افغان اتلان به سبا د افغانستان پر مهال د ماښام ۷:۰۰ بجې د نړیوال جام په غوره اته پړاو سیالیو کې د خپلې لومړۍ لوبې په موخه د هند پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
@atlan11
افغان اتلان، د افغانستان ویاړ
ویاړلی ملت، بریالۍ لوبډله
@atlan11
❤43👍6🫡3
🥰21😭5🤝4❤1👍1🍓1
🥰20👍2🍓1
❤35👍4✍2🥰2🎉1
❤45😭11👍3
په دومره لوی هند کې چې تعداد یې له میليارد واوښت چې تقریباً دوه ميلیونه یې دفیلم اداکارنې ښځې لرې چې ښايستونو پسې یې خلک ليونې دي خو دا زما دخوښې بیټسمين بیا تللې یوه داسې شنه او توره انجلې یې کړئ چې له ده سره حيث ښه نښکارې و سړیه له یوی ښایسته او جزبابې انجلۍ سره به دې واده کړئ وو...
که کم ميچ کې دي سم سکور یا منډې نشواې کولاې خو ښځه خو به دې ښه کړې وه! 🥴
@Atlan11
@Atlan_2

👍29🥰7❤2
اووال برج ټاون لوبغالی سبا د افغانستان او هند د لوبي کوربه دی.
د ويسټ انډيز کینسنګټن اوال برج ټاون لوبغالی چي ډيرو منډو لپاره يې پيچ له لوبډلو سره مرسته کوي ور پکښي ويسټ انډيز د ډيرو ۲۲۴ منډو ريکارډ د انګلينډ په وړاندي لري.
د برج ټاون لوبغالي پيچ باونسي دی چي له چټکو توپ اچوونکو سره مرسته کوونکی دی خو په ټول کي يو منځنۍ پيچ دی چي هم توپ وهوونکو او هم توپ اچوونکو لپاره جوړ دی، هوښيار او زيرک توپ اچوونکی به دلته ځان له توپ وهوونکو ژغوري.
عموما دې لوبغالي کي ډيري منډي جوړيږي روان نړيوال جام کي اسټراليا د انګلينډ خلاف د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۲ منډي هدف ټاکلی وو.
په دې شل اوريز نړيوال جام کي ياد لوبغالي د پنځه لوبو کوربتوب کړی دی چي سبا ورپکښي شپږم لوبه ترسره کيږي.
برج ټاون لوبغالی د ۲۸۰۰۰ ننداره کوونکو ځايولو ظرفيت لري، سبا به د افغانستان او هند لوبه په ځایی وخت سهار ۱۰:۳۰ بجې پيل سي چي د افغانستان په وخت مازديګر اووه بجې کيږي.

❤16👍3
د ای سي سي مبصرین وایې، د افغانستان ټوله لوبه اوپنرانو (ابراهیم او ګربز ) پورې تړلې ده
په دې جدول کې یې د ګربز او ابراهیم پرتله له باقي نور ټیم سره کړې ده
نړیوال مبصرین وایې سږکال ورلډکپ کې ګربز او ابراهیم 8 اننګز لوبولي او 319 منډې یې کړي، خو باقي ټول ټیم ایله 204 منډې کړي
اوس مې ددوی تاوده بحثونه کتل
یو مبصر وایې، پرته له شکه چې انډیا به کوشش کوي چې د ګربز او ابراهیم ویکټ ژر واخلي، افغانستان کم ټارګیټ کې ایثار کړي او بیا ټارګیټ په اسانۍ چیس کړي
بل مبصر بیا وایې که افغانستان زما خبره مني نو احتیاطي لوبه دې نه کوي، دی وایې ګربز د فاسټ بالر د ټکولو هر ډول وړتیا لري، آف سایډ او آن سایډ دواړو طرفونو ته پرې غټ شاټونه وهلی شي، دوی باید پاورپلی کې اټیکینګ وکړي
#نکته: نجیب ځدران خپلو وروستۍ شپږ لوبو کې ایله 17 منډې کړي، له فوم وتلی، هسې یې د بل لوبغاړي ځای نیولی، باید د انډیا خلاف لوبه کې ډراپ او په ځای یې حضرت ځاځی شامل شي
همداسې کریم جنت هم کېنول شي او پر ځای یې ننګیال خروټی شامل شي

