هیواد کې د جهاد و بنسټګر ملا عمر
د ننګ او د میړانې همت غر ملا عمر
لار ښود د حقې لارې حق سنګر ملا عمر
د علم او دَ پوهې سمندر ملا عمر
امام د رڼو ستورو او سالار د حق لښکر
خاوند و د ویښ فکر او نظر ملا عمر
په عجز او تقوا باندې پوښلی و جانان
د دین هریو دښمن ته و خطر ملا عمر
سمبول و د غیرت او په رښتیا د وخت ولي
روښان و درست جهان ته لکه لمر ملا عمر
ملنګ و ډګ له ننګ و په سپیڅلی دین مین
ګټونکی د جګړو او هر ډګر ملا عمر
هم پیر هم مو امیر هم مو رهبر ملا عمر
غمجن بهیره زما و د زړه سر ملا عمر
غمجن بهیر
د ننګ او د میړانې همت غر ملا عمر
لار ښود د حقې لارې حق سنګر ملا عمر
د علم او دَ پوهې سمندر ملا عمر
امام د رڼو ستورو او سالار د حق لښکر
خاوند و د ویښ فکر او نظر ملا عمر
په عجز او تقوا باندې پوښلی و جانان
د دین هریو دښمن ته و خطر ملا عمر
سمبول و د غیرت او په رښتیا د وخت ولي
روښان و درست جهان ته لکه لمر ملا عمر
ملنګ و ډګ له ننګ و په سپیڅلی دین مین
ګټونکی د جګړو او هر ډګر ملا عمر
هم پیر هم مو امیر هم مو رهبر ملا عمر
غمجن بهیره زما و د زړه سر ملا عمر
غمجن بهیر
غزل !
دژوند له حقیقت نه دې اوښتی ولې پام دی
معلوم درته واضحه د ژوندون آخر انجام دی؟
هغې چې بیدار هوشو کې شهرت دی پیدا کړی
دنیا ته عقلمند دی آخرت ته عقل خام دی
خالق د مخلوقاتو په یو داسې چامئین کړم
له ټولو ښکلو ښکلی دی په ښکولو کې امام دی
غربت به ولې نه وي حرکت په مونږ کې نشته
همیش له مونږ نه شوی د پردي در ته قیام دی
دا زه کمالي نه یم وحیدي چې يوڅه لیکم
دا فضل د هغه دی چې یې نوم کې الف لام دی
وحیدالله وحیدي
دژوند له حقیقت نه دې اوښتی ولې پام دی
معلوم درته واضحه د ژوندون آخر انجام دی؟
هغې چې بیدار هوشو کې شهرت دی پیدا کړی
دنیا ته عقلمند دی آخرت ته عقل خام دی
خالق د مخلوقاتو په یو داسې چامئین کړم
له ټولو ښکلو ښکلی دی په ښکولو کې امام دی
غربت به ولې نه وي حرکت په مونږ کې نشته
همیش له مونږ نه شوی د پردي در ته قیام دی
دا زه کمالي نه یم وحیدي چې يوڅه لیکم
دا فضل د هغه دی چې یې نوم کې الف لام دی
وحیدالله وحیدي
غزل
کمال د تورې جوهر د تورې
شکر لرو مونږ ، هنُر د تورې
مونږ داسې څوک یو تاریخ ؤ ګوره
په هر دښمن مو آثر د تورې
اوس هم ډاریږي خوبونه ویني
چې چا مو ؤلید خطر د تورې
روغ نه دي تللي اغیار له کلي
وهلي مو تل ، په سر د تورې
تیار ولاړ دی چمتو چمتو ده
زمونږه ښکلی لښکر د تورې
سینه یې داغ ده ثبوت پرې پاتې
سرکش غلیم ته پرهر دتورې
زمونږ پرمیړانه تاریخ ګواه ده
ځلانده روڼ مو سپین لمر دتورې
بدرالدین ځلاند
کمال د تورې جوهر د تورې
شکر لرو مونږ ، هنُر د تورې
مونږ داسې څوک یو تاریخ ؤ ګوره
په هر دښمن مو آثر د تورې
اوس هم ډاریږي خوبونه ویني
چې چا مو ؤلید خطر د تورې
روغ نه دي تللي اغیار له کلي
وهلي مو تل ، په سر د تورې
تیار ولاړ دی چمتو چمتو ده
زمونږه ښکلی لښکر د تورې
سینه یې داغ ده ثبوت پرې پاتې
سرکش غلیم ته پرهر دتورې
زمونږ پرمیړانه تاریخ ګواه ده
ځلانده روڼ مو سپین لمر دتورې
