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي، روژه نیول شهوت کموي. نو که وس لرئ، نفل روژې ونیسئ.

5. له نامناسبو شیانو ډډه وکړئ: د داسې فلمونو، عکسونو، او خلکو څخه ځان وساتئ چې شهواني فکرونه تحریکوي.

6. فزیکي بوختیا: ورزش وکړئ او خپل ځان د ګټورو کارونو په کولو بوخت وساتئ ترڅو منفي فکرونو ته ځای پاتې نشي.

7. ښه ملګري غوره کړئ: د هغو خلکو سره ناسته ولاړه وکړئ چې د الله عبادت ته هڅوي او په دیني کارونو کې مو مرسته کوي.

8. قرآن تلاوت وکړئ: هره ورځ قرآن کریم تلاوت کول نه یوازې ستاسو روحیه قوي کوي، بلکې شهواني غوښتنې هم کموي.

9. د خپل ژوند هدف وټاکئ: په لویو موخو باندې تمرکز وکړئ چې ستاسو وخت او انرژي په ګټورو شیانو کې مصرف شي.

10. صبر وکړئ: پوه شئ چې شهوتي غوښتنې لنډمهالې دي. که صبر وکړئ، نو په پایله کې به ستاسو نفس ارامه او ځواکمن شي.

الله دې موږ ټولو ته توفیق راکړي چې خپل نفسونه کنټرول کړو.
1
> درنو فالوورانو!
له نن څخه به زموږ په چینل کې نه یوازې اسلامي علمي مطالب خپرېږي، بلکې د ورځني صرافۍ نرخونه هم درسره شریکېږي.
موخه دا ده چې تاسې له روحاني زده کړو ترڅنګ، له مالي معلوماتو هم برخمن شئ.

له موږ سره پاتې شئ – دواړه دنیا او دین درته درکوو، ان شاء الله.
*یونس بن عبید رح ویلی دی!*
*وای دوه خصلتونه دی ڪله چی دبنده هغه اصلاح شی نو پدی سره یی ټوله اعمال صالح گرځی!*
*1: لمونځ*
*2: ژبــــه‌‌‎‌‌‎‌‌‍‌‍‌‍‎‌‌*‌‎
5
بسـم الله الرحمـن الرحیـم

داویا (۷۰۰۰۰) زرو ملائکو دعا
کوم شخص چي دسهار دلمانځه څخه وروسته او دماشام دلمانځه څخه وروسته درې واره دغه ذکر سوې دعا ووایي » (آعُوذُ بِاللَّهِ السَّمِیعِ العَلیْمِ مِنَ الشَّیطَانِ الرَّجِیْمِ) او ددې څخه وروسته دسورة الحشر دغه درې ایاتونه یو یو واري ووایي نو دسهار څخه تر ماشامه پوري او دماشام څخه تر سهاره پوري اویا (۷۰۰۰۰) فرشتې او ملائکي ددغه کس دپاره دمغفرت دعاګاني کوي. او که چیري په هم دغه ورځ یا شپه کښې وفات سي نو الله ﷻ به یی دشهیدانو په ډله کښې راپورته او شمار کړي.
دسورة الحشر درې ایاتونه دغه دي
( هو الله الذی لا اله الا هو عالم الغیب والشهادة هو الرحمن الرحیم ۲۲ هو الله الذی لا اله الا هو الملک القدوس السلام المؤمن المهیمن العزیز الجبار المتکبر سبحان الله عما یشرکون ۲۳ هو الله الخالق البارئ المصور له الأسماء الحسنی یسبحُ له ما فی السماوات والأرض وهو العزیز الحکیم ۲۴
( سنن الترمذي ج۵ ص۱۲۸ حدیث ۲۹۲۲ مکتبه شامله بیروت چاپ/ هکذا فی الدارمي ورواه ابن السني رحمه الله تعالی)
ستاسو ددعاګانو په هیله
ستاسو ورور
1
د ملگرى امتحان په مصيبت کې دى
د ښځې امتحان په غربت کې دى
د سترگو امتحان په بازار کې دى
د ژبې امتحان په محفل کې دى
د مومن امتحان په غصه کې دى
د زړه امتحان په عشق کې دى
د لاس امتحان په دسترخوان کې دى
د انسان امتحان په قبر کې دى
2
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎

دا چی نن د جمعی مبارکی شپه ده نو د مدینی پر جانانﷺ باندی زیات درود شریف ووایاست

═══════════ ೋღღೋ ══════════ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ೋღღೋ ══════════
📝 د جُمعې ورځې سنت عملونه
1️⃣ د سورت کهف لوستل
2️⃣ غسل کول
3️⃣ مسواک وهل
4️⃣ خوشبو لګول
5️⃣ مسجد ته له لمر ختلو وروسته وختی تلل.
6️⃣ ښکلې جامې اغوستل، که نوې نه وي نو پاکې باید وي.
7️⃣ د دعاء د قبلېدو د ساعت انتظار او لټه کول، ځکه پر دې ورځ کې یو داسې ساعت دی که یو مسلمان بنده په دغه وخت کې لمونځ کوي او له تعالی څه غواړي نو الله تعالی یې خامخا ورکوي.
8️⃣ پر رسول الله ﷺ زیات درود ویل.
ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ ﷺ
📚 لقاء الباب المفتوح صـ١٠٥
دثواب لپاره یی نشرکړی

اویویولایک هتمن ورکړی ملګرو❤️👉🏻
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎
جمعه مبارک او سهار مو نېکمرغه❤️🦋
🥰5
*ملکرو دجمعی مبارک شفه ده ډیر درود شریف ووایاست پر حضرت محمدﷺ باندی*
==========================
*صلی الله علیه وسلم🌷*
🌷
*مُحَمَّد ﷺصلی الله علیه وسلم*
🌺
*مُحَمَّد ﷺصلی الله علیه وسلم*
🌹
*مُحَمَّد ﷺ صلی الله علیه وسلم*
🥀
*مُحَمَّد ﷺ صلی الله علیه وسلم*

*یاالله جل جلا له د مُحَمَّد ﷺ شفاعت*
🌺
*رانصیب کړی ټوله ملګری ووایاست*

*آمـــــــین ثم آمــــــــــین ثم آمـــــــین*
=======================
🌷🌹🥀🌺❤️🫀🌷🌹🥀🌷
امام شافعي رحمة الله عليه فرمایلي دي! کله چی يو سړی وينۍ چی په هوا الوزي او په اوبو روان نو دوکه مه خورۍ پرې تر څو ئي د الله تعالی کتاب او سنتو د پيغمبر عليه السلام ته پيش کړئ که مخالف وو نو شيطان دی الوزي
قال الإمام الشافعي- رحمه الله تعالي-:
إذا رأيتم الرجل يمشي على الماء ويطير في الهواء ، فلا تغتروا به حتى تعرضوا أمره على الكتاب والسنة " .
(البداية والنهاية:١٣ /٢٥١) .
إذا رأيتم الرجل يمشي على الماء ويطير في الهواء فردوه إلي الشريعة ، فإن خالفها فاعلموا أن الشيطان يمشي على الماء ويطير في الهواء.
(البداية والنهايه: ١٣/٢٥١)
ڪــندهــار نـرخ 🔮

