کندهار انلاين موبايل فروشی
721 subscribers
6 photos
22 links
په دغه ټليګرام چينل کي موږ تاسې ته په ارزانه بیه موبايلان عرضه کوو
Download Telegram
له دري ډوله اوښکو څخه ډار ولرۍ!

۱.د يتيم له اوښکو
۲.د مظلوم له اوښکو
۳.د مور او پلار له اوښکو
کنه په ژوند کي به هيڅکله هم ښه ورځ ونه ګورئ.
8
*دزیاتونیکو اعمالودکولو دپاره اسانه لار :*
*سُبحَانَ الله وَبِحَمدِه*
سل(۱۰۰) واره ووایاست او یوسل او څلیرویشت( *۱۲۴۰۰۰۰۰* ) لکه نیکۍ لاسته راوړئ! الدعاءللطبرانی
داځکه چی په ورځ د قیامت په حساب کی چي دچایوه دانه نیکي کمه سی دوږخ ته به ځی.
تذکرة القرطبي. ص ۲۷۵
ورسره دپنج شنبې مبارکي ورځي ته متوجه و او سئ!
داځکه چي نیک عملونه په دغه مبارکه ورځ اسمان ته پورته کیږي.
اوبل داچي په ورځ دپنج شنبې او دوشنبې الله جل جلاله ټولومسلمانوته بخښه کوي یوازي هغه کسان نه بخښي چي دیوبل مسلمان سره خبري نه کوي خوابدی اوخپه وي ور څخه
نولطفاتاسي دټولومسلمانانوسره خپګان له منځه وباسئ!
ددوشنبې اوپنج شنبې په مبارکو ورځوکي نیک اوښه عملونه اسمان ته پورته کيږي.صحیح مسلم
*لطفاً:* دقل هوالله احد
مکمل سورة ۳۰دېرش واره ووایاست دلسو(۱۰)ختمونودقران کریم ثواب حاصل کئ اویوکور په جنت کی درته جوړيږي.مشکوة
4
مسئله؛ په غاښونو باندي خوند لرونکي پوډر یا هم کریم استعمالول مکروه دي
( رد المحتار على درالمختار جلد ٣ صفحه ٤٥٣)
____
مسئله ؛ که څه شی اخلي او بیا یې دښه او بد دمعلوملو لپاره څکي دا کار مکروه دئ البته که دهغه شي څخه چاره نه وه او نه یې بله لار وه بیا پروا نه کوي
(الفتاوى الهندية جلد اول صفحه ١٩٩)
____
مسئله؛ په خوله کي په قصده بلغم یو ځای کول بیا تېرل مکروه دي البته که غیر اختیاري دا کار وسو بیا پروا نه کوي
(الفتاوى الهندية جلد اول صفحه ١٩٩)
____
مسئله؛ په روژه کي وینه کښل جایز دي البته که ددې وېره وه،چي کمزوری یې کړي بیا نو دا مکروه ده
(الفتاوى الهندية جلد اول صفحه ٢٠٠)
____
مسئله؛ که څوک په قصده په غوږ کي اوبه داخلي کړي روژه ماتوي، قضا به يې راوړي کفاره ورباندي نسته
البحر الرائق شرح كنزالدقائق جلد ۲ صفحه ٤٣٧
____
مسئله؛ په روژه کي دخولې څخه څه شي را وکاږي بیا  یې تېر کړي روژه یې ماته ده قضا به يې راوړي کفاره ورباندي نسته
الفتاوى الهندية جلد اول صفحه ٢٠٢
____
مسئله؛ كه څوک ږدن خولې ته واچوي درست یې تېر کړي روژه ماتیږي قضا به يې راوړي کفاره ورباندي نسته او که یې وژوی په خوله کي سره ورک سو، په حلق کي يې خوند هم محسوس نه سو روژه نه ماتوي
الفتاوى الهندية جلد اول صفحه ٢٠٣
____
مسئله؛ که خولې ته اوښکي ننوتلې او په حلق کي يې خوند محسوس سو روژه ماتیږي قضا به يې راوړي کفاره ورباندي نسته
الفتاوى الهندية جلد اول صفحه ٢٠٣
____
مسئله؛ په روژه کي مټ وهل که څه هم لویه ګناه ده خو روژه ماتوي قضا ورباندي سته ،کفاره نسته
ردالمحتار على درالمختار جلد ٣ صفحه ٤٢٦
____
مسئله؛ په روژه کي غاښ کښل روژه نه ماتوي البته که دغاښ کښلو په مهال یې ویني تیري کړې او ویني پر ناوړو غالبي وې بیا روژه ماتوي قضا به يې راوړي کفاره ورباندي نسته