👍52💯6❤4🫡1
سوپر۸ او د افغانستان او هند لوبه
افغانستان د پنجنشبې په ورځ د کابل په وخت د ماښاما په ۷:۰۰ له هند سره لوبه لري. دا د نړیوال جام د سوپر۸ لوبه ده او د ډېرو نورو مسائیلو تر څنګ، دا ډول سیالۍ په هرې لوبډلې او هر لوبغاړي باندې خپل تاثیر او فشار لري.
له ویسټ انډیز سره په لوبې کې افغانستان ډېره کمزورې لوبه وکړه او د تېرو دریو بریاو رنګ یې لږ تت او د اینده لوبو په اړه یې څه ناڅه ناامیدي پیدا کړه. البته په یوې لوبې باندې قضاوت ښه کار هم نه دی.
د لوبې وخت او ځینې تخنیکي ټکي
دا لوبه د باربوداس په وخت د سهار په ۱۰:۳۰ بجو پیلېږي.
هند په ګروپي لوبو کې د ورځې سیالۍ وکړې. افغانستان ټولې لوبې د شپې وکړې. هند په دې برخه کې تر افغانستان ښه دی.
د شپې په لوبو کې د پرخې ورېدو امکان وي چې بالینګ او فیلډینګ په کې دویم انینګز کې سخت وي. همدا علت دی چې هره لوبډله پچه وګټي، اول بالینګ کوي.
د ورځې بیا خبره بل ډول ده. د ورځې په لوبو کې لمر وي، ګرمي وي او باد هم ښه لګېږي. دلته اوټ فیلډ لږ ورو دی. توپ وهونکي هڅه کوي چې د میدان هغه اړخ ته چې بونډري ورته لنډه ده ډېر شاټونه ووهي. همدغه راز په هغه لوري شاټونه ووهي چې شمال پرې لګېږي.
مجبوریت او ضرورت
د سوپر۸ هره لوبه برخلیک ټاکونکې ده او د افغانستان لوبډله فوق العاده استعداد لري او د شل اورونو له ځانګړو لوبغاړو څخه ډکه ده.
ضرورت وايي چې افغانستان باید له هند سره په لوبې کې د خپلې توپ وهنې برخه/ بیټنګ لاین (مډل ارډر) لا قوي کړي. دوه عمده توپ وهونکی باید په لوبډلې کې زیات شي یا دوه تغیرونه راوستل شي.
مګر، د کرکټ تکتیک او تګلارې ته په کتو، دا به ډېره سخته وي چې په سوپر۸ غوندې مهمې لوبې کې په لوبدلې کې ډېر تغیر راوستل شي. په ځانګړي ډول داسې لوبغاړي ولوبول شي چې لا یې په دغه نړیوال جام کې یوه لوبه هم نه ويکړې. افغان روزونکو او کپتان ته به په دې برخې کې پرېکړه او تصمیم ستونزمن وي، خو مطمین یم چې دوی د افغانستان د ښه والي او بریاليتوب لپاره هر ښه کار چې ممکن وي، کوي.
د هند ممکنه تګلاره
د افغانستان په وړاندې به د هند تګلاره زما په نظر کټ مټ د ویسټ انډیز د تګلارې په څېر وي، تهاجمي او زړوره لوبه به کوي او د افغانستان اټکینګ بالینګ او بیټینګ به په نښه کوي چې دافغانستان پلان او تکتیک ګډوډ کړي، خو په کرکټ کې چټکه منډه، بد غورځېدل هم لري.
افغانستان به هم خپل پلان لري، خو بیا به هم ډېره تمه په لومړیو اورونو/پاور پلۍ کې فاروقي او ګربز ته وي. هیله ده چې افغانستان په څو مشخصو لوبغاړو متکي نه وي او ټول د یو ټیم په توګه لوبه وکړي، هاغسې چې په تېرو دریو ګټل شویو لوبو او په خاص ډول د نیوزلنډ په مقابل لوبې کې یې وکړې.