دالر کلد‏ار       288.00 🔷 288.10
دالر ا‏‌فغانی       68.96 🔷 68.98
افغانی   کلدار     4176 🔷 4177
صلاح الدين ايوبي كله چي غږ وکړ,
چي څوک دې قرباني ته تيار ده چي دکفارو منځ ته لاړشي' اودهغوﺉ د وسلو او داسانوخوراکي توکي اونورو کيمياوي موادوته اور ورواچوي' اوهغه مواد ختم کړي, خويوه کيسه شته چي دبيرته راتګ امکان بيخي کم ده' نو يو مجاهد لاس پورته کړ' ويې ويل چي ﺯه داکار کوم, نوصلاح الدين ايوبي (رح)ورته وکتل اوپه ژړا شو مجاهد ته يى وويل' چي دجګړي ګټونکي اوقرباني کونکي تاسې ياست' خو په تاريخ کي به ﺯمونږ نوم ثبت وي' که ﺯه دتاريخ ليکونکی واى نو لومړی به مې ستاسې نوم په تاريخ کي ثبت کړې واى خوتاريخ انصاف نه لري.
ایثار او قرباني.😢
2
د لوی اختر په مناسبت، ټول هېواد کې ۴ورځې عمومي رخصتي اعلان شوه.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې ۴ کاري ورځې عمومي رخصتي اعلان کړه.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د رسمي کلیزې پر بنسټ، د عرفې مبارکې ورځې څخه وروسته (چې د جمعې ورځ ده) څلور کاري ورځې د لوی اختر ‏په مناسبت ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.
عرفات ورځ به کله وي؟
د تېر کال را وروسته يوه خبره خورا ګرمه ده هغه داچي په سعودي کي د عرفات ورځ مخکي وي او په افغانستان کي وروسته وي.
خلک پوښتنه کوي چي موږ په کومه ورځ روژه ونيسو؟
ځيني وايي: په افغانستان کي د عرفات ورځ بدله سوې ده؟
ځيني وايي: په دنيا کي د عرفات ورځ يوه وي زموږ ورځ ولي جلا سوه؟
زه هم هک پک حيران سوم چي دا پوښتني ولي اوس را پيدا سوې؟ حال دا چي د سوو کالو څخه دغه د ورځي اختلاف را شروع دی په ځينو سيمو کي په يوه ورځ د عرفات ورځ وي او په ځينو سيمو کي په دوهمه ورځ وي همداسي د روژې او اختر په ورځو کي هم اختلاف وي.
د پورته خبري اړوند څو خبري د خپل کوتاه فکر او کوتاه علم مطابق کوم البته زما خبري هغه چا ته متوجه دي چي زما څخه مستفيد کېدای سي او د عقلي دلايلو پر ځای شرعي اصول د حکم اړوند معيار بولي د علماوو څخه بخښنه غواړم.
#يو:
د روژې د لومړۍ ورځي په تعين کي اختلاف ، د کوچني اختر په لومړی ورځ کي اختلاف ، د عرفات د ورځي په تعین کي اختلاف د سوونو کلونو څخه را شروع دی ددغه اختلاف وجه د علماوو په منځ کي د مطالعو اړوند اختلاف نظر دی چي ځيني يې معتبر بولي او ځيني يې نه بولي‌چي دا بيل علمي بحث دی.
#دوه:
کوم هيوادونه چي مخور علماء لري او په ديني علومو کي د استقلال دعوه لري هغوی هيڅکله د سعودي په اعلان د روژې ، اختر او عرفات اعلان نه کوي، لکه مصر ، ترکيه، هندوستان ، بنګلديش ، اندونيزيا ، مليزيا ، باکستان ، ايران او داسي نور... دوی د مياشتي د رانوي کېدو له پاره خپل تحقيق کوي ځکه نو ځيني هيوادونه په روژه او اختر کي د سعودي سره برابر وي او ځيني جلا وي.
#درې:
داچي دغه اختلاف ولي سته او دلايل يې چشي دي خورا اوږده موضوع ده يو وخت ما ليکنه ورباندي کړې ده دلته يې نه رانقلوم ځکه خبره ډېره اوږديږي.
