Digital AFG Hub
78 subscribers
23 photos
4 videos
16 links
دا یو اسلامي او عصري ښوونیز مرکز دی، چې هدف یې ځوانانو ته د ډیجیټلي نړۍ ساده لارښوونه ده.
Download Telegram
Channel created
پټې پيسې يا Cryptocurrency يا په پاړسي کې ارز ديجيتال.
چې ډيجيټل پيسې هم ورته وايي او د بلاک چين Blockchain ټکنالوژۍ پر مټ د رياضی د الګوريتم فرمول په اساس جوړې شوې دي دا پيسې فزيکي شتون نلري آنلاین پيسې دي او هره سکه يې حتی اعشاری يې هم ځانګړې شميره لري او د راکړي ورکړي په وخت کې د دو کسانو ترمنځ تبادله کيږي خو موږ کولاي شو چې دا پيسې په فزيکي ډول نقدې کړو ( په ډيجيټل صرافيو کې نقديږي چې په هر ښار کې شتون لري)
دا پيسې نامتمرکزه يا Decenterlize دی يعنې هيڅ کوم هيواد پوري اړه نلري او هر څوک له هر هيواد څخه کولای شي له دې څخه استفاده وکړي
د کريپټو پيسو مشهور اسعار دا دي لکه بټ کاين BTC چې اوسنی قيمت يې 26441 امريکايي ډالره دی BNB قيمت 224 ډالر لايټ کاينLTC قیمت 63 ډالر او USDT چې قيمت يو ډالر دی هيڅ کله تغيير نه کوي او داسې اسعار هم شته چې قيمت يې له يو ډالر څخه ټيټ وي لکه ټرون TRX قيمت يې 0.0756 دی چې تقريبا 7 افغانۍ کيږي
دا پيسې څنګه وساتو ؟
تاسو کولای شی دا پيسې په مجازی بټوې (کيف پول) يا نورو آنلاین صرافيو کې وساتي چې مشهوره بټوه يې Trust Wallet نوميږي ډير خلک يې د پيسو د ساتلو لپاره کاروي . ګوګل فروشګاه ته لاړ شي او هغه ځای څخه Trust Wallet ( باوري بټوه) را ډانلوډ کړئ په create account باندې کیکاږئ وروسته په continue with Google باندې کیکاږئ همداسې ادامه ورکړي تاسو ته به دولس لغات در کړي هغه په يو کتابچه په ترتيب سره وليکئ او وروسته يې بېرته په ترتيب در غواړي يو رمز هم و در کړي چې هيڅکله مو هير نشي
که تاسو غواړي چې پيسې ورته اضافه کړي نو د ټرست واليت ښکته برخې ته لاړ شي او په Add token باندې کیکاږئ او چې تاسو کوم ډول پيسې زیاتوي د هغې نوم وليکي لکه USDT ، TRX او يا هم Matic او بيا د فعاليدو ګزینه باندې کیکاږه وروسته ور دننه شي تاسو ته به دوه ګزينې ظاهري شي يوه د Receive ( لاسته راوړل ) او بله د Send ( ليږل ) په Receive باندې کیکاږئ خپله پته (ادرس) مو کاپی کړي او مقابل سايټ يا کس ته يې وليږي هغه به د همدې ادرس اړوند پيسې در وليږي.
دا وو ډير لنډ او مختصر معلومات او که ښکته ورکړل شوي ويډيو وګوري ښه به وي
👍2
د ټرست واليت په اړه ويډيو 👇
👍2
اوس داسې يو ښکلې برنامه در پيژنم چې وړيا ماټيک Matic ورکوي
او څومره چې په کې مخکې ځې هغومره ستا عايد هم ورځ تر بلې ډيريږي
يوه ويډيو مې پرې جوړه کړي تر آخره يې وګورئ وروسته حساب پرانيزئ 👇
1
په لينک باندې کیکاږئ او برنامه دانلود کړئ 👇
https://go.getwombat.io/KcAL
Redeem code : 84KZL8R
ثبوت 👇
1
طريقه 👇
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
وخت مو پخیر ملګرو
په دې ويډيو کې د faucet pay حساب جوړولو طريقه زده کړئ. ويډيو تر آخره وګوري او بيا بوټ پيل (start) کړي👇👇👇👇
1
ويډيو تر آخره وګوري خير که لږ ام بي مو مصرف شوي
ټِټر Tether څه ده ؟
ټِټر يوه پر ځای ولاړه ثابته او پایېدونکې سکه  يا ( Stable coin) ده
د ټِټر پشتوانه او معادل يو ډالر دی
دا پيسې د USDT په نښان سره معامله کيږي . او په ۱۳۹۳ ھ ش د سرطان ( چنګاښ) مياشت کې د Realcoin په نوم په لار واچول شوي چې وروسته يې د همدې کال په عقرب ( لړم ) مياشت کې يې ټِټر (Tether )  ته نوم واړول شو
د ټِټر ځانګړنې
د بازار له تغيراتو څخه مخنيوي کول ، د ډالرو د انتقال لپاره ساده او اسانه لار بغير د دولتونو له مداخلې څخه ، صرافیو ته د ډالرو ليږل په اسانه طريقه
د ټِټر ارزښت ډالرو پورې تړاو لری د ډالرو معادل دی خو همجنس يې نه دی
ټِټر يو stable coin دی په دې معنی چې قيمت يې ثابت دی د اکثره ثابته سيکو قيمت يو ډالر دی او ځينې يې د طلا او نورو سره مساوي دی
ټِټَر تر ټولو ښه ثابت واحد stable coin دی په همدې سبب په ډيجيټل بازارونو کې له مهمو اسعارو څخه شمېرل کېږي. ټِټَر د نقدي پيسو ساتلو او د بازار د تغيراتو په مقابل کې کارونکو سره د ضرر په کمولو کې مرسته کوي.
دا ګټې د دې په ثابت والي کې دي. چې پانګه کوونکي يې د نزولي بازار څخه د تيښتې په مهال کاروي . بغير له دې چې خپلې پيسې په نورو اسعارو واړوي
فرض کړئ چې تاسو يو بيټ کاين په ۲۵۵۱۵ ډالرو باندې واخيست او وروسته يي قيمت ۳۰۰۰۰ ډالرو ته پورته شو . نو ډير ژر او اسانه خپل بيټ کاين په ټِټر تبديل او ۳۰۰۰۰ واحده USDT ذخیره کوي  او که بيرته د بيټ کاين قیمت ۲۶۵۵۰ ډالرو يا له دې هم کم او زيات ښکته و پورته شي خو ستا پانګه به هماغه دیرش زره ۳۰۰۰۰ ډالره وي او په هغو کولای شي په ښکته قیمتونو کې ډير بيټ کاين واخلي او يا نور اسعار لکه لايټ کاين LTC ايټرويم ETH ماټيک Matic او نور... واخلي.
پر دې چې ټِټر په مختلفو بلاک چينو کې شته خو د دې په څرنګوالي کې يې هيڅ تغير ندی کړي او بيا هم يو USDT ( ټِټر) له ۱ ډالر سره برابره ده دا داسې معنی ورکوي لکه پنځوس افغانۍ دی که هغه په سلام شبکه کې وي او که افغان بيسيم ، اتصالات وغيره خو پيسې هماغه پنځوس افغانۍ دي .د ټِټر بلاک چين يا شبکې په لاندې توګه دي
USDT ERC20 په ايټرويم شبکه کې
USDT TRC20 د ترون شبکه کې
USDT PoS پوليګن شبکه کې
USDT BEP20 د بی ان بی سمارټ چين شبکه
د دې پيسو مسؤل څوک دي؟
آيفینکس (  iFinex ) شرکت او بيټفينکس صرافۍ
بيټفينکس په هنګ کنګ کې يوه ډيجيټل صرافۍ ده
ليکنه د Digital AFG Hub کانال مدير
1
Digital AFG Hub pinned «پټې پيسې يا Cryptocurrency يا په پاړسي کې ارز ديجيتال. چې ډيجيټل پيسې هم ورته وايي او د بلاک چين Blockchain ټکنالوژۍ پر مټ د رياضی د الګوريتم فرمول په اساس جوړې شوې دي دا پيسې فزيکي شتون نلري آنلاین پيسې دي او هره سکه يې حتی اعشاری يې هم ځانګړې شميره لري…»