بدرالدین ځلاند
اعتبار
اعتباره! څۀ د قدر وړ وې ښۀ وې
اعتباره! اصل رنګ د ژوندانۀ وې
اعتباره! هغه شان شوکت خو ګورې؟
اعتباره! دا يو وخت ؤ، او دا تۀ وې
اعتباره! پرتمين تر کهکشان وې
اعتباره! لوړ پۀ شانې د لوړ غرۀ وې
اعتباره! نوم نښان دې دومره ستر ؤ
اعتباره! چې د هر سړي پۀ خولۀ وې
اعتباره! چې اخلاص لاړ تۀ هم لاړې
اعتباره! ښايي تۀ يې د کالۀ وې
اعتباره! انسانان دوه مخي شوي
اعتباره! کنه تۀ به داسې نۀ وې
اعتباره! د مخلص کډوال پۀ ياد دي
اعتباره! راج کونکی پۀ هر زړۀ وې
مخلص کډوال
اعتباره! څۀ د قدر وړ وې ښۀ وې
اعتباره! اصل رنګ د ژوندانۀ وې
اعتباره! هغه شان شوکت خو ګورې؟
اعتباره! دا يو وخت ؤ، او دا تۀ وې
اعتباره! پرتمين تر کهکشان وې
اعتباره! لوړ پۀ شانې د لوړ غرۀ وې
اعتباره! نوم نښان دې دومره ستر ؤ
اعتباره! چې د هر سړي پۀ خولۀ وې
اعتباره! چې اخلاص لاړ تۀ هم لاړې
اعتباره! ښايي تۀ يې د کالۀ وې
اعتباره! انسانان دوه مخي شوي
اعتباره! کنه تۀ به داسې نۀ وې
اعتباره! د مخلص کډوال پۀ ياد دي
اعتباره! راج کونکی پۀ هر زړۀ وې
مخلص کډوال
"وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا"
په مینه مینه وکړئ اطاعت د والدینو
رب ایښی دی تر پښو لاندې جنت د والدینو
د رب رضا موندلی شې رضا د مور او پلار کې
ښه کیږي عاقبت دې په خدمت د والدینو
د ژوند له نعمتونو ستر نعمت دی د دوی سیوری
په غیږ کې یې سکون شته او راحت د والدینو
یوه مورکۍ نړۍ روزي او پلار یې کړي ساتنه
قانع دی درست جهان په کرامت د والدینو
د خپلو اولادونو تربیت کوي په مینه
تعجب کې سړی کاندي شفقت د والدینو
د دوی له برکته وحیدي شکر آباد یم
محروم مې خدایه نکړې له صحبت د والدینو
م وحيدالله وحيدي
په مینه مینه وکړئ اطاعت د والدینو
رب ایښی دی تر پښو لاندې جنت د والدینو
د رب رضا موندلی شې رضا د مور او پلار کې
ښه کیږي عاقبت دې په خدمت د والدینو
د ژوند له نعمتونو ستر نعمت دی د دوی سیوری
په غیږ کې یې سکون شته او راحت د والدینو
یوه مورکۍ نړۍ روزي او پلار یې کړي ساتنه
قانع دی درست جهان په کرامت د والدینو
د خپلو اولادونو تربیت کوي په مینه
تعجب کې سړی کاندي شفقت د والدینو
د دوی له برکته وحیدي شکر آباد یم
محروم مې خدایه نکړې له صحبت د والدینو
م وحيدالله وحيدي
د غزاؤ وطن د اصحابو مدفن
دا هیواد زمونږ روح دا هیواد زمونږ تن
د ویاړونو سنګر د ننګونو ممبر
له هر شر او فساد شو بې غمه هر تن
د سرو زرو ډبرو کانونه لري
یخ چینې مست سیندونه رودونه لری
نښترونه څيړۍ چنارونه لري
د ښایسته جنتونو ټوټه ده ټوټه
شهیدان په ټټر قطارونه لري
معطره هوا یې وړي روح له بدن
د جګړې له تیارو راوتلی هیواد
د اصلي بچو لاس ته لوېدلی هیواد
پټ په زړه کې نړۍ هم منلی هیواد
سپیلني ورته دود کړئ چې نشي نظر
څه په امن کې دی څومره ښکلی هیواد
دی ولاړ کاروبار د تابوت او کفن
نور بس یو بل ته لاس ورکول دي ضرور
نفرتونه له زړونو رېبل دي ضرور
ددې ستړي ولس هم پالل دي ضرور
بس دی ډېرې مو یو بل ته لارې کړې خنډ
نور دکرکې رټل او وژل دي ضرور
