افغان ڪرڪټ اتلان(A.C.A)
10.3K subscribers
43K photos
2.38K videos
47 files
1.1K links
د افغانستان سيمې او نړي د کرکټ تازه خبرونو
انځورونو ويډيوګانو کمینټری او د لوبو اپډېټ
لپاره خاص چيـــنل مــوژ ســـره تعقیب کـــری
#افغانستانAPL🏳🇦🇫
#پاکــسـتانPSL🇵🇰
#هندوستانIPL🇮🇳
#داخلي_خـــبرونه
#خارجي_خــبرونه
#نولس_کلنه_لوبډله
#الف_لوبـډله
Download Telegram
له میدان ورهاخوا

د هند پر وړاندې د افغان ملي لوبډلې د شل اوریزه لوبلړۍ رسنیز تولید او نشرات به د کیفیت لوړو پوړونه تعریف کړي

کرکټ هغه په زړه پورې لوبه ده چې خوند او رنګ یې په لوبغالي پورې اړه لري؛ خو په نننۍ عصري ورزشي نړۍ کې دا هم ډېره مهمه ده چې دغه لوبه په تصویر کې څه ډول انځوریږي، څنګه تولیدیږي او په څه ډول مینه والو ته وړاندې کیږي، او میلیونونه لیدونکي یې تجربه کوي.

افغانستان د ۲۰۲۶ کال د سپتمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه د نوي ډیلي په ارون جیټلي کرکټ لوبغالي کې د هند پر وړاندې د درې شل اوریزو نړیوالو سیالیو کوربه‌توب ته چمتووالی نیسي. موږ دې مهمې لوبلړۍ ته یوازې د سیالیو لوبولو چمتووالی نه نیسو؛ بلکې غواړو وښیو چې د لوړ کیفیت تولید او نشرات د نړیوال کرکټ د ننداره کولو تجربه څومره په زړه پورې کوي.
د افغانستان اوهند د راتلونکې شل اوریزې لوبلړۍ لپاره، د افغانستان کرکټ بورډ په یو بې سارې نوښت سره د دې لوبلړۍ په تولید او نشراتو کې داسې عصري تولیدي او نشراتي ټکنالوژي معرفي کوي چې موخه یې لیدونکو ته لا ژوره، په زړه پورې او نړیوال‌معیاري تجربه ورکول دي.

افغان کرکټ بورډ ITW Universe ته دنده سپارلې چې د تولید او نشراتو یو پرمختللی بڼه پلې کړي؛ داسې بڼه چې د نړۍ په سترو سیالیو کې له کارېدونکو معیارونو سره سمون ولري.

د دې لوبلړۍ په تولید او نشراتو کې به د ۳۰ کامرو د سیستم ترڅنګ، په مصنوعي ځیرکتیا (AI) سمبال او باثباته POV کمرې، Volumetric Free-Viewpoint ټکنالوژي، Ultra-Motion کمرې، Augmented Reality (AR)، د لوبغاړو رښتینو او ژوندیو صحنو تعقیب، مخکښ مبصرین، او د لارښوونې یا ډایریکشن یو مخکښ او مجرب ټیم چې د فیفا فوټبال نړیوال جام ډایریکټر به یې هم برخه اوسي، شامل وي.

د ITW شرکت د لوبغالي د تولید برخه هم لا پسې پیاوړې کوي او د Go-Green نوښت معرفي کوي چې له مخې به یې Sight Screen د عادي برېښنا پرځای له Kinetic Energy برېښنا پواسطه چلېږي؛ دا انرژي به د لوبغالي مینه‌وال په ځانګړو بایسکل سټېشنونو کې د پېډل وهلو له لارې په ژوندۍ بڼه تولیدوي.

زموږ موخه روښانه ده؛ هغه دا چې مینه وال وکولی شي د لوبې ننداره لکه د نږدې تجربه کړي، د لیدونکو شمېر کې لوړوالی راشي او د دوه اړخیزه کرکټ لوبلړۍ د تولید او نشراتو لپاره یو نوی معیار تعریف کړو.

د افغانستان کرکټ بورډ لپاره، دا نوښت زموږ د لرلید یوه برخه ده، افغانستان کرکټ بورډ باید یو داسې پرمختللی او نوښتګره اداره وي؛ چې نه یوازې په لوړه کچه سیالي کوي، بلکې د مینه‌والو، نشراتي شریکانو او سوداګریزو ملګرو د تجربې د ښه کولو لپاره عصري ټکنالوژي هم کاروي.
له همدې امله، د افغانستان او هند لوبلړۍ به یوازې درې نړیوالې سیالۍ نه وي بلکې دا لړۍ به وښيي چې نړیوال‌معیاري کرکټ او عصري ټکنالوژي څنګه یوځای کېدای شي او لیدونکو ته یوه غوره، نوې او رښتینې نشراتي تجربه وړاندې کولی شي.

موږ ویاړو چې افغانستان کرکټ په دې برخه نوښت کوي او لومړني ګامونه اخلي او د کرکټ د تولید او نشراتو په راتلونکي پرمختګ کې خپله ونډه ترسره کوي۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔.





نصیب خان
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس




@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
22
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
هغه شپه نه وه،

هغه شپه، د افغان اتلانو ده بریا احساس ده هر افغان په زړه کې توپان جوړ کړ! 🇦🇫🔥🏏🇦🇫🏏 د انګلستان پر وړاندې هغه بریا به د افغانانو په زړونو کې تل ژوندۍ وي. ❤️‍🔥



@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
54💯6
"نړۍ ځکه پر مونږ خاندي چې مونږ حتی مقابله نه شوی کولای".

عاقب جاوید
د پاکستان د کرکټ ډایریکټر



@Atlan11
26🫡1
د افغانستان د کرکټ لوبغاړي به د جمعې/شنبې په ورځ نوي ډهلي ته روانېږي، په خیر.
افغانستان له هند سره درې شل اوریزې سیالۍ لري، چې  دا یکشنبه نه بله یکشنبه پیل