https://t.me/setlanguage/pashto
🔴🔴🔴
د پورته لېنک په کېکاږلو سره خپل د ټلګرام ژبه پښتو کړئ، دپښتو د پرمختګ په هیله .

Telegram
Change Language: Pashto
Opening this link will translate the interface of Telegram to a different language. You can change the language back in Settings.
❤1
Forwarded from Baba AI
🎨🚀 Welcome to the world of creativity!
With the Baba AI bot, you can:
📜 Turn text into images
🖼 Turn images into text
🎞 Turn photos into videos
The results are truly amazing — try it yourself 👇
Click here to get started

Baba AI
🎨🚀 Welcome to the world of creativity! With the Baba AI bot, you can: 📜 Turn text into images 🖼 Turn images into text 🎞 Turn photos into videos The results are truly amazing — try it yourself 👇 Click here to get started
دا د مصنوعي ځيرکتيا يو ډول دې چې تلګرام بوټ کې خدمات وړاندې کوي
متن په عکس اړوي
عکس په متن
عکس په ويډيو هيله ده چې ګټه ترې واخلې
او ما پرې ښکته انځورونه همدا اوس جوړ کړل د ChatGPT په پرتله ښه انځور جوړوي ځکه دا د همدې کار لپاره ځانګړی شوی باټ دی
👇👇

💻 کمپيوټر له درې اصلي برخو جوړ شوی دی:
1️⃣ Hardware (سختافزار)
د کمپیوټر هغې فزیکي برخې ته ویل کېږي چې موږ یې لمس کولی یا په سترګو لیدلای شو.
لکه:
هارډ ډسک (Hard Disk)
مانېټر (Monitor)
کیبورډ (Keyboard)
ماوس، مدربورد، RAM او نور.
2️⃣ Firmware (لختافزار)
دا د Hardware او Software تر منځ منځنۍ طبقه ده.
فریم وير پروګرام او کوډ دی چې په دایمي ډول د کمپیوټر یا آلې په یوې ځانګړې هارډویر برخې کې لیکل شوی وي.
✅ دا هم فزیکي بڼه لري (ځکه چې چپکېسونو کې خوندي شوی وي) او هم پروګرامي ځانګړتیا لري.
📌 بیلګې:
BIOS/UEFI (Unified Extensible Firmware Interface)
د کمپیوټر چالانلو پر وخت راڅرګندېدونکی سیسټم.
د موبایلونو یا تلوېزیونونو داخلي سسټمونه چې د فابریکې له خوا نصب شوي وي.
3️⃣ Software (نرمافزار)
دا هغه پروګرامونه دي چې د کمپیوټر چلولو، د معلوماتو پروسس کولو، او د کاروونکو لپاره دنده ترسره کوي. Software فزیکي نه دی – دا یوازې کوډونه او معلومات دي، خو د کمپیوټر له لارې زموږ سترګو ته د کار د پایلې په توګه راڅرګندیږي.
📌 بیلګې:
عامل سيسمونه
Operating Systems (Windows، Linux، macOS)
دفتري برنامې
Office Package (Microsoft Word, Excel)
انټرنيټي
Browsers (Chrome, Firefox, Safari, Tor)
د موبايل برنامې
Mobile Apps, Games, etc.
✅ یادونه:
ـHardware پرته له Software بېکاره دی، او Software پرته له Hardware نشي چلیدای.
ـFirmware دا دواړه سره وصلوي او د وسایلو اساسي فعالیت برابروي.
https://t.me/DigitalAFGHub