ګوندې نور د رحمت نظر وکړي څښتن
د وطن آبادي مو جذبې ویښوي
د ځوانانو ویدې مفکورې ویښوي
احساسات او د زړو بدرګې ویښوي
د دانش ملنګ زړۀ په ولس دی ډاډه
ولس دا ځل تیارو ته سپیدې ویښوي
جوړوي په کلک عزم او هوډ ګران وطن
دانش ملنګ
دا هیواد زمونږ روح دا هیواد زمونږ تن
د ویاړونو سنګر د ننګونو ممبر
له هر شر او فساد شو بې غمه هر تن
د سرو زرو ډبرو کانونه لري
یخ چینې مست سیندونه رودونه لری
نښترونه څيړۍ چنارونه لري
د ښایسته جنتونو ټوټه ده ټوټه
شهیدان په ټټر قطارونه لري
معطره هوا یې وړي روح له بدن
د جګړې له تیارو راوتلی هیواد
د اصلي بچو لاس ته لوېدلی هیواد
پټ په زړه کې نړۍ هم منلی هیواد
سپیلني ورته دود کړئ چې نشي نظر
څه په امن کې دی څومره ښکلی هیواد
دی ولاړ کاروبار د تابوت او کفن
نور بس یو بل ته لاس ورکول دي ضرور
نفرتونه له زړونو رېبل دي ضرور
ددې ستړي ولس هم پالل دي ضرور
بس دی ډېرې مو یو بل ته لارې کړې خنډ
نور دکرکې رټل او وژل دي ضرور
ګوندې نور د رحمت نظر وکړي څښتن
د وطن آبادي مو جذبې ویښوي
د ځوانانو ویدې مفکورې ویښوي
احساسات او د زړو بدرګې ویښوي
د دانش ملنګ زړۀ په ولس دی ډاډه
ولس دا ځل تیارو ته سپیدې ویښوي
جوړوي په کلک عزم او هوډ ګران وطن
دانش ملنګ
پوره مو د وطن د جوړولو کړله ژمنه
قدم په قدم ونه
زرغونې شوې په ونو د هیواد هره لمنه
قدم په قدم ونه
مړې هیلې مو پوره شوې
محفوظې مو اوبه شوې
سمسور شول پټي پولې
له سره بیا تازه شوې
رنګین ګلان راشنه شول د هیواد له زخمي تنه
قدم په قدم ونه
وطن ښکلا ښکلا ده
په توره شپه رڼا ده
ځلیږي سړکونه
اخ څه مسته هوا ده
کابل مو کړ ښایسته درته دوبۍ او له لندنه
قدم په قدم ونه
راټول دي ولسونه
ورکړي یې لاسونه
زلمي پښې په رکاب دي
په جوش کې دي آسونه
د جنګ لوبه مو خپله کړه له ستر ظالم دوښمنه
قدم په قدم ونه
څه امن امنیت دی
خوندي مو پت عزت دی
پیاوړی قیادت دی
سپېڅلی امارت دی
مزې اخله مزې دانش ملنګه له وطنه
قدم په قدم ونه
دانش ملنګ
قدم په قدم ونه
زرغونې شوې په ونو د هیواد هره لمنه
قدم په قدم ونه
مړې هیلې مو پوره شوې
محفوظې مو اوبه شوې
سمسور شول پټي پولې
له سره بیا تازه شوې
رنګین ګلان راشنه شول د هیواد له زخمي تنه
قدم په قدم ونه
وطن ښکلا ښکلا ده
په توره شپه رڼا ده
ځلیږي سړکونه
اخ څه مسته هوا ده
کابل مو کړ ښایسته درته دوبۍ او له لندنه
قدم په قدم ونه
راټول دي ولسونه
ورکړي یې لاسونه
زلمي پښې په رکاب دي
په جوش کې دي آسونه
د جنګ لوبه مو خپله کړه له ستر ظالم دوښمنه
قدم په قدم ونه
څه امن امنیت دی
خوندي مو پت عزت دی
پیاوړی قیادت دی
سپېڅلی امارت دی
مزې اخله مزې دانش ملنګه له وطنه
قدم په قدم ونه
دانش ملنګ
مناجات
له ګناه ډک زړۀ تشوم ، رب ته توبه کومه
تندی پر ځمکه لګوم ، رب ج ته توبه کومه
دشپې چوپتياکې خپل رحيم اومهربان الله ته
ګريوان په اوښکو لوندوم ، رب ته توبه کومه
د مغفرت په پار به نيسمه غلاف د کعبې
هيلې ور وړمه تر حرم ، رب ته توبه کومه
ستړی یم ستړی لالهاند د معصيت له باره
زړۀ ته سکون ، ډاډ لټوم ، رب ته توبه کومه
