د کمپیوټر ساینس محصلینو لارښود:
که د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوجۍ زده کړیال یاست او یا هم نوي د کانکور له لارې کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالي شوي یاست دا لیکنه حتماً ولولئ؛
لومړی مو مبارکي ومنئ، ځکه چې تاسې د اوسني عصر د تر ټولو مهمې رشتې او مسلک زده کړیال یاست او یو روښانه سباوون مو په انتظار دی.
ټکنالوجي د نن عصر تر ټولو لویه غوښتنه او تقاضا ده.
د پرمختللو او رسېدلو هېوادونو د ژوند هره برخه د ټکنالوجۍ پر مټ ولاړه ده، همدارنګه مخ پر ودې هېوادونه چې د نړۍ د پرمختګ کاروان پر لورې چټګ ګامونه اخلي، ټکنالوجۍ ته په پوره ارزښت قایل دي او دټکنالوجۍ وده او استعمال یې د خپلو لومړیتوبونو د قطار په سر کې راوستې. ښه بېلګه یې هند یادولی شو.
زمونږ په ګران هېواد کې هم کرار کرار ټکنالوجي خپل ارزښت تر لاسه کوي او هڅې روانې دي تر څو حکومتولي هم برقي شي؛ چې دا چاره به په هېواد کې د ټکنالوجۍ په برخه کې بلا کاري فرصتونه او پدې برخه کې پانګونې زیاتې کړي.
نو ویلی شو چې ستاسې راتلونکی معلوم او روښانه دی.
تر ټولو غوره رشته؟
د کمپیوټر ساینس ټولې رشتې له یو ډول ارزښت او مقام څخه برخمنې او یو د بل پوره کوونکې دي، تر ټولو غوره او یا تر ټولو بېکاره ټاکل به یې نا انصافي وي.
تاسې د خپلې علاقې او استعداد په نظر کې نیولو سره یوه رشته د خپل مسلک په توګه وټاکئ او د کمال (Perfection) تر حده یې ورسوئ: ځکه تر ډېرو رشتو چې لږ لږ پرې پوهېږئ، یوه داسې رشته چې په مکمله توګه پرې برلاسي یاست ګټوره ده.
له کومه ځایه یې پیل کړو؟
لکه څرنګه چې د یوې بهرنۍ ژبې د زده کړې لپاره پیل د هغې ژبې له الفبا څخه کېږي، همداسې باید د کمپیوټر ساینس د هرې رشتې پیل له اساساتو او لمړنیو مفاهېمو له زده کړې وشي.
د نېټورک او شبکو په برخه کې یې د نېټورک له اساساتو او د هارډویر سره له بلدتیا پیل کړئ.
د کمپیوټر ژبو د آسانې زده کړې لپاره یې له سي او سي پلس بلس څخه پیل کړئ.
که د وېب برخې سره علاقه لرئ، پیل یې له HTML او CSS څخه وکړئ.
کله مو چې د کمپیوټر د ژبې اساسات او لومړني مفاهېم زده کړل بیا به درته د هرې یوې زده کړه آسانه برېښي.
د علم په ګاڼه سمبال، آباد او پرمختللي افغانستان په هیله!

Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🌏د windows لومړی درس په پښتو ژبه🌏
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🌎د windows دویم درس 🌏
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🌹🍀د windows دریم درس 🍀🌹
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🌏د windows څلورم درس 🌍
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🌍د windows پنځم درس🌏
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🌎د windows شپږم درس🌍
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🌍د windows اووم درس🌎
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د windows اتم درس
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د windows نهم درس
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
د windows لسم درس
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🌎د windows يولسم درس🌍