البحرالرائق شرح كنزالدقائق جلد ٢ صفحه ٤٣٠
____
مسئله؛ که چا ماشه یا هم مچ غیر اختیاري تېر کړ، روژه نه ماتیږي او که یې قصدا تېر کړ، بیا يې روژه ماته ده قضا به يې راوړي کفاره ورباندي نسته
الفتاوى التاتارخانية جلد ٢ صفحه ٢٧٩
____
مسئله؛ که په چا باندي په زور سره خوراک وسي روژه یې ماتیږي خو کفاره ورباندي نسته قضا به يې راوړي
الفتاوى الهندية جلد اول صفحه ٢٠٢
____
مسئله؛ که داوداسه یا هم دغسل په مهال یې اوبه په خوله ګرځولې روژه یې په یاد وه په خطا باندي یې اوبه تیري کړي روژه یې ماته ده ، کفاره ورباندي نسته او که یې بیخي پیاد نه وه بیا یې روژه هم نه ده ماته
الفتاوى الهندية جلد اول صفحه ٢٠٢
____
مسئله؛ دپیشلمي په اخره حصه کي نزدیکت کول په دې ګمان،چي شپه ده او هغه سپیدې سوي وي قضا سته ،کفاره نسته
ردالمحتار على درالمختار جلد ٣ صفحه ٤٣٠
____
مسئله؛ كه څوك  په روژه كښي په هيره خوراك ، څيښاك یا هم جماع وکړي، یا هم قئ ووهي، یا داحتلام وروسته  قصدا جماع، خوراك يا څيښاك وكړي او دا يې ګمان وي چي روژه ماته سوې ده روژه يې ماتيږي قضاء باندي سته خو كفاره نسته
ردالمحتار على درالمختار جلد ٣ صفحه ٤٣١
____
مسئله؛ که چا دروژې میاشت ولیدل او شاهدي يې نه ومنل سوه په ده باندي دروژې نیول لازمي دي خو که يې ونه نیول قضا راوړل یې باندي لازمي ده کفاره ورباندي نسته
ردالمحتار على درالمختار جلد ٣ صفحه ٤٠٥
____
مسئله؛ دخولې نسوار کول روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته
فتاوى دار العلوم ديوبند جلد ٦ صفحه ٢٥٩
____
مسئله؛ په روژه کي سګریټ او چلم څکول روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته
بدائع الصنائع في ترتيب الشرائع جلد ٢ صفحه ٣٦
____
مسئله؛ په روژه کي په پزه كښي دواء واچوي، روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته
ردالمحتار على درالمختار جلد ٣ صفحه ٤٣٢
____
مسئله؛ په سفر کي روژه ونیسي بیا په قصده ماته کړي روژه یې ماتیږي خو کفاره ورباندي نسته
مراقي الفلاح شرح نورالایضاح صـفحه ٥٦٤
____
مسئله؛ په قصده سره په ډکه خوله باندی قی وهل روژه ماتوي خو کفاره ورباندي نسته
الفتاوى التاتارخانية جـلد ٢ صفحه ٢٧٥
.
اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ‎ محترمودګروپ ګډنوالو دادی یوځل بیادګروپ مخه اله سول دجمعی مبارکی ورځ ده دورودشریف موهیرنسی═══════════ ೋღღೋ ══════════ اللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّیْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ اللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَى مُحَمَّدٍ وَعَلَى آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إِبْرَاهِیمَ وَعَلَى آلِ إِبْرَاهِیمَ إِنَّكَ حَمِیدٌ مَجِیدٌ  ═══════════ ೋღღೋ ══════════ جزاك اللهُ‎ سبحان الله الحَمْدُ ِلله أَسْتَغْفِرُ اللّٰه الله أكبر ﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺﷺ
3
*که یو وړوکی ماشوم روژه ونیسي، مور یې ټوله ورځ په مینه او شفقت ورته ګوري.🥰*