چې ترحم یې بې پايانه دی کوم حد نه لري
فنا د هغه در ته وړم ، رب ته توبه کومه
یاد په رحيم رحمٰن غفار غفور کريم څښتن دی
یم طلب ګار یې د کرم ، رب ته توبه کومه
مسعود ازمون ورته توبه په نصوحا کومه
يم ملامت او ورته ګرَم ، رب ته توبه کومه
مسعود ازمون
له ګناه ډک زړۀ تشوم ، رب ته توبه کومه
تندی پر ځمکه لګوم ، رب ج ته توبه کومه
دشپې چوپتياکې خپل رحيم اومهربان الله ته
ګريوان په اوښکو لوندوم ، رب ته توبه کومه
د مغفرت په پار به نيسمه غلاف د کعبې
هيلې ور وړمه تر حرم ، رب ته توبه کومه
ستړی یم ستړی لالهاند د معصيت له باره
زړۀ ته سکون ، ډاډ لټوم ، رب ته توبه کومه
چې ترحم یې بې پايانه دی کوم حد نه لري
فنا د هغه در ته وړم ، رب ته توبه کومه
یاد په رحيم رحمٰن غفار غفور کريم څښتن دی
یم طلب ګار یې د کرم ، رب ته توبه کومه
مسعود ازمون ورته توبه په نصوحا کومه
يم ملامت او ورته ګرَم ، رب ته توبه کومه
مسعود ازمون
تللي شهيدان ياران
نه رانه هيريږي پر سپيڅلي دين قربان ياران
تللي شهيدان ياران
ډېر ډېر مې پر زړه باندي وريږي اتلان ياران
تللي شهيدان ياران
ټوک ټوک بشرونه يې لمبه شوه د لمبو پر لار
ستون شول فاتحين تر خپل هدفه د اغزو پر لار
رنګ دتن په وينو شول دجنګ پرسپين ميدان ياران
تللي شهيدان ياران
وو لکه غمي لکه رڼا لکه افتاب زلمي
وو لکه سپرلي لکه نرګس ګلاب ګلاب زلمي
پاڼې پاڼې ولويده له ژونده په ارمان ياران
تللي شهيدان ياران
ليک يې په تاريخ کې شوې د وياړ د همتو کيسې
پاتې یې یادګار شوې د ننګونو ، غيرتو کيسې
مونږ لره يې پاتې شول ګلونه يتيمان ، ياران
تللي شهيدان ياران
لاړلو د رب و پاک حضور لره په سپين تندي
هغه له الفت او محبته ډک په ورين تندي
هغه بريالي هغه ګټونکي شول کامران ياران
تللي شهيدان ياران
الفت ملنګ
نه رانه هيريږي پر سپيڅلي دين قربان ياران
تللي شهيدان ياران
ډېر ډېر مې پر زړه باندي وريږي اتلان ياران
تللي شهيدان ياران
ټوک ټوک بشرونه يې لمبه شوه د لمبو پر لار
ستون شول فاتحين تر خپل هدفه د اغزو پر لار
رنګ دتن په وينو شول دجنګ پرسپين ميدان ياران
تللي شهيدان ياران
وو لکه غمي لکه رڼا لکه افتاب زلمي
وو لکه سپرلي لکه نرګس ګلاب ګلاب زلمي
پاڼې پاڼې ولويده له ژونده په ارمان ياران
تللي شهيدان ياران
ليک يې په تاريخ کې شوې د وياړ د همتو کيسې
پاتې یې یادګار شوې د ننګونو ، غيرتو کيسې
مونږ لره يې پاتې شول ګلونه يتيمان ، ياران
تللي شهيدان ياران
لاړلو د رب و پاک حضور لره په سپين تندي
هغه له الفت او محبته ډک په ورين تندي
هغه بريالي هغه ګټونکي شول کامران ياران
تللي شهيدان ياران
الفت ملنګ
نعت شریف
په مخلوقاتو کې دې هيڅ هم نشته سیال حبیبه
رب پیدا کړی یې ځانګړی په جمال ، حبيبه
زه بختور ګڼم هغه چې ستا په خوا کې اوسي
چې پرې لګيږي ستا د کلي خوږ شمال حبيبه
ته د اخلاقو نمونه يې ته د مينې رهبر
ته جلبوې زړونه په څه مينه کمال حبيبه
بل ارمان نلرم بس دا ارمان پر زړه لرمه
چې ستا دکلي وای يو څو وخت کليوال ، حبيبه
رب مې دې ستاله شفاعت اودیدار نکړي محروم