#څلور:
تر لوی اختر يوه ورځ مخکي ورځي ته د عرفات ورځ ويل کيږي په هر هيواد کي چي تر اختر مخکي کومه ورځ اعلان سي هغه ورځ ددغه هيواد له پاره د عرفات ورځ بلل کيږي ژ روژه نيول ثواب لري دغه ورځ يوازي په حاجيانو پوري خاص نه ده او نه د حاجيانو تر وقوف پوري خاص ده بلکي دا ورځ د ټولو ده.
#پنځه:
په شريعت کي د مياشتي په نوي کېدو هغه وخت فيصله کيږي چي د تيري مياشتي دېرش ورځي پوره سي او يا مياشت وليدل سي او د ليدلو شاهدي يې قاضي قبوله کړي د حساب په قانون ، يا فلکي قانون باندي د مياشتي نوي کېدو حکم نه کیږي او نه په دې خبره د مياشتي نوي کېدو حکم کيږي چي څوک ادعا وکړي چي مياشت د دوو شپو معلوميږي.
#شپږ:
بخښنه غواړم د مياشت موضوع زما سره اړه نه لري خپل مسؤلين لري البته د ځينو عامو دوستانو د تشويش د حل په مقصد وايم چي زموږ په هيواد کي د عرفات ورځ د جمعې په ورځ ده د شنبې ورځ د لوی اختر ورځ ده که څوک روژه نيسي بايد د جمعې په ورځ روژه ونیسي داچي سعودي په دې ورځ اختر اعلان کړی دی حتماً به خپل دلايل لري خو زموږ له پاره هيڅ شرعي دليل موجود نه دی چي د جمعې ورځ د اختر ورځ اعلان سي ځکه دسې شنې ورځ د ذوالفعډې د مياشتي ۲۹ تاريخ وو ،‌ د سې شنې په ورځ نه د لوی اختر مياشت ليدل سوې ده او نه د ذوالقعدې د مياشتي دېرش ورځي پوره سوې وي نو هيڅ شرعي دليل د مياشتي د نوي کېدو له پاره نسته.
#اوه:
ځيني خلک د مياشتي په لومړی ورځ کي اشتباه سي کله چي مياشت وويني نو وايي تېره ورځ د مياشتي لومړۍ ده ځکه مياشت مي وليدل حال داچي شپه تر ورځي مخکي ده چي مياشت وليدل سي سبا ورځ د مياشتي لومړۍ بلل کيږي سږ کال بيخي ډيرو خلګو د چهارشنبې په ورځ مياشت وليدل او په پوره ګيله به يې ويل چي مياشت ټولو خلکو وليدل ولي د چهارشنبې ورځ د مياشتي لومړی ورځ اعلان نه سوه؟ حال داچي په سه شنبه که مياشت ليدل سوې وای نو چهارشنبه به د مياشتي لومړۍ ورځ واي او د سه شنبې په ورځ په ټول افغانستان کي چا نه ده ليدلې او نه هم دتيري مياشتي دېرش ورځي پوره وي نو که په تاسو کي څوک ددې کار مسؤل سي په کوم دليل به مياشت نوې اعلان کړئ؟
داخبره بېله ده چي موږ د سعودي تابع نه یو پر دې موضوع خورا ډېر دلايل سته چي ډېر پخوا ما ليکلي دي.
د عرفات د ورځي روژه له چا سره ونیسو؟
د سعودي او که د افغانستان سره ؟!
ځواب:
د حضرت ابوقتاده (رض) څخه روایت دی چي رسول الله ﷺ وفرمايل : صام یوم عرفة اني أحتسب علی الله أن یکفر السنة التي قبله والسنة التي بعده (مسلم شریف: ۱۱۶۲، ابوداؤد شریف: ۲۴۲۵، ترمذی شریف: ۷۴۹، ابن ماجه: ۱۷۳۰، مسند احمد: ۲۲۵۳۰)
ژباړه: زما د الله تعالی د ذات څخه امید دی چي څوک د عرفې د ورځي روژه ونیسي چي د تېر کال او د راتلونکي کال ګناهونه بې و بخښي.
د ذوالحجه د میاشتي و نهمي ته ولي عرفه وايي؟