*اوس فکر وکړه! رب العالمین به تا ته څومره په رحمت او شفقت ګوري،*
*هغه رب چې له تا سره د اویا میندو څخه هم زیاته مینه لري!*
💗
6🥰1
په ټول قران کریم کې موجوده دعاګانې دلته جمع کړل شوي او ۵۲ دي.
دروژې مبارکه میاشت ده مبارکې شپې او ورځې دي څومره چې مو په توان کې وي درسره يې ووایاست .
مخته یې شير کړی ترڅو نورملګري هم ګټه ترې واخلي...
مونږ ته او ټولو مسلمانانو ته هم دعاګانې کوئ:

1 رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ، وَتُبْ عَلَيْنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ
2 رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَةً وَفِي الْآخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
3 رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
4 رَبَّنَا لَا تُؤَاخِذْنَا إِنْ نَسِينَا أَوْ أَخْطَأْنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تَحْمِلْ عَلَيْنَا إِصْرًا كَمَا حَمَلْتَهُ عَلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِنَا ۚ رَبَّنَا وَلَا تُحَمِّلْنَا مَا لَا طَاقَةَ لَنَا بِهِ ۖ وَاعْفُ عَنَّا وَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا ۚ أَنْتَ مَوْلَانَا فَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
5 رَبَّنَا لَا تُزِغْ قُلُوبَنَا بَعْدَ إِذْ هَدَيْتَنَا وَهَبْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً ۚ إِنَّكَ أَنْتَ الْوَهَّابُ
6 رَبَّنَا إِنَّكَ جَامِعُ النَّاسِ لِيَوْمٍ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُخْلِفُ الْمِيعَادَ
7 رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
8 رَبِّ هَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ ذُرِّيَّةً طَيِّبَةً ۖ إِنَّكَ سَمِيعُ الدُّعَاءِ
9 رَبَّنَا آمَنَّا بِمَا أَنْزَلْتَ وَاتَّبَعْنَا الرَّسُولَ فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ
10 رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
11رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَٰذَا بَاطِلًا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ
12 رَبَّنَا إِنَّكَ مَنْ تُدْخِلِ النَّارَ فَقَدْ أَخْزَيْتَهُ ۖ وَمَا لِلظَّالِمِينَ مِنْ أَنْصَارٍ
13 رَبَّنَا إِنَّنَا سَمِعْنَا مُنَادِيًا يُنَادِي لِلْإِيمَانِ أَنْ آمِنُوا بِرَبِّكُمْ فَآمَنَّا ۚ رَبَّنَا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَكَفِّرْ عَنَّا سَيِّئَاتِنَا وَتَوَفَّنَا مَعَ الْأَبْرَارِ
14 رَبَّنَا وَآتِنَا مَا وَعَدْتَنَا عَلَىٰ رُسُلِكَ وَلَا تُخْزِنَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۗ إِنَّكَ لَا تُخْلِفُ الْمِيعَادَ
15 رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَٰذِهِ الْقَرْيَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا وَاجْعَلْ لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا
16 رَبَّنَا ظَلَمْنَا أَنْفُسَنَا وَإِنْ لَمْ تَغْفِرْ لَنَا وَتَرْحَمْنَا لَنَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ
17 رَبَّنَا افْتَحْ بَيْنَنَا وَبَيْنَ قَوْمِنَا بِالْحَقِّ وَأَنْتَ خَيْرُ الْفَاتِحِينَ
18 رَبَّنَا أَفْرِغْ عَلَيْنَا صَبْرًا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وَانْصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ
19 رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
20 رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ ۖ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُنْ مِنَ الْخَاسِرِينَ
21 رَبِّ أَنْتَ وَلِيِّي فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ ۖ تَوَفَّنِي مُسْلِمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ
22 رَبَّنَا إِنَّكَ تَعْلَمُ مَا نُخْفِي وَمَا نُعْلِنُ ۗ وَمَا يَخْفَىٰ عَلَى اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ
23 رَبِّ اجْعَلْنِي مُقِيمَ الصَّلَاةِ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي ۚ رَبَّنَا وَتَقَبَّلْ دُعَاءِ، رَبَّنَا اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِلْمُؤْمِنِينَ يَوْمَ يَقُومُ الْحِسَابُ
24 رَبِّ أَدْخِلْنِي مُدْخَلَ صِدْقٍ وَأَخْرِجْنِي مُخْرَجَ صِدْقٍ وَاجْعَلْ لِي مِنْ لَدُنْكَ سُلْطَانًا نَصِيرًا
25 رَبَّنَا آتِنَا مِنْ لَدُنْكَ رَحْمَةً وَهَيِّئْ لَنَا مِنْ أَمْرِنَا رَشَدًا
25 رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا
27 رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي, وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي, وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِنْ لِسَانِي, يَفْقَهُوا قَوْلِي، رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا
28 لَا إِلَٰهَ إِلَّا أَنْتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنْتُ مِنَ الظَّالِمِينَ
29 رَبِّ لَا تَذَرْنِي فَرْدًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْوَارِثِينَ
30 أَنِّي مَسَّنِيَ الضُّرُّ وَأَنْتَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ
31 رَبِّ أَنْزِلْنِي مُنْزَلًا مُبَارَكًا وَأَنْتَ خَيْرُ الْمُنْزِلِينَ
1🥰1
32 رَبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ، وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَنْ يَحْضُرُونِ
33 رَبَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا وَارْحَمْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّاحِمِينَ
34 رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖ إِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا
35 رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيُنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا
36 رَبِّ هَبْ لِي حُكْمًا وَأَلْحِقْنِي بِالصَّالِحِينَ، وَاجْعَلْ لِي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ، وَاجْعَلْنِي مِنْ وَرَثَةِ جَنَّةِ النَّعِيمِ، وَلَا تُخْزِنِي يَوْمَ يُبْعَثُونَ، يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ، إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ.
37 رَبِّ نَجِّنِي وَأَهْلِي مِمَّا يَعْمَلُونَ
38 رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَدْخِلْنِي بِرَحْمَتِكَ فِي عِبَادِكَ الصَّالِحِينَ
39 رَبِّ إِنِّي ظَلَمْتُ نَفْسِي فَاغْفِرْ لِي، رَبِّ انْصُرْنِي عَلَى الْقَوْمِ الْمُفْسِدِينَ
40 رَبَّنَا وَسِعْتَ كُلَّ شَيْءٍ رَحْمَةً وَعِلْمًا فَاغْفِرْ لِلَّذِينَ تَابُوا وَاتَّبَعُوا سَبِيلَكَ وَقِهِمْ عَذَابَ الْجَحِيمِ
41 رَبَّنَا وَأَدْخِلْهُمْ جَنَّاتِ عَدْنٍ الَّتِي وَعَدْتَهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ آبَائِهِمْ وَأَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ ۚ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
42 رَبَّنَا اكْشِفْ عَنَّا الْعَذَابَ إِنَّا مُؤْمِنُونَ
43 رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ۖ إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ

44 رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإِخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلًّا لِلَّذِينَ آمَنُوا رَبَّنَا إِنَّكَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ

45 رَبَّنَا عَلَيْكَ تَوَكَّلْنَا وَإِلَيْكَ أَنَبْنَا وَإِلَيْكَ الْمَصِيرُ، رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
46 رَبَّنَا أَتْمِمْ لَنَا نُورَنَا وَاغْفِرْ لَنَا ۖ إِنَّكَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ
47 رَبِّ ابْنِ لِي عِنْدَكَ بَيْتًا فِي الْجَنَّةِ... وَنَجِّنِي مِنَ الْقَوْمِ الظَّالِمِينَ
48 رَبِّ لَا تَذَرْ عَلَى الْأَرْضِ مِنَ الْكَافِرِينَ دَيَّارًا، إِنَّكَ إِنْ تَذَرْهُمْ يُضِلُّوا عِبَادَكَ وَلَا يَلِدُوا إِلَّا فَاجِرًا كَفَّارًا
49 رَبِّ اغْفِرْ لِي وَلِوَالِدَيَّ وَلِمَنْ دَخَلَ بَيْتِيَ مُؤْمِنًا وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَلَا تَزِدِ الظَّالِمِينَ إِلَّا تَبَارًا
50 رَبِّ إِنِّي لِمَا أَنْزَلْتَ إِلَيَّ مِنْ خَيْرٍ فَقِيرٌ
51 اللَّهُمَّ رَبَّنَا... ارْزُقْنَا وَأَنْتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ
52 رَبَّنَا آمَنَّا فَاكْتُبْنَا مَعَ الشَّاهِدِينَ

موږ هم په دعاګانو کې مه هېروۍ
1🥰1
*رسول الله ﷺ فرمایې: زه د فقر له امله پر*
*تاسې باندې نه ویریږم، بلکې د شتمنتیا له*
*امله درباندې ویریږم ، نو ځکه وایم که تاسې شتمن شی، نو بیا به یو د بل سره سیالی کوئ لکه مخکنیو چې سیالې کوله او داسې به هلاک شی لکه مخکینې چي هلاک شوه .*
صحيح البخاري ۳۱۵۸
3
رسول اڪرم ﷺ وفرمـایل🥀

دهـر نبـي یـوه ځانګـړې قبـوله دُعـا وي مـا خپلــه ځــانګـړي دُعـا په آخـرت ڪې داُمــت د شفـاعــت لپـاره سـاتلـي ده
9
*رســول الله ﷺ فـرمـايـلي:*

*جبرائيل علیه السلام ماته راغی او دا خبره يې راتـه وړاندې کړه چې هلاک دې وي هغه سړی څوک چـې، د روژې مياشت تېره شي او ده ته بخښنه ونه شي.*