هند په ګروپي لوبو کې په بیټینګ کې ډېر ځلیدلی نه دی. څلور عمده توپ وهونکي، څلور الراونډران او درې عمده توپ اچوونکي لري. کپتان روهیت یې او مهم لوبغاړی کوهلي یي لا ډېر ځلېدلي نه دي، هیله ده چې له افغانستان سره هم همداسې پاتې شي، خو د دوی د لوبډلې ترکیب داسې دی چې په یو او دوو لوبغاړو متکی نه دی.
روزونکو څه وویل؟
د افغانستان روزونکي جانتن ټروټ تر لوبې یوه ورځ مخکې خبري کنفرانس کې وویل چې هرې لوبې ته خپل پلان لري او د هند سره لوبې ته لیوال دی او باید یې وګټي. ټروټ افغان لوبډله د شل اوریزو سیالیو ښه لوبډله یاده کړه او د ځینو مشخصو لوبغاړو یادونه یې هم وکړه چې له هند سره لوبې کې ترې تمه ډېره کېږي.
د هند روزونکي راهول ډرایویډ وویل چې لوبډله یې له امریکا څخه ویسټانډیز په وخت رسېدلې او وضعیت سره اشنا دي. هغه وویل چې د افغانستان لوبډله په شل اوریزو سیالیو کې یوه خطرناکه لوبډله ده او دوی یې اسانه نه ګڼي. ده دا هم وویل چې له افغانستان سره په لوبې کې یې د ټولو اړخونو ارزونه کړې. ده وویل افغان توپ اچوونکي ښه دي او دوی ورته پلان جوړويچې مخه یې ونیسي، خو ویې ویل چې افغانستان د دې وړ دی چې سوپر۸ کې ولوبېږي.
د قضیې بل اړخ او رواني جګړه
په ویسټ انډیز کې هندیان زیات دي او په لوبې کې به هم ډېر وي. وګورو چې څومره افغانان او د افغان کرکټ مینه وال په میدان کې وي، دا هم په لوبغاړو خپل اغیز لري.
زما داخلي معلومات دا دي چې د رسنیو دومره بېروبار دی چې د کرکټ نړیوالې شورا له یو شمېر رسنیو څخه بخنه غوښتي چې د افغانستان او هند په لوبې کې ټولو ته ځای (اکرېډېټېشن) نه شي ورکولای. د هند ډېرو خبریالانو او رسنیو ځانونه رسولي دي.
دوه درې هندي رسنۍ مې ولیدلې، مبصرین یې لګیا دي هڅه کوي افغان لوبغاړي په رواني لحاظ تر فشار لاندې راولي. یو یې ویل د افغانستان اکثریت لوبغاړو په ای پي ال کې لوبې کړې او زموږ لوبغاړو ښه لوبولي دي او ښه یې پېژني. مشکل نه شي جوړولای. د راشد خان په اړه یې ویل چې هغه له عملیاتو وروسته د پخوا غوندې نه دی او هغه او دغه...
1/1

❤17👍4
دا روانې جګړه ده، هیله ده چې زموږ لوبغاړي له دا ډول رسنیو لېرې وي.
ارمان راشي چې حد اقل داسې رسنۍ نه لرو چې په دې برخې کې او په داسې مناسبتونو کې خو یو څه وکړي او یو څه ووايي.
په هر حال، کرکټ د ورځې لوبه ده او هیله لرو چې پنجشنبه د افغانستان ورځ وي.
د افغانستان د بري دعا کوو.
1/2

لیکنه جعفر هاند 📩
@Atlan11
@Atlan_2
❤37👍7