دا په پينځه وخته لمانځه کې کوم سوال حبيبه
الفت ملنګ دی په همدې ، دی ستا د مينې ملنګ
ستا و ليدو ته له مودو نه دی ليوال ، حبيبه
الفت ملنګ
په مخلوقاتو کې دې هيڅ هم نشته سیال حبیبه
رب پیدا کړی یې ځانګړی په جمال ، حبيبه
زه بختور ګڼم هغه چې ستا په خوا کې اوسي
چې پرې لګيږي ستا د کلي خوږ شمال حبيبه
ته د اخلاقو نمونه يې ته د مينې رهبر
ته جلبوې زړونه په څه مينه کمال حبيبه
بل ارمان نلرم بس دا ارمان پر زړه لرمه
چې ستا دکلي وای يو څو وخت کليوال ، حبيبه
رب مې دې ستاله شفاعت اودیدار نکړي محروم
دا په پينځه وخته لمانځه کې کوم سوال حبيبه
الفت ملنګ دی په همدې ، دی ستا د مينې ملنګ
ستا و ليدو ته له مودو نه دی ليوال ، حبيبه
الفت ملنګ
شهیده
سـره پـه ویـنو کاڼي که ډبرې دي شهیده
جوړې د حریت ترینه سندرې دي شهیده
وړی ځوړند سر دی له ټبره دې باغي دښمن
ګوره هغه ستا د خولې خبرې دي شهیده
خاوره دې باتوره له قرنونو پرې تاریخ ګوا
تل ماتې پردﺉ یاغي لښکرې دي شهیده
اوس هم راسره دي هاغه ستا په وینو رنګ تسبې
څه خوشبو خوشبو دي ملغلرې دي شهیده
خلاص مو اوس هیواد دی د پردیو له ستم څخه
امن غوړولې پرې وزرې دي شهیده
ستا د حماسو د ننګ غیرت او د ویاړو انځور
غرونه د وطن دي که نښترې دي شهیده
حماس بدري
سـره پـه ویـنو کاڼي که ډبرې دي شهیده
جوړې د حریت ترینه سندرې دي شهیده
وړی ځوړند سر دی له ټبره دې باغي دښمن
ګوره هغه ستا د خولې خبرې دي شهیده
خاوره دې باتوره له قرنونو پرې تاریخ ګوا
تل ماتې پردﺉ یاغي لښکرې دي شهیده
اوس هم راسره دي هاغه ستا په وینو رنګ تسبې
څه خوشبو خوشبو دي ملغلرې دي شهیده
خلاص مو اوس هیواد دی د پردیو له ستم څخه
امن غوړولې پرې وزرې دي شهیده
ستا د حماسو د ننګ غیرت او د ویاړو انځور
غرونه د وطن دي که نښترې دي شهیده
حماس بدري
صلی اللّٰه علیه وسلم
زخم زخم زړه درمل د وصال غواړي
ستا مین دی، ستا خوږې خبري ژباړي
صحابه شول چې یې ستا ملاقات وکړ
ستا د مخ په دیدنونو باندي ویاړي
چې رب ستا په اُمتیانو کې حساب کړم
د ژوند چارې مې رنګینې شولې واړي
یو سړی دي تر روضې پورې راغلی
یبلې پښې وهې قدم په چیغو ژاړي
خوار ذهین ستا شفاعت ته امیدوار یم
جفاکار یم او خرابې مې دي دواړي
ذَهِین فراهي
زخم زخم زړه درمل د وصال غواړي
ستا مین دی، ستا خوږې خبري ژباړي
صحابه شول چې یې ستا ملاقات وکړ
ستا د مخ په دیدنونو باندي ویاړي
چې رب ستا په اُمتیانو کې حساب کړم
د ژوند چارې مې رنګینې شولې واړي
یو سړی دي تر روضې پورې راغلی
یبلې پښې وهې قدم په چیغو ژاړي
خوار ذهین ستا شفاعت ته امیدوار یم
جفاکار یم او خرابې مې دي دواړي
ذَهِین فراهي
پلنډې پلنډې هیلې ارمانونه ترحرم وړمه
تږی له عمرونو زړه د وصل تر زم زم وړمه
بیتُ الله حرم حطیم مُقامِ ابراهیم ته ځم
دا معراج د مینې د ازل له ستر قلم وړمه
سپین احرام تړلی تلبیه وایم په جَهَر نن
د رحمت سفر کړمه نن کډه له عجم وړمه
ټول حجاز چې و وینمه دا دی زما د بخت پرواز
رنګ د زندګۍ مومم ګلاب غوندې شبنم وړمه
زه فضلُ الرّحمن فضلي نن پاکو حرمینو ته