> *(المـسـتـدرک للـحـاکـم)*
7
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: په جنت کې داسې کوټي (خونې) دي چې شا یې له دننه څخه لیدل کیږي، او دننه یې له شا څخه لیدل کیږي. پس یو أعرابي (بانډه چي) ودرېده او ویې ویل: ای د خدای رسوله دا د چا لپاره دي؟ رسول اکرم ﷺ وفرمايل: د هغو کسانو لپاره دي چې ښي خبرې کوي، خلکوته خوراک ورکوي، په ښه توګه روژي نیسي، او د شپې لخوا د الله لپاره لمونځ کوي کله چې خلک ویده وي.
﴿سنن الترمذي - 1984﴾
5
★الإستفتاء★
یوسړي وخپلي شاشه داني ته پیپ أچولی دی أوس دبندیدوپه وجه
أوبه ورتُوی کړي روژه یی په ماتیږي أوکنه؟ ا
★الإفتاء بِعَون اللّه تعالی حامداً ومصلیاً★
محترمه:په مذکوره مسئله کي دفقهاؤترمنځ إختلاف سته لکن راجح
قول دإمام صاحب أو دإمام محمدصاحب دی چي روژه نه په ماتیږي
که څه دغه أوبه وشاشه داني ته ورسیږي مګر دښځي روژه ماته وي.
★★★
کمـافي الدرالمختار مع ردالمحتار:أو أقطر في احلیله ماء أو دهناً وإن
وصـل إلی المثانـة علی المـذهـب وأمـا في قُبُلِهـا فمفسد إجماعـاً لأنه
کالحقنـة. قـولـه:(علی المـذهـب)أي قـول أبي حنیفـة ومحمد معه في
الأظهـر.وقـال أبویوسـف:لایفـطـر،والإختـلاف مبنـي علی أنه هـل بین
المثانة والجوف منفذ أولا،وهو لیس باختلاف علی التحقیـق،والأظهر
أنه لامنفـذ لـه وإنمـا یجتمـع البـول فیهـا بالترشیح،کـذا یقول الأطباء.
زیلعي.(ج۳ص۳۷۲،کـتـاب الصـوم،بـاب مـایفسد الصوم وما لایفسده).
★★★
وفی قـول الراجـح علـی الهـدایـة:(إخـتـلاف الـفـقـهـاء)قـال العـلامـة
المرغینانی:ولو أقطرفی احلیله لم یفطرعندأبی حنیفةوقال أبویوسف
یفطروهوقول محمد مضطرب فیه فکأنه وقـع عندأبی یوسف أن بینه
وبین الجـوف منفـذ ولهـذا یخرج منه البول ووقع عند أبی حنیفـة أن
المثانة بینهما حائـل والبـول یترشح منه.(القـول الراجـح)هو قول أبی حنیفة:قال العلامةالحصکفی أوأقطرفی احلیله ماء أو دهناً وإن وصل إلی المثانةعلی المذهب وأمافی قُبُلِهافمفسد إجماعاًلأنه کالحقنة.وقال العلامة إبن عابدین.قوله علی المذهب أی قول أبی حنیفةومحمد معه فی الأظهر وقال العلامـة إبن نجیم قوله وإن أقطر فی احلیله لا أی لا یفطـر أطلقه فشمل الماء والدهـن وهـذا عندهماوقال فی الهندیة وإذا أقطر فی احلیله لایفسدصومه عندأبی حنیفة ومحمد کذا فی المحیط سواءأقطرفیه الماءأوالدهن وهـذا الإختلاف فیما إذا وصل إلی المثانة وأماإذا لم یصل بأن کان فی قصبة الذکر لایفطر بعد بالإجماع کذا فی التبیین وفی الإقطـار فی اقبـال النساء یفسد بلاخـلاف وهو الصحیح هکـذا فی الظـهیـریـة.(ج۱ص۱۹۸،إقـطـار الدواء فی الإحلیـل والفـرج).
*حدیث شریف*
*د حضرت انس بن مالک رضي الله عنه څخه روايت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:*
*تاسې پيشلمى کوئ؟ بې شکه په پيشلمي کولو کې برکت دى.*
*عن أنس بن مالك رضي الله عنه قال : قال رسول الله ﷺ :*
*`تَسَحَّرُوا ؛ فَإِنَّ فِي ‎السَّحُورِ بَرَكَةً.*
*(رواه البخاري - 1923)*
4👍1
*امام قتاده رحمه الله فرمایي:*

*مَنْ لَمْ يُغْفَرْ لَهُ فِي رَمَضَانَ فَلَنْ يُغْفَرَ لَهُ.*
*چا ته چې په رمضان میاشت کې مغفرت ونه شو، نو هېڅکله به ورته مغفرت ونه شي.😥*

*📖التفسیر: ۵۲۱*
4
*دشب قدر دشپې اسانه دعاء*

*السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته!* درنو ملګرو تر بریالی واوسئ!
*سُبحَانَ الله وَبحَمدِه:* سل واره
ووایاست
ځکه په روژه مبارکه کی اذکار ویل تر نورو ورځو زر چنده زیات ثواب لري. سنن ترمذی
👇
هرشپه دغه دعاء زیاته وایاست په راتلونکو شپوکی! ځکه
دالله عزوجل محبوب رسول
*صلی الله علیه واله وسلم* فرمایلي دي
دلیلة القدر په شپه دغه دعاء کوئ *اَللَّهُمَّ إِنَّكَ عَفُوٌّ تُحِبُّ الْعَفْوَ فَاعْفُ عَنِّي.* (رواه ابن ماجه، 3850)
نوعاجله وکئ خپله یې هم وایاست ملګروته یې هم واستوئ.
*دبازاردعاء په بازار کی ويل او دیرش لکه (۳۰۰۰۰۰۰) فایدې:*
*السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته !*
درنو ملګرو د دارینو فوز او فلاح مونصیب سه!
د رمضان(روژې) په میاشت کی ذکر او عبادت کول زر چنده ثواب زیات لري. نولهذا
داچي اکثره ملګری بازارونو ته وزي نو کوشش وکئ دبازار دعاء په بازارکی ووایاست چی ستاسی دنیکئ پله وزن داره کي
ځکه امام قرطبي رحمه الله تعالی پخپله تذکرة القرطبي کي حدیث نقل کړی دی که دیوچا په ورځ دقیامت یوه زره نیکي کمه سي اوبدی یی زیاته سي الله تعالی د دوږخ فیصله پرکوی. نو تاسی هم هرهغه زیات ثواب لرونکی کاروکئ چی داخرة لپاره ذخیره سي او که دنیکو اعمالو ساتل غواړئ نو هیله ده د هر قسم عبثیاتو څخه لاس واخستل سي !
👈 *دبازاردعاء :*
که تاسي دبازاردعاء په بازارکی *ووایاست اودېرش لکه (۳۰۰۰۰۰۰)فایدې*
لاس ته راوړئ او همداسي ونورو همسایګانو،ملګرو او دوستانو ته یی هم یادول او استول دفکر څخه مه باسي چي څومره په ډېرو انسانانویی ووایاست ستاسی دپاره هم دومره زیات ثوابونه دي .
مشکوة مع المرقات
*دبازاردعا ء :*
*َلَااِلٰهَ اِلَّااللهُ وَحدَهُ لَاشَرِیکَ لَهُ لَهُ المُلکُ وَلَهُ الْحَمْدُ یُحيِِ وَیُمِيْتُ وَهُوَحَیٌّ لَایَمُوْتُ بِیَدِهِ الخَیْروَهُوَعَلٰی کُلِّ شَئٍ قَدِیرٌ .*
سنن ترمذي ج ۲ ص ۱۸۱
نورنشرکول یی هم پرتاسي دی !!!
که غواړئ زموږ سره یو ځای سئ دلته اشاره ورکړئ
https://t.me/IslamIslamic0
1
مسایل اعتکاف دریمه برخه
مولوی محمد عمران شریف
دویم قسم سنت اعتکاف
سنت اعتکاف هغه دی چې يوازې د رمضان مبارکې مياشتې په آخري لسيزه(عشره) کې کيږي.

د سنت اعتکاف مسائل:
۱- په رمضان مبارک کې د سنت اعتکاف وخت د شلمې روژې پوره کيدلو په ورځ غروب(لمر پرېوتو)څخه پېلږي تر د اختر مياشت ليدو پوری،معتکف ته پکار دی چې په شلمه ورځ د لمر پريوتو څخه مخکې د اعتکاف ځائ ته ځان ورسوي.

۲- دا اعتکاف سنت مؤکد کفائي دی، يعنې د لويو سترو ښارونو په کليو کې،او د کلي بانډې په په يو مسجد کې کوم سړی اعتکاف وکړي، نو سنت به د ټولو څخه ادا شې، او که هيڅ چا اعتکاف ونکړو، نو به ګنهګار وي.

۳- چې په کوم کلي کي اعتکاف وشي، نو ددی کلي د ټولو خلکو څخه ادا شو، اګر که دا سړی د کوم بل کلي څخه راغلی وی.

۴- د آخري لسيزي(عشري) د يو څو ورځو اعتکاف نفلي دی، سنت اعتکاف ندی.

۵- ښځوته د مسجد په ځائ په خپلو کورونو کې اعتکاف کول پکار دی.

۶- د سنت اعتکاف لپاره په زړه کې دومره نيت کول بس دي چې، ځه د الله تعالی د رضاء لپاره د رمضان په آخري عشره(لسيزه)کې مسنون اعتکاف کوم.

۷- څوک په اجرة(مزدوری) اعتکاف ته کينول جائز ندي.

۸- که په مسجد کې د يو معتکف څخه زيات کسان اعتکاف ته کيني، نو ثواب ټولو ته ورکول کيږي.

۹- د مسنون اعتکاف نيت د شلم تاريخ د لمر پرېوتلو څخه مخکې کول پکار دی، که څوک مسجد ته داخل شو ليکن ده د اعتکاف نيت نه وي کړی او لمر پرېوتو، نو بيا په نيت کولو سره سنت اعتکاف نه کيږي.

۱۰-د مسنون اعتکاف د صحيح کېدو لپاره يو څو شيان ضروري دي:
۱- معتکف به مسلمان وي.
۲: معتکف به عاقل وي.
۳: د اعتکاف نيت کول.
۴: سړی به په مسجد اعتکاف کول.
۵: د سړي او د ښځې د جنابت د غسل څخه پاکېدل.
دا شرائط د اعتکاف د جائز کېدو لپاره دي، لهذا که څوک د جنابت په حالت کې اعتکاف شروع کړي، نو اعتکاف يي صحيح شو، خو معتکف ګناهګار شو.
۶: ښځه به د حيض او نفاس څخه پاکه وي.
۷: معتکف به روژه دار وي؛ که څوک د اعتکاف په دوران کې روژه نشي نيولی يا د څه لامل او سبب د وجې روژه يي ماته شي،نو مسنون اعتکاف يي هم ماتيږي.
۱۱- که چا په لومړيو دوو لسيزو(عشرو)کې نه وي نيولي يا تراويح يي نه وو کړي،نو اعتکاف کولی شي.
۱۲- که د چا له بدن څخه بد بوئ رازي،يا داسې مريض وي چې له وجې يي خلکوته تکليف وي،نو داسې انسان دی اعتکاف ته نه کېني، البته که بد بوئ لږ وي يا په خوشبوي په کارولو سره لري کيږي او خلکوته تکليف نه وي،نو بيا جائز دی.
1
‏معروف الكرخي رحمه الله فرمايي:
کله چې الله ﷻ یو مؤمن په کومه ناروغۍ، در او تکلیف اخته کړي او نوموړی نورو خلکو ته شکایت وکړي، نو الله تعالی وفرمايي چې: "زما دې په خپل عزت او جلال قسم وي، ما ته د دې لپاره (په درد، تکلیف او مصیبت) نه یې اخته کړی چي ته مخلوق ته شکایت وکړې، بلکې د دې لپاره مې پرې اخته کړې چي له ګناهونو څخه دې ومینځم.
‏ [المرض والكفارات - (177)].
1
#د_اختر_اړونده_څو_خبري:
د مهربانۍ له مخي وهغو خلکو ته په رسولو یې ثواب خپل کړئ ، چي ددې ليکني څخه استفاده کولای سي!
محترمو لوستونکو!
لاندي خبري د اختر اړوند زما په فکر ګټمني دي:
#يو:
اختر الهي تحفه ده باید هر مسلمان دغه الهي تحفه قبوله کړي، هيڅکله د اختر په راتګ د غمونو په وجه داختر خوشالي رد نه کړي لکه د غم په وجه د اختر کالي نه اغوستل فرياد کول او داسي نور ځکه په داسي کارونو سره ممکن الله تعالی نور غمونه ورباندي راولي.
#دوه:
د بندي دبچي، یتیم، کوڼدي ، بوره مور، غمجن پلار ، ناروغ او هر دردمن انسان حال اخستل او تر خپله وسه مالي کومک، تسلیت او دعا ورته کول د پاکو مسلمانانو کار دئ.
#درې:
داختر د عيدګاه لمونځ کول واجب دي پر لاري په درنښت تلل او په کوچني اختر کي کرار تکبيرونه ويل سنت کار دئ.
#څلور:
عيدګاه د تللو څخه به مقصد داوي چي دتيري مياشتي د ټولو عباداتو بدله دهمدې عيدګاه پر ډګر راکول کيږي او زه به له دغه ځايه سپېڅلی راوزم ، خو په دې شرط چي عيدګاه ته تر تلو مخکي دي لا ګناهونه نه وي پيل کړي.
#پنځه:
دعيدګاه تر لمانځه مخکي نوي يا پرېولي جامې خامخا واغوندی. خوشبو ولګوی، غسل وکړی.
#شپږ:
هغه رواج حتما له منځه یو سئ ، چي د مړي په کور کي لومړی اختر نوي کالي نه اغوستل کیږي باید پاک یا نوي کالي ضرور په تن کړي څو د ناشکرۍ مخه ونیول سي.
#اوه:
په اختر کي یوازي د ځان او کورنۍ خوشالي په نظر کي مه نیسئ د نورو د حاله هم ځان خبر کړئ.
شتمن خلک خبر کړئ، دعوت یې کړئ، چي د نمایشي کارونو پر ځای دقیق او ځانګړی تعاون د مستحقو خلکو سره وکړي.
#اته:
د بربادۍ دوه لامله دي:
#الف:الهي حقوق پايمالول.
: د بندګانو حقوق پايمالول
لطفا په دې ورځ له دواړو ځانونه خلاص کړئ او ډېر اسانه کېدای سي. يعني داچي پر ګناهونو بخښه وغواړی او که مو دچا څخه حق خوړلی وي حق يې ورکړی يا بخښنه ځني وغواړئ.
#نهه:
د عیدګاه لمونځ د نمایش په شکل نه بلکي د یوې ګټي لاسته راوړولو لپاره ادا کړئ.
#لس:
کشران مو په خپل واک کي راولئ، څو د اختر په شپه یا ورځو کي خلکو ته ازار ونه رسوي له ټکان کول، پر څړکانو نارې او ښکنځل کول ، حملې وهل او داسي نور.
#يوولس:
کشران مو د ناروا کارونو منع کړی خصوصا چي د اختر دمېلو په په بهانه کيږي لکه غير شرعي فلمونه کتل ، قمار کول ، حرام کانسرټونه او داسي نور...
#دوولس:
کشران مو د هغو ډلو څخه منع کړئ، چي په ویناوو، کردارونو او اشارو سپين ږيرو ، ماشومانو معيوبو ، ښځو او داسي نورو شریفو خلکو ته ازار رسوي.
#ديارلس:
ټول خوابدي خلک راضي کړئ که څه هم ستا حق یې خوړلی وي بیخي لویه ګټه ده.
#څوارلس:
ټول قریبان و پوښتۍ مشرانو ته ورسئ، پر کشرانو د شفقت اظهار وکړئ، بلکي د ټولو قریبانو سره صله رحمي وکړئ.
#پنځلس:
د اختر د ورځي مشهور اداب دي پر اجتماعي پاڼو ښه ډېر نشر سوي دي هغه ټول عملي کړئ. په ځانګړي ډول زما يو کتاب سته د اسلامي آداب په نوم که پلاس درغلی مطالعه ئې کړی داختر آداب ښه پکښي څېړل شوي دي.
#شپاړس:
په اختر کي ځیني ځوانان خورا ډېر مصرفونه کوي، لطفا پر ځای یې وکاروئ، که څه هم مال د مصرف لپاره دئ خو ښه خبره داده چي پر خپل ځای ولګول سي.
#اوولس:
ډېری ځوانان نورو ولایاتو ته سفرونه کوي، ښه خبره ده البته هلته دي هم داسي کارونه نه کوي، چي انسانیت نفرت ځني کوي، ما یو کال په بل ولایت کي راغلي مېلوال ولیدل ، چي په عام بازار کي یې د خرو نارې کولې، یو دبله یې په عام بازار کي په هګیو سره ویشتل، بعضو به د سپیانو ږغونه کول، څومره بد کار دئ، د ځان او هغه سیمي سره دي لوی ظلم وکړئ چي ستا ورته نسبت کيږي.
#اتلس:
که په پورته ډول کومه ډله چیري ځي پوه یې کړئ او خپل کشران په هیڅ صورت مه ورسره ملګري کوئ.
#نوولس:
د اختر په لومړۍ ورځ هیواد او هیواد والو ته ښه ډیري دعاوي وکړئ، چي دا هیواد او اوسېدونکي یې هميشه ازاد، باامنه، هوسا او عزتمن ژوند لرونکي و اوسي.
#شل
دا رواج له منځه یوسئ ، چي د مړي کور ته باید لومړی اختر ورسئ، تلل ښه کار دی خو په دې نیت مه ورځئ ، چي ددې کور څخه مړی وتلی دی او دا یې لومړی اختر دئ.
#يوويشت:
اصحابانو به يو بل ته د اختر مبارکي په داسي الفاظو ويل:
تَقَبَّلَ اللَّهُ مِنَّا وَمِنْك
#په_درنښت
ستاسو دخوشاله اختر هیله لرو
3