۱: حضرت ابراهیم (علیه السلام) د ذوالحجه پر (۸) د شپې خوب ولیدئ چي هغه خپل زوی (حضرت اسماعیل علیه السلام) ذبح کوي، نو ده ته په دې خوب کي دا شک پیدا سو چي ایا دا خوب د الله له لوري وو او که نه وو؟ نو بیا ئې د ذوالحجه پر (۹) باندي خوب ولیدی، چي وروسته ئې یقین سو چي دا خوب د الله تعالی له لوري دی، داچي حضرت ابراهیم (علیه السلام) ددې خوب او خبري یقین او معرفت د ذوالحجې پر (۹) باندي وسو نو ځکه دې ورځې ته د عرفې ورځ وايي.
۲: د ذوالحجې پر (۹) باندي حضرت جبرائیل (علیه السلام) و حضرت ابراهیم (علیه السلام) ته ټول د حج مناسک وښودل، له همدې کبله چي په همدې ورځ د حج د ټولو مناسکو معرفت وسو نو ځکه دې ورځې ته د عرفې ورځ وايي.
۳: داچي په همدې ورځ حجاج کرام د عرفات پر میدان باندي دریږي او وقوف کوي نو ځکه دې ورځي ته د عرفې ورځ وايي.
نو د عرفې ورځ صرف د حجاجو کرامو د وقوف سره یواځي تعلق نلري بلکي نور وجوهات هم لري، چي مخکي بیان سوه، چي داد نهم ورځ ده، داچي په افغانستان کي د نهم ورځ د جمعې ورځ ده نو ځکه د عرفې د ورځي روژه باید په دې دوو هیوادونو کي د جمعې په ورځ ونیول سي.
ایا هر هیواد به د خپل تاریخ په اعتبار سره د عرفې ورځ روژه نیسي ؟!
۱: د احنافو راحج قول دادی چي هغه لیري ښارونه چي په طلوع او غروب کي ئې کافي توپیر سته نو د هغو ښارونو د یوه روئت د بل په حق کي معتبر نه دی، داچي د سعودي عربستان د نورو سیمو سره پوره توپیر لري، په لمانځونو کي، په طلوع او غروب کي نو ځکه د سعودي د میاشتي روئت په لیرو ښارونو (بلاد بعید) کي معتبر نه دی.
۲: په ځینو مبارکو احادیثو کي د عرفې ورځ نه ده راغلې بلکي د ذوالحجه (۹) راغلی ده لکه:
ام المؤمنین حضرت عائشه رضی الله عنها فرمايي: کان رسول الله ﷺ یصوم تسع ذی الحجة و یوم عاشوراء. (ابوداؤد: ۲۴۳۷، نسائی: ۲۴۱۷، ۲۳۷۲، احمد: ۲۷۳۷۶، ۲۲۳۳۴)
ژباړه: رسول الله ﷺ به د ذوالحجې نهم او د عاشورا ورځ روژه نیول.
نو دلته د نهم د ذوالحجې فضیلت راغلی دی، چي رسول الله ﷺ به نیول نو د هرې سیمې خپله نېټه معتبره ده.
۳: د رسول الله ﷺ په وخت کي هم مسلمانانو نهم د ذوالحجې روژه نیول خو دا به معلومه نه وه چي حجاج کرام کله پر عرفات باندي دریږي، نو هر ښار ته به خپل حساب معلوم وو، چي نن د ذوالحجې نهمه ده او روژه نیول ثواب لري، دا معمول د هغه وخت څخه راروان دی، داچي اوس د ټیکنالوجۍ دوره ده، که په سعودي کي ورځ وي نو په ډېرو سیمو کي بیا شپه ده، نو څنکه ټول مسلمانان د سعودي سره د عرفې روژه ونیسي؟!
۴: که فرضاً د سعودي سره د عرفې روژه ونیول سي نو پکار داده چي پر کوم وخت باندي چي په سعودي کي د سهار سپېدې راخیژې نو باید پر هغه وخت باندي ټول روژه ونیسي، او د روژې ماتول هم باید پر هغه وخت باندي وکړي چي په سعودي کي ماتیږي، چي دا امکان نلري، دا ځکه سعودي تقریبا د افغانستان سره دوه ساعته یا لږ یا ډېر توپیر لري، یعني په افغانستان کي دوه ساعته مخکي لمر لویږي او په سعودي کي وروسته، نو ځکه د هرې لیري سیمي خپله نېټه او وخت معتبر دی.
۵: بل په افغانستان کي موږ الحمدلله یو اسلامي شرعي نظام لرو چي د روئت واک د عدلیې د وزارت تر واک لاندي دی، چي په رأس کي ئې استاد العلماء، شیخ الحدیث والتفسیر قاضی قضات او رئیس د سترې محکمې مولوی عبدالHکیم صاحب حفظه الله دی، چي داد امیر امر دی.