زړه کې څو سوالونه او په سترګو باندې نم وړمه
فضلُ الرّحمن فضلي
تږی له عمرونو زړه د وصل تر زم زم وړمه
بیتُ الله حرم حطیم مُقامِ ابراهیم ته ځم
دا معراج د مینې د ازل له ستر قلم وړمه
سپین احرام تړلی تلبیه وایم په جَهَر نن
د رحمت سفر کړمه نن کډه له عجم وړمه
ټول حجاز چې و وینمه دا دی زما د بخت پرواز
رنګ د زندګۍ مومم ګلاب غوندې شبنم وړمه
زه فضلُ الرّحمن فضلي نن پاکو حرمینو ته
زړه کې څو سوالونه او په سترګو باندې نم وړمه
فضلُ الرّحمن فضلي
تحفه درود او سلام
قبول کړه خیرالانام
یه ده ښکلاوو میره
ښایست پرتادی تمام
درپسې مات او قلم
ستاعاشقان پرملاخم
ورکړه دوصل خواږه
ورکړه دوصل یوجام
نسته مثال دنیا کي
نه دي جمال دنیاکي
یوازنی انسان یې
چي حسن تاباندي تام
ستا له یارانو قربان
صدیق عمراوعثمان
عالې نه شمه لوګی
کړم یې ډیرډیراحترام
د ماتو زړونو درمان
زموږ نبې اخیرزمان
صفت یې کړی قرآن
دی ده رڼاوو امام
نوم یې باربارپرشونډو
راځي تکرار پرشونډو
فاتح فرهاده یاره
شمه په یاد یې ارام
فاتح فرهاد
قبول کړه خیرالانام
یه ده ښکلاوو میره
ښایست پرتادی تمام
درپسې مات او قلم
ستاعاشقان پرملاخم
ورکړه دوصل خواږه
ورکړه دوصل یوجام
نسته مثال دنیا کي
نه دي جمال دنیاکي
یوازنی انسان یې
چي حسن تاباندي تام
ستا له یارانو قربان
صدیق عمراوعثمان
عالې نه شمه لوګی
کړم یې ډیرډیراحترام
د ماتو زړونو درمان
زموږ نبې اخیرزمان
صفت یې کړی قرآن
دی ده رڼاوو امام
نوم یې باربارپرشونډو
راځي تکرار پرشونډو
فاتح فرهاده یاره
شمه په یاد یې ارام
فاتح فرهاد
دخدای په ذکر لمده وساته سینګاره ژبه
ګوره خالي نکړې یو وخت له استغفاره ژبه
سهار بیګا پرې تلاوت کوه او خدای یاده وه
دګناهو په تبو وه نه نیسې یاره ژبه
بار بار دې وایه په نبي خیرالبشر درودونه
چې دالله له لفظ هیڅ نکړې وزګاره ژبه
خلک پرې خپل کړه خلک مه خپه کوه لالیه
محفوظه وساته همېش له بد ګوفتاره ژبه
پر معروف امر، له بدیو نه پرې منعه کوه
بیا به دي ساتي له سره اور او له انګاره ژبه
که څوک د خدای رضاء کول غواړي افتاب ځدراڼۀ
له بد ويلو دي کړه بنده او مهاره ژبه
افتاب ځدراڼ
ګوره خالي نکړې یو وخت له استغفاره ژبه
سهار بیګا پرې تلاوت کوه او خدای یاده وه
دګناهو په تبو وه نه نیسې یاره ژبه
بار بار دې وایه په نبي خیرالبشر درودونه
چې دالله له لفظ هیڅ نکړې وزګاره ژبه
خلک پرې خپل کړه خلک مه خپه کوه لالیه
محفوظه وساته همېش له بد ګوفتاره ژبه
پر معروف امر، له بدیو نه پرې منعه کوه
بیا به دي ساتي له سره اور او له انګاره ژبه
که څوک د خدای رضاء کول غواړي افتاب ځدراڼۀ
له بد ويلو دي کړه بنده او مهاره ژبه
افتاب ځدراڼ
د جنتې وږمو له چم پاتې یم
د تېر په څېر بیا له حرم پاتې یم
د یار د وصل له زمزم پاتې یم
تږی زړۀ اوس هم په عجم پاتې یم
د عمر لمر مې شو غروب ته قریب
زۀ د ورستي څرک په رکم پاتې یم
د جنتې قافلو مل نه شومه
څومره تنها په کل عالَم پاتې یم
یم ناقرار نصیبه ستا له هستۍ
او هم په ویر دې د عدم پاتې یم
څومره په بېړه بېړه درومې ژونده!
