Digital AFG Hub
78 subscribers
23 photos
4 videos
16 links
دا یو اسلامي او عصري ښوونیز مرکز دی، چې هدف یې ځوانانو ته د ډیجیټلي نړۍ ساده لارښوونه ده.
Download Telegram
د کمپیوټر ساینس له رسمي اړخه، د پروګرامنګ ژبې په درې اصلي کچو (Levels) وېشل شوي دي:
1️⃣ Machine Language (ماشین ژبه)
تر ټولو د ټیټې سطحې ده، چې یوازې په  باینري کوډونو (0 او 1) کار کوي.
ګټې: مستقیم له سخت‌افزار (Hardware) سره کار کوي
ډېره چټکه اجرا لري
نواقص: د انسان له ژبې ډېره لیرې ده
زده‌کړه او کوډ لیکل پرې سخت دي
2️⃣ Low-Level Language (ټیټه سطحه ژبه)
پدې سطحه کې Assembly ژبه او ځینې وخت C/C++ هم راځي.
ګټې: د ماشین ژبې سره نږدې – چټک او مؤثره
د انسان له‌خوا لوستل کېدونکې
نواقص: کوډ لیکل پکې لا هم پیچلی دی
د انسان له ژبې سره لږ ورته‌والی لري
3️⃣ High-Level Language (لوړه سطحه ژبه)
دا ژبې د انسان لپاره ډېرې اسانه او د لوستلو وړ دي، خو له سخت‌افزار سره مستقیم اړيکه نه لري.
لکه PHP, C#, Python, Java...
ګټې: د انسان ژبې ته نږدې، استعمال یې اسانه دی
ډېرې ژر زده کېږي
نواقص: کوډونه باید د compiler یا interpreter له لارې ماشین ژبې ته وژباړل شي
🟨 یادونه:
ـ C ځينې وخت Mid-level ژبه گڼل کيږي ځکه د Low-Level ژبو سرعت او مستقیم تعامل لري
خو د High-Level ژبو اسانتیا هم پکې شته
https://t.me/DigitalAFGHub
2
Compiled languages vs Interpreted Languages – مخژباړل شوې ژبې د تفسیري ژبو په پرتله
توپير یې څه دی؟
کله چې موږ یو پروګرام ولیکو، دا پروګرام په خپله د کمپیوټر لپاره د پوهې وړ وي. دا باید لومړی ماشین ژبې (Machine Language) ته وژباړل شي، تر څو کمپیوټر یې اجرا کړي.
دا ژباړه په دوه طریقو ترسره کېږي:
1️⃣ Compiled Languages (مخژباړل کېدونکې ژبې)
په دې ژبو کې ټول کوډ مخکې له اجرا کېدو یو ځل کمپایلر (Compiler) له لارې ژباړل کېږي او بیا اجرا کېږي.
📌 بیلګې:
C, C++, Go, Rust, Java (نیمه کمپایل شوې – JVM ته)
ګټې:
چټک اجرا (یو ځل ژباړل کېږي، بیا مستقیم چلېږي)
Optimize شوی کوډ
نواقص:
کمپایل مخکې له اجرا ضروري دی
Debug کول یو څه ستونزمن وي
2️⃣ Interpreted Languages (تشریحي ژبې)
په دې ژبو کې هر کوډ د Interpreter له‌خوا د اجرا پر وخت ژباړل کېږي.
📌 بیلګې:
Python, JavaScript, Ruby, PHP
ګټې:
اسانه Debug کول (چټک بدلون، چټک نتیجه)
ساده پرمختیایي چاپېریال
نواقص:
نسبتاً ورو اجرا
هارډویر ته نږدې نه دي
🔁 خلاصه توپير:
ځانګړنې: Compiled ژباړه مخکې له اجرا، سرعت ډېر چټک، Debug سخته
ځانګړنې: Interpreted ژباړه د اجرا پر مهال، سرعت لږ ورو، Debug اسانه
بیلګې C, C++, Java Python, JS, PHP
یادونه: ځینې ژبې (لکه Java، C#) دواړه خاصیتونه لري – مخکې کمپایل کېږي، خو بیا هم ځانګړی مجازی ماشين JVM
(Java Virtual Machine)
او CLR
(Common Language Runtime)
يې تفسير کوي
https://t.me/DigitalAFGHub
👍1
د پروګرامینګ مشهوره ژبې
په پورته انځور کې د پروګرامینګ مشهوره ژبې په ترتیب سره ښودل شوي دي. د ځينو په اړه به لنډ معلومات وړاندې کړو:
1) پایتون (Python)
کارونې:
ماشین زده کړه (Machine Learning)
مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)
د معلوماتو تحلیل (Data Analysis)
د وېب جوړونې لپاره د Django او Flask فریمورکونه
Ethical Hacking اخلاقي هک
د کارونو اتومات کول (Automation & Scripting) او نورې برخې
ولې په تقاضا کې ده؟
ساده او د انسان ژبې ته نژدې ده، نو نوي زده کوونکي یې ژر زده کوي.
ډېر کتابتونونه او فریمورکونه لري.
د AI او Data Science لپاره تر ټولو ډېره کارول کېږي.
2) جاواسکریپټ (JavaScript)
کارونې:
د Web Development لپاره (Frontend او Backend د Node.js له لارې)
د موبایل اپلیکیشن جوړونه د React Native په وسیله
د Desktop Apps جوړونه د Electron.js په وسیله
ولې په تقاضا کې ده؟
یوازینۍ ژبه ده چې په مستقیم ډول په Browser کې اجرا کېږي.
د وېب اپلیکیشنونو لپاره اړینه ده.
د React، Angular او Vue فریمورکونو سره په چټک پرمختګ کې ده.
د نړۍ نږدې هره وېبپاڼه یې کاروي.
3) جاوا (Java)
کارونې:
د لويو ادارو سیسټمونه (Enterprise Systems)
بانکي سیسټمونه (Banking Systems)
د Android موبایل اپلیکیشن جوړونه
د وېب سایټونو Backend لپاره
ولې په تقاضا کې ده؟
Stable: له ډېرو کلونو راهیسې کارول کېږي او له منځه نه ځي.
Secure: د امنیت له پلوه ډېر خوندي ده.
Scalable: له کوچنیو تر لويو سیسټمونو پورې ښه کار کوي.
نوي ټکنالوژي لکه Spring Boot د Backend لپاره
https://t.me/DigitalAFGHub
1
ويب پراخول يا Web development په اړه معلومات:
لومړی به ویبسایټ وپيژنو : ویبسایټ په نړيوال جال يا world wide web (www) کې يو خاص ځای ته ويل کيږي
اوس به راشو په اصلی موضوع ته چې څنګه کولاي شو يو ويبپاڼه جوړه کړو
په عموم طور ويپ پراخول په دو برخو ويشل شوی دی
لومړی: Fron-End Development چې د ويبپاڼې ظاهري شکل پورې اړه لري لکه ساختمان ، ډيزاين و رنګ او متقابل عمل يا interactivity چې دې برخې ته Web design هم وائي .
دويم: Back-End Development د هغه برخه ده چې د کاروونکي له خوا نه ليدل کيږي چې په عامه اصطلاح ويلې شو چې د پردي تر شا کوډونه دی او دا د ويبپاڼې منطق ، ډيټابيس او نور خدمات مديريت کوي .
https://t.me/DigitalAFGHub
1
د Fron-End Development لپاره کوم مهارتونه اړين دي؟
لکه څنګه مو چې مخکې وويل دا د ويبپاڼې ظاهري برخه ده
او د زده کړې لپاره يې در اساسي مهارتونه اړين دي
لومړی: HTML ( Hypertext Mark-up Language):
د ويبپاڼو د جوړښت ( اسکليټ) لپاره بنسټيزه ژبه ده چې د ويبپاڼې ساختمان ، سرليکونه ، پراګرافونه او جدولونه جوړوي
دويم: CSS (Cascading Style Sheets): د ويبپاڼې سټايل ، بڼه او ډيزاين ټاکي، HTML د ويبپاڼو جوړښت وي او CSS د ويبپاڼو ښکلا او ډيزاين چمتو کوي لکه متن، رنګونه، فاصله او نور ډيزاين کنټرولوي همدارنګه CSS د Responsive Design لپاره هم کارول کيږي چې دې سره ويبپاڼه په بيلابيلو وسايلو لکه کمپيوټر ، مبايل وغيره کې سم کار کوي.
دريم: JavaScript: ويبپاڼو ته متقابل عمل/ interactivity او فعاليتونه ورکوي، او کاروونکو ته دا وړتیا ورکوي چې له ويبپاڼې سره اړيکه ونيسي او په ځواب کې يې ويبپاڼه يو عمل ترسره کړي لکه د تڼۍ کلېک کول، فورم ډکول او د مينځپانګې بدلون.
د جاوا سکرېپټ د DOM (Document Object Model) manipulation په وسيله ویب پراخوونکی کولای شي په مستقیم ډول د ويبپاڼې عناصرو کې تغييرات راولي.
https://t.me/DigitalAFGHub
2
د Back-End Development مهمې برخې
د ویبپاڼې هغه برخه چې فعالیت کوي خو کاروونکي یې نه ویني. پکې Web Server، Database او د معلوماتو پروسس شامل وي.
مهمې برخې:
1. Server-Side Coding/Scripting – هغه کوډ چې په سرور کې اجرا کېږي
او د کاروونکي غوښتنې پروسس کوي (لکه Python, Java, PHP, Node.js).
2. Database – د معلوماتو ذخیره او ترلاسه کول (SQL, NoSQL).
3. API (Application Programming Interface) – د ویبپاڼې یا اپلیکیشن د مختلفو برخو ترمنځ اړیکه جوړوي.
4. Security – د معلوماتو ساتنه، د کاروونکو تصدیق (Authentication) او د امنیتي کمزورتیاوو مخنیوی.
مهمې پروګرامینګ ژبې او ټکنالوژۍ:
Python (Django, Flask)
JavaScript (Node.js)
PHP
Java (Spring Boot – د امنیت له پلوه قوي)
Databases ډيټابيس : SQL (MySQL, PostgreSQL) ، NoSQL (MongoDB)
https://t.me/DigitalAFGHub
3
د پايټون برنامه ليکنې ژبه Python programming language: نن ورځ پايټون د خپلې ساده ګۍ او ځواکمنتيا له امله د پروګرامينګ( برنامه ليکنې) له مشهورو ژبو څخه ده .
کارونه: web development, ډيټا ساينس ، ماشين زده کړه ، مصنوعي ځيرکتيا ، سایبری امنيت او رباتونو کې کارول کيږي.
او په Windows, Linux او macOS او داسې نورو سیستمونو کې  کار کوي.
پايټون ژبه د Numpy , Django, Flask او Pandas په څېر پراخ کتابتونونه لري چې د پروګرام جوړنه آسانه او ګړندۍ کوي.
پايټون په لوستلو او ليکلو کې اسانه ده نو ځکه د نويو زده کوونکو لپاره هم غوره انتخاب کيدای شي
https://t.me/DigitalAFGHub
👍2
مصنوعي ځيرکتيا Artificial Intelligence (AI) : مصنوعي ځيرکتيا يا AI هغه ټيکنالوژي ده چې کمپيوټرونو او ماشينونو ته دا وړتيا ورکوي چې دندې او کړنې ترسره کړي چې بغير له دې د انسان ځيرکتيا او عقل ته ضرورت ولري، لکه زده کړه ، فيصله کول، د غږ او انځور پيژندل او داسې نور.
د AI جوړلو مهارتونه ؟
1)Machine Learning
2)Deep Learning
3)Data Science
4)Natural Language Processing
1)د ماشين زده Machine Learning : چېرته چې کمپیوټرونه د معلوماتو (Data) څخه زده کړه کوي او خپله پرېکړې یا وړاندوینې کوي، پرته له دې چې انسان ورته هر ګام جلا جلا ولیکي.
د ماشين زده کړې ډولونه:
🟢 1 نظارت شوې زده کړه (Supervised Learning)
دلته کمپیوټر ته معلومات (ډيټا) د ځوابونو سره ورکول کېږي.
🔵 2 بې‌نظارته زده کړه (Unsupervised Learning)
دلته کمپیوټر ته یوازې معلومات/ډيټا ورکول کېږي، خو ځوابونه نه ورکول کېږي.
🟣 3 د تقویې په وسیله زده کړه (Reinforcement Learning)
دلته کمپیوټر په هڅونه (Reward) او سزا (Penalty) سره زده کړه کوي.
د ماشين زده کړې لپاره اړين مهارتونه:
د پايټون ، R ځينې وخت C++ او جاوا پروګرامينګ ژبې
د پايټون ژبې ځانګړي فریم ورکونه Frameworks لکه PyTorch او Tensorflow او کتابتونونه لکه NumPy او Pandas
2)ژوره زده کړه Deep Learning: ژوره زده کړه د ماشین زده کړې ځانګړې برخه ده.
دا د انسان د دماغ د عصبي حجرو (Neural Networks) په شان جوړښت کاروي، چې مصنوعي عصبي شبکې(Artificial Neural Networks) ورته ویل کېږي.
یعنې کمپیوټر د ډېرو پرتونو (Layers) په وسیله د معلوماتو تحلیل کوي، له همدې امله ورته ژوره زده کړه ویل کېږي.
مثالونه د مخ پيژندنه (Face Recognition)، د غږ پیژندنه (Speech Recognition)، ژباړه، د ځان چلونې موټرونه، ناروغيو پيژندنه او داسې نور
3)د معلوماتو ساينس Data Science : هغه برخه ده چې د ډېرو معلوماتو (Big Data) څخه د احصایې، visualization (تصور)، رياضياتو او پروګرامنګ په مرسته ارزښتمنې نتيجې او پوهه راوباسي.
د کارونې ځایونه:
د کاروبار پرېکړې کول (Business Decisions)
د بازار موندنې تحليل (Market Analysis)
د ناروغيو وړاندوينه (Disease Prediction)
4)د طبیعي ژبې ارزونه Natural Language Processing (NLP) :  (د طبیعي ژبې پروسس) د مصنوعي ځیرکتیا (AI) هغه برخه ده چې کمپیوټر ته د انسان ژبو (لکه پښتو، پاړسي،انګلیسي…) لوستل، پوهېدل او ځواب ورکول  ور زده کوي.
https://t.me/DigitalAFGHub
2
ولې د انټرنيټ تبادلې مرکزونو جوړول مهم دي ؟
نن سبا انټرنيټ يواځې د اړيکو وسيله نده بلکې يو ضرورت دی، د دې لپاره چې امن ، سريع او ارزانه انټرنیټ ولرو، د انټرنيټ تبادلې مرکزونه (Internet Exchange Point - IXP) جوړول اړين دي.
پدې مرکزونو کې کوم کارونه ترسره کيږي ؟
• هيواد ته انټرنيټ وارديږي
• د تصفيې او مديريت (Filtering & Management) له لارې تنظيم کيږي، او بيا مخابراتي شبکو او انټرنېټي شرکتونو ته د ISPs (Internet Service Providers) له لارې ويشل کيږي.
د دې کار پايله:
• ښه امنيت
• د مصارفو کمښت
• لوړ سرعت
• له نوری فايبر څخه ښه ګټه اخیستنه
په اوس وخت کې يواځې يو IXP په کابل کې شته چې هغه هم په سمه توګه کار نه کوي پر همدې اساس په لويو ښارونو کې بايد همداسې مراکز جوړ شي تر څو انټرنيټ هم معياری او هم سراری شي
https://t.me/DigitalAFGHub
👍2
فريلانسنګ څه شی دی او څنګه یې پیل کړو؟
نن سبا په نړۍ کې زرګونه کسان د انټرنېټ له لارې عاید ترلاسه کوي. کوم کارونه او دندې چې په آنلاين ډول تر سره کيږي دې ته فريلانسنګ ویل کېږي. په فريلانسنګ کې ته د شرکت پر ځای د ځان لپاره کار کوې او د مختلفو مشتریانو لپاره د پروژو ترسره کولو په بدل کې پیسې ګټې.
د فريلانسنګ د پیل لپاره مهم ګامونه:
1⃣ مهارت زده کړه – لکه پروګرامنګ، ګرافیک ډيزاین، ویدیو ایډیټ، یا ډیجیټل مارکېټنګ.
2⃣ پروفایل جوړول – په Freelancer, Upwork یا LinkedIn کې حساب پرانيزه او خپل مهارتونه ښکاره کړه.
3⃣ کوچني کارونه واخلئ – په پیل کې وړې پروژې ومنه، د ښه نظر ( review )ترلاسه کولو لپاره.
4⃣ مسلسل کار کول – هره ورځ لږ تر لږه څو ساعته وخت د مهارت لوړولو او د کارونو سپړلو ته ورکړه.
پایله:
فريلانسنګ یوازې د پیسو ګټلو لاره نه ده، بلکې د نړۍ له خلکو سره د اړیکو جوړولو او خپل مسلکي ژوند د پرمختګ یوه ښه موقع ده.
https://t.me/DigitalAFGHub
2
پینځه د فریلانسینګ مهارتونه چې په ۲۰۲۵ کې باید تاسو زده کړئ
!فریلانسینګ د پرمختګ په حال کېدی، د سمو مهارتونو زده کړه تاسو سره مرسته کوي چې د نړۍ له هر ځای څخه عاید ولرۍ.
د سږکال ۵ مهم مهارتونه:
1- Web development:
دویب پراختیا لپاره HTML, CSS, JavaScript, PHP او فریم ورکونه یې لکه د جاوا سکريپت React دPHP ژبې Larval او یا د پایټون Django \ Flask او همدارنګه د جاوا Springboot زده کړئ.
2- Graphic Design:
د ګرافیک ډیزاین لپاره Canva,Photoshop, Illustrator او Modern Design وکاروئ.
3- Digital Marketing:
د ډیجیټل مارکیټینګ لپاره د ټولنیزو اعلانات، SEO, د مشتریانو جذبول او داسې نور مهارتونه زده کړئ
.4- Content Writing:
د مینځپانګی لیکل، د بلاګونو لیکنه، د محصولاتو توصیف، اعلانات او پهمختلفو ژبو لیکنې
.5- VideoEditing:
ویډیو اډیټینګ: د ټیک ټاک،یوټوب او تجارتی شیانو لپاره ویډیو جوړول، پدې برخه کې Capcut, Adobe Premier Pro او داسې نور مهارتونه زده کړئ.
https://t.me/DigitalAFGHub
👍3