البناية شرح الهداية - (۴ / ۲۱۱)
''وإنما سمي يوم عرفة؛ لأن جبريل –علیه السلام - علم إبراهيم علیه السلام المناسك كلها يوم عرفة، فقال: أعرفت في أي موضع تطوف؟ وفي أي موضع تسعى؟ وفي أي موضع تقف؟ وفي أي موضع تنحر وترمي؟ فقال: عرفت؛ فسمي يوم عرفة''.
تبيين الحقائق وحاشية الشلبي - (۲ / ۲۳)
'' قَوْلُهُ: أَيْ تَفَكَّرَ أَنَّ مَا رَآهُ مِنْ اللَّهِ) أَيْ أَمْ مِنْ الشَّيْطَانِ؟ فَمِنْ ذَلِكَ سُمِّيَ يَوْمَ التَّرْوِيَةِ، فَلَمَّا رَأَى اللَّيْلَةَ الثَّانِيَةَ عَرَفَ أَنَّهُ مِنْ اللَّهِ؛ فَمِنْ ثَمَّ سُمِّيَ يَوْمَ عَرَفَةَ، فَلَمَّا رَأَى اللَّيْلَةَ الثَّالِثَةَ هَمَّ بِنَحْرِهِ؛ فَسُمِّيَ يَوْمَ النَّحْرِ، كَذَلِكَ فِي الْكَشَّافِ''.
2
العناية شرح الهداية - (۳ / ۴۵۲)
''فَلَمَّا أَمْسَى رَأَى مِثْلَ ذَلِكَ ، فَعَرَفَ أَنَّهُ مِنْ اللَّهِ تَعَالَى ؛ فَمِنْ ثَمَّ سُمِّيَ يَوْمَ عَرَفَةَ.... وَإِنَّمَا سُمِّيَ يَوْمُ عَرَفَةَ بِهِ؛ لِأَنَّ جِبْرِيلَ عَلَيْهِ السَّلَامُ عَلَّمَ إبْرَاهِيمَ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ الْمَنَاسِكَ كُلَّهَا يَوْمَ عَرَفَةَ، فَقَالَ لَهُ : أَعَرَفْت فِي أَيِّ مَوْضِعٍ تَطُوفُ ؟ وَفِي أَيِّ مَوْضِعٍ تَسْعَى ؟ وَفِي أَيِّ مَوْضِعٍ تَقِفُ ؟ وَفِي أَيِّ مَوْضِعٍ تَنْحَرُ وَتَرْمِي ؟ فَقَالَ عَرَفْت ، فَسُمِّيَ يَوْمَ عَرَفَةَ، وَسُمِّيَ يَوْمُ الْأَضْحَى بِهِ؛ لِأَنَّ النَّاسَ يُضَحُّونَ فِيهِ بِقَرَابِينِهِمْ'' .
تفسير البغوي - (۷ / ۴۸)
'' أمر في المنام أن يذبحه، وذلك أنه رأى ليلة التروية كأن قائلاً يقول له: إن الله يأمرك بذبح ابنك هذا، فلما أصبح روی في نفسه أي: فكر من الصباح إلى الرواح أمِنَ الله هذا الحلم أم من الشيطان؟ فمن ثم سمي يوم التروية، فلما أمسى رأى في المنام ثانيًا، فلما أصبح عرف أن ذلك من الله عز وجل؛ فمن ثم سمي يوم عرفة''.
الإنصاف - (۳ / ۲۴۴)
''سمي يوم عرفة؛ للوقوف بعرفة فيه، وقيل: لأن جبريل حج بإبراهيم عليه الصلاة والسلام، فلما أتى عرفة، قال: عرفت، قال: عرفت، وقيل: لتعارف حواء وآدم بها''.
المغني - ابن قدامة - (۳ / ۱۱۲)
''فأما يوم عرفة فهو اليوم التاسع من ذي الحجة، سمي بذلك؛ لأن الوقوف بعرفة فيه، وقيل: سمي يوم عرفة؛ لأن إبراهيم عليه السلام أري في المنام ليلة التروية أنه يؤمر بذبح ابنه، فأصبح يومه يتروى هل هذا من الله أو حلم؟ فسمي يوم التروية، فلما كانت الليلة الثانية رآه أيضاً، فأصبح يوم عرفة، فعرف أنه من الله؛ فسمي يوم عرفة، وهو يوم شريف عظيم، وعيد كريم، وفضلة كبير، وقد صح عن النبي صلى الله عليه و سلم أن صيامه يكفر سنتين''.
تبيين الحقائق وحاشية الشلبي - (۱ / ۳۱۲)