زه لکه پل ستا د قدم پاتې یم
قابل به نه یم شهامت شعیبه!
و خپل ګریوان ته په دې ګرَم پاتې یم
م م شعیب شهامت
د تېر په څېر بیا له حرم پاتې یم
د یار د وصل له زمزم پاتې یم
تږی زړۀ اوس هم په عجم پاتې یم
د عمر لمر مې شو غروب ته قریب
زۀ د ورستي څرک په رکم پاتې یم
د جنتې قافلو مل نه شومه
څومره تنها په کل عالَم پاتې یم
یم ناقرار نصیبه ستا له هستۍ
او هم په ویر دې د عدم پاتې یم
څومره په بېړه بېړه درومې ژونده!
زه لکه پل ستا د قدم پاتې یم
قابل به نه یم شهامت شعیبه!
و خپل ګریوان ته په دې ګرَم پاتې یم
م م شعیب شهامت
ارمانونه به مې سر شي که د یار کلي ته لاړم
جوړ د زړه به مې پرهر شي که د یار کلي ته لاړم
انتظار دی بیخي سخت دی دعجم په ستړې غیږ کې
زما پل به بختور شي که د یار کلي ته لاړم
دلته څه به مازیګر وي دلته څه به یې خوندونه
مازيګر به خوندور شي که د یار کلي ته لاړم
زه به هلته بیا خوشحال شم زمازړه به سکون مومي
هره ورځ به مې اختر شي که د یار کلي ته لاړم
دلته سخت د هجر تندې یم اخستی تږی ګرځم
تنده ماته به مې ژر شي که دیار کلي ته لاړم
زما سترګې به خوږې شي زما مینه به شي ماته
چې روضه مې تر نظر شي که دیارکلي ته لاړم
بدرالدین ځلانده خدای مې دې نصیب په ژوندانه کړي
زما به دا سفر بهتر شي که د یار کلي ته لاړم
بدرالدین ځلاند
جوړ د زړه به مې پرهر شي که د یار کلي ته لاړم
انتظار دی بیخي سخت دی دعجم په ستړې غیږ کې
زما پل به بختور شي که د یار کلي ته لاړم
دلته څه به مازیګر وي دلته څه به یې خوندونه
مازيګر به خوندور شي که د یار کلي ته لاړم
زه به هلته بیا خوشحال شم زمازړه به سکون مومي
هره ورځ به مې اختر شي که د یار کلي ته لاړم
دلته سخت د هجر تندې یم اخستی تږی ګرځم
تنده ماته به مې ژر شي که دیار کلي ته لاړم
زما سترګې به خوږې شي زما مینه به شي ماته
چې روضه مې تر نظر شي که دیارکلي ته لاړم
بدرالدین ځلانده خدای مې دې نصیب په ژوندانه کړي
زما به دا سفر بهتر شي که د یار کلي ته لاړم
بدرالدین ځلاند
یاالله! جل جلاله
نه خفه کېږمه بس شم دې له هر چانه لرې
خو خدایه هیڅ کله مې هم مکړې له تانه لرې
زه کله کله لرې لاړ شمه بیخي ډېر لرې
زه کله کله بیخي ډېر شمه له ځانه لرې
چې له رڼا نه یې وي تېښته د تیارې لمن ته
برخلیک به څۀ وي د هغه چې وي رڼانه لرې
احکام د شرعې چې خپل ځان لره تابع ګرځوي
دا دطبیعت مسلماني ده لۀ ایمانه لرې
دا دې هم نښه د عظمت او د قوت ده ربه!
غږ مې رسیږي عرش ته زه یم له آسمانه لرې
ما لکه پټ څاڅکی د اوښکو داسې پټ وساته
حمدان کړه داسې پاکه ربه لۀ ریانه لرې
حافظ عبدالصمد حمدان
نه خفه کېږمه بس شم دې له هر چانه لرې
خو خدایه هیڅ کله مې هم مکړې له تانه لرې
زه کله کله لرې لاړ شمه بیخي ډېر لرې
زه کله کله بیخي ډېر شمه له ځانه لرې
چې له رڼا نه یې وي تېښته د تیارې لمن ته
برخلیک به څۀ وي د هغه چې وي رڼانه لرې
احکام د شرعې چې خپل ځان لره تابع ګرځوي
دا دطبیعت مسلماني ده لۀ ایمانه لرې
دا دې هم نښه د عظمت او د قوت ده ربه!
غږ مې رسیږي عرش ته زه یم له آسمانه لرې
ما لکه پټ څاڅکی د اوښکو داسې پټ وساته
حمدان کړه داسې پاکه ربه لۀ ریانه لرې
حافظ عبدالصمد حمدان
نعت شریف
اعزاز لرم منصب لرم وِقار لرمه شکر
نسبت د امتي ستر افتخار لرمه شکر
همدغه ویاړمې بس دی که څه هم ډېرګنګهاریم
شفیع ورځ د محشر کې چې غمخوار لرمه شکر
رحمت للعالمین شو عالمونه پرې رڼا شول
تیاره تیاره ژوندون ته روڼ سهار لرمه شکر
چې رب هم پرښتې ورباندې وایي درودونه
موصوف په دې صفت باندې نِګار لرمه شکر
تیارې د جهالت چې یې راتګ باندې رڼا کړې
د ټوله بشریت عظیم سالار لرمه شکر
مسعود ازمون نیکبخت یم امتي چې دحبیب یم
تر ټولو ، واړه ، ښکلو حسن دار لرمه شکر
مسعود ازمون
اعزاز لرم منصب لرم وِقار لرمه شکر
نسبت د امتي ستر افتخار لرمه شکر
همدغه ویاړمې بس دی که څه هم ډېرګنګهاریم
شفیع ورځ د محشر کې چې غمخوار لرمه شکر
رحمت للعالمین شو عالمونه پرې رڼا شول
تیاره تیاره ژوندون ته روڼ سهار لرمه شکر
چې رب هم پرښتې ورباندې وایي درودونه
موصوف په دې صفت باندې نِګار لرمه شکر
تیارې د جهالت چې یې راتګ باندې رڼا کړې
د ټوله بشریت عظیم سالار لرمه شکر
مسعود ازمون نیکبخت یم امتي چې دحبیب یم
تر ټولو ، واړه ، ښکلو حسن دار لرمه شکر
مسعود ازمون
غزل
نړۍ ته ګوره، په هوا یې خاوري واړولې
د ټول ځوان نسل پر حیا یې خاوري واړولې
فکري جګړه ده، په څه شور او بغاوت چلېږي
شپه یې ستایله، پر رڼا یې خاوري واړولې
یوې ماشومې، کونډې مور ته غلې وویله
هغه دی ګوره، په بابا یې خاوري واړولې
ځوانه ته کله، او زه کله به ویښیږو ګرانه؟
هلته څه ګټه، چې پر تا یې خاوري واړولې
مونږ ته یې توره او اغزنه لار په مکر ستایله
خو د وريښمو پر صحرا یې خاوري واړولې
حنیفه! بیا په هدیره کې سوې لوخړې پورته
خدای دې کړي خیر، چې بیا پر چا یې خاوري واړولې
حنيف مظهري
نړۍ ته ګوره، په هوا یې خاوري واړولې
د ټول ځوان نسل پر حیا یې خاوري واړولې
فکري جګړه ده، په څه شور او بغاوت چلېږي
شپه یې ستایله، پر رڼا یې خاوري واړولې
یوې ماشومې، کونډې مور ته غلې وویله
هغه دی ګوره، په بابا یې خاوري واړولې
ځوانه ته کله، او زه کله به ویښیږو ګرانه؟
هلته څه ګټه، چې پر تا یې خاوري واړولې
مونږ ته یې توره او اغزنه لار په مکر ستایله
خو د وريښمو پر صحرا یې خاوري واړولې
حنیفه! بیا په هدیره کې سوې لوخړې پورته
خدای دې کړي خیر، چې بیا پر چا یې خاوري واړولې
حنيف مظهري
غزل
د کلي کور خبره ولې وکړي
ورور ته د ورور خبره ولې وکړي
بشر دی خامخا خامۍ به لري
څوک د پېغور خبره ولې وکړي
مفاهمت د انسانیت مفاد دی
سړی په شور خبره ولې وکړي
حتما زړېږي، مجبوریږي یو وخت
انسان د زور خبره ولې وکړي
چې د بدۍ جواب په بدو ورکړي
داسې په پور خبره ولې وکړي
ملا عاکف پر خپل جانان مین دی
څوک پرې د تور خبره ولې وکړي
عاکف امارتي
د کلي کور خبره ولې وکړي
ورور ته د ورور خبره ولې وکړي
بشر دی خامخا خامۍ به لري
څوک د پېغور خبره ولې وکړي
مفاهمت د انسانیت مفاد دی
سړی په شور خبره ولې وکړي
حتما زړېږي، مجبوریږي یو وخت
انسان د زور خبره ولې وکړي
چې د بدۍ جواب په بدو ورکړي
داسې په پور خبره ولې وکړي
ملا عاکف پر خپل جانان مین دی
څوک پرې د تور خبره ولې وکړي
عاکف امارتي