د کمپیوټر برخو همغږي: Software، Firmware او Hardware څنګه یو له بله کار اخلي؟
مخکې له دې چې د پروګرامینګ ژبو بحث پیل کړو، راځئ چې وګورو څنګه د کمپیوټر درې اصلي برخې Hardware(سخت افزار) Firmware(لخت افزار)، Software (نرم افزار) یوځای سره کار کوي:
🔁 د ارتباط لړۍ:
📌 ـSoftware نشي کولی مستقیم له Hardware سره اړیکه ونیسي.
✅ همدې لپاره Firmware منځګړی رول لري:
📌 ـFirmware هغه کوډونه لري چې د کمپيوټر په دائمی حافظه لکه ROM کې ليکل شوي وي او د سيستم د چالانېدو ( Boot ) پر وخت اجرا کيږي.
مهمې بيلګې :
BIOS (Basic Input/Output System)
چې د کمپیوټر د پیل پر وخت لومړی اجرا کېږي
ROM (Read-Only Memory) چې عامل سیستم د همدې له لارې چالانېږي
🖥️ د Software ډولونه:
1️⃣ System Software (سیستمی نرم افزار):
دا ډول نرم افزار د سخت افزار سره مستقیم تعامل کوي او د کمپیوټر بنسټیز فعالیتونه کنټرولوي.
✅ بیلګې: Windows، Linux، macOS
2️⃣ Application Software (کاری نرم افزار):
دا هغه پروګرامونه دي چې کاروونکی ورسره کار کوي، او دا همیشه د System Software پر بنسټ اجرا کېږي.
✅ بیلګې: Microsoft Office، Browsers، Games.

د کمپیوټر ساینس له رسمي اړخه، د پروګرامنګ ژبې په درې اصلي کچو (Levels) وېشل شوي دي:
1️⃣ Machine Language (ماشین ژبه)
تر ټولو د ټیټې سطحې ده، چې یوازې په باینري کوډونو (0 او 1) کار کوي.
✅ ګټې: مستقیم له سختافزار (Hardware) سره کار کوي
ډېره چټکه اجرا لري
❌ نواقص: د انسان له ژبې ډېره لیرې ده
زدهکړه او کوډ لیکل پرې سخت دي
2️⃣ Low-Level Language (ټیټه سطحه ژبه)
پدې سطحه کې Assembly ژبه او ځینې وخت C/C++ هم راځي.
✅ ګټې: د ماشین ژبې سره نږدې – چټک او مؤثره
د انسان لهخوا لوستل کېدونکې
❌ نواقص: کوډ لیکل پکې لا هم پیچلی دی
د انسان له ژبې سره لږ ورتهوالی لري
3️⃣ High-Level Language (لوړه سطحه ژبه)
دا ژبې د انسان لپاره ډېرې اسانه او د لوستلو وړ دي، خو له سختافزار سره مستقیم اړيکه نه لري.
لکه PHP, C#, Python, Java...
✅ ګټې: د انسان ژبې ته نږدې، استعمال یې اسانه دی
ډېرې ژر زده کېږي
❌ نواقص: کوډونه باید د compiler یا interpreter له لارې ماشین ژبې ته وژباړل شي
🟨 یادونه:
ـ C ځينې وخت Mid-level ژبه گڼل کيږي ځکه د Low-Level ژبو سرعت او مستقیم تعامل لري
خو د High-Level ژبو اسانتیا هم پکې شته

❤2
Compiled languages vs Interpreted Languages – مخژباړل شوې ژبې د تفسیري ژبو په پرتله
توپير یې څه دی؟
کله چې موږ یو پروګرام ولیکو، دا پروګرام په خپله د کمپیوټر لپاره د پوهې وړ وي. دا باید لومړی ماشین ژبې (Machine Language) ته وژباړل شي، تر څو کمپیوټر یې اجرا کړي.
دا ژباړه په دوه طریقو ترسره کېږي:
1️⃣ Compiled Languages (مخژباړل کېدونکې ژبې)
په دې ژبو کې ټول کوډ مخکې له اجرا کېدو یو ځل کمپایلر (Compiler) له لارې ژباړل کېږي او بیا اجرا کېږي.
📌 بیلګې:
C, C++, Go, Rust, Java (نیمه کمپایل شوې – JVM ته)
✅ ګټې:
چټک اجرا (یو ځل ژباړل کېږي، بیا مستقیم چلېږي)
Optimize شوی کوډ
❌ نواقص:
کمپایل مخکې له اجرا ضروري دی
Debug کول یو څه ستونزمن وي
2️⃣ Interpreted Languages (تشریحي ژبې)
په دې ژبو کې هر کوډ د Interpreter لهخوا د اجرا پر وخت ژباړل کېږي.
📌 بیلګې:
Python, JavaScript, Ruby, PHP
✅ ګټې:
اسانه Debug کول (چټک بدلون، چټک نتیجه)
ساده پرمختیایي چاپېریال
❌ نواقص:
نسبتاً ورو اجرا
هارډویر ته نږدې نه دي
🔁 خلاصه توپير:
ځانګړنې: Compiled ژباړه مخکې له اجرا، سرعت ډېر چټک، Debug سخته
ځانګړنې: Interpreted ژباړه د اجرا پر مهال، سرعت لږ ورو، Debug اسانه
بیلګې C, C++, Java Python, JS, PHP
✅ یادونه: ځینې ژبې (لکه Java، C#) دواړه خاصیتونه لري – مخکې کمپایل کېږي، خو بیا هم ځانګړی مجازی ماشين JVM
(Java Virtual Machine)
او CLR
(Common Language Runtime)
يې تفسير کوي

👍1
د پروګرامینګ مشهوره ژبې
په پورته انځور کې د پروګرامینګ مشهوره ژبې په ترتیب سره ښودل شوي دي. د ځينو په اړه به لنډ معلومات وړاندې کړو:
1) پایتون (Python)
کارونې:
ماشین زده کړه (Machine Learning)
مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence)
د معلوماتو تحلیل (Data Analysis)
د وېب جوړونې لپاره د Django او Flask فریمورکونه
Ethical Hacking اخلاقي هک
د کارونو اتومات کول (Automation & Scripting) او نورې برخې
ولې په تقاضا کې ده؟
ساده او د انسان ژبې ته نژدې ده، نو نوي زده کوونکي یې ژر زده کوي.
ډېر کتابتونونه او فریمورکونه لري.
د AI او Data Science لپاره تر ټولو ډېره کارول کېږي.
2) جاواسکریپټ (JavaScript)
کارونې:
د Web Development لپاره (Frontend او Backend د Node.js له لارې)
د موبایل اپلیکیشن جوړونه د React Native په وسیله
د Desktop Apps جوړونه د Electron.js په وسیله
ولې په تقاضا کې ده؟
یوازینۍ ژبه ده چې په مستقیم ډول په Browser کې اجرا کېږي.
د وېب اپلیکیشنونو لپاره اړینه ده.
د React، Angular او Vue فریمورکونو سره په چټک پرمختګ کې ده.
د نړۍ نږدې هره وېبپاڼه یې کاروي.
3) جاوا (Java)
کارونې:
د لويو ادارو سیسټمونه (Enterprise Systems)
بانکي سیسټمونه (Banking Systems)
د Android موبایل اپلیکیشن جوړونه
د وېب سایټونو Backend لپاره
ولې په تقاضا کې ده؟
Stable: له ډېرو کلونو راهیسې کارول کېږي او له منځه نه ځي.
Secure: د امنیت له پلوه ډېر خوندي ده.
Scalable: له کوچنیو تر لويو سیسټمونو پورې ښه کار کوي.
نوي ټکنالوژي لکه Spring Boot د Backend لپاره

ويب پراخول يا Web development په اړه معلومات:
لومړی به ویبسایټ وپيژنو : ویبسایټ په نړيوال جال يا world wide web (www) کې يو خاص ځای ته ويل کيږي
اوس به راشو په اصلی موضوع ته چې څنګه کولاي شو يو ويبپاڼه جوړه کړو
په عموم طور ويپ پراخول په دو برخو ويشل شوی دی
لومړی: Fron-End Development چې د ويبپاڼې ظاهري شکل پورې اړه لري لکه ساختمان ، ډيزاين و رنګ او متقابل عمل يا interactivity چې دې برخې ته Web design هم وائي .
دويم: Back-End Development د هغه برخه ده چې د کاروونکي له خوا نه ليدل کيږي چې په عامه اصطلاح ويلې شو چې د پردي تر شا کوډونه دی او دا د ويبپاڼې منطق ، ډيټابيس او نور خدمات مديريت کوي .