''قال - رحمه الله - :(ولا عبرةباختلاف المطالع) وقيل: يعتبر، ومعناه أنه إذا رأى الهلال أهل بلد ولم يره أهل بلدة أخرى يجب أن يصوموا برؤية أولئك كيفما كان على قول من قال: لا عبرة باختلاف المطالع، وعلى قول من اعتبره ينظر فإن كان بينهما تقارب بحيث لا تختلف المطالع يجب، وإن كان بحيث تختلف لا يجب، وأكثر المشايخ على أنه لا يعتبر حتى إذا صام أهل بلدة ثلاثين يوماً وأهل بلدة أخرى تسعة وعشرين يوماً يجب عليهم قضاء يوم، والأشبه أن يعتبر؛ لأن كل قوم مخاطبون بما عندهم، وانفصال الهلال عن شعاع الشمس يختلف باختلاف الأقطار، كما أن دخول الوقت وخروجه يختلف باختلاف الأقطار، حتى إذا زالت الشمس في المشرق لا يلزم منه أن تزول في المغرب''.
بدائع الصنائع - (۲ / ۸۲)
''هذا إذا كانت المسافة بين البلدين قريبة لا تختلف فيها المطالع، فأما إذا كانت بعيدة فلا يلزم أحد البلدين حكم الآخر؛ لأن مطالع البلاد عند المسافة الفاحشة تختلف، فيعتبر في أهل كل بلد مطالع بلدهم دون البلد الآخر''.
العرف الشذي للعلامةالكشميري (۲/ ۲۱۷)
''وقال الزيلعي شارح الكنز : إن عدم عبرة اختلاف المطالع إنما هو في البلاد المتقاربة لا البلاد النائية ، وقال كذلك في تجريد القدوري ، وقال به الجرجاني ، أقول : لا بد من تسليم قول الزيلعي، وإلا فيلزم وقوع العيد يوم السابع والعشرين أو الثامن والعشرين أو يوم الحادي والثلاثين أو الثاني والثلاثين؛ فإن هلال بلاد قسطنطنية ربما يتقدم على هلالنا بيومين ، فإذا صمنا على هلالنا، ثم بلغنا رؤية هلال بلاد قسطنطنية يلزم تقديم العيد ، أو يلزم تأخير العيد إذا صام رجل من بلاد قسطنطنية ثم جاءنا قبل العيد، ومسألة هذا الرجل لم أجدها في كتبنا ، وظني أنه يمشي على رؤية من يتعيد ذلك الرجل فيهم ، وقست هذه المسألة على ما في كتب الشافعية : من صلى الظهر ثم بلغ في الفور بموضع لم يدخل فيه وقت الظهر إلى الآن أنه يصلي معهم أيضاً، والله أعلم وعلمه أتم ، وكنت قطعت بما قال الزيلعي، ثم رأيت في قواعد ابن رشد إجماعاً على اعتبار اختلاف المطالع في البلدان النائية ، وأما تحديد القرب والنائي فمحمول إلى المبتلى به، ليس له حد معين وذكر الشافعية في التحديد شيئاً''.فقط واللہ اعلم
1
#پاملرنه!
په افغانستان کي د عرفات د ورځي روژه او د تشريق تکبیرونه د جمعې د ورځي څخه شروع کېږي. هيله ده چي د تشویش کولو او خپرولو څخه ډډه وکړئ.
د لوی اختر مبارکي

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
محترمو وروڼو !

تاسو او ستاسي کورنی ټولو ته د لوی اختر د را رسېدو له امله د زړه له کومي مبارکي وايم. دا مبارک اختر مو د خوښیو، رحمتونو، او برکتونو اختر شه!

الله (جل جلاله) دې زموږ قربانۍ، عبادات، دعاګانې، او ټول نېک اعمال په خپل دربار کې قبول کړي.
د دې مبارک اختر په برکت دې الله تعالی زموږ او ستاسو کورونه د مينې، اتفاق، روغتيا، او رزق ډک کړي.
دغه مبارک اختر دې موږ ټولو ته د مغفرت، سعادت، او جنت سبب شي.

🌙 اختر مو مبارک شه!
🕋 د حج، قربانۍ، او تقوی فلسفه مو په ژوند کې عملي شه!
🤲 الله تعالی دې زموږ وطن ته امن، امت ته وحدت، او ټولو مؤمنو ته نجات او نېکمرغي نصيب کړي!

عيد مبارک!
تقبل الله منا ومنكم صالح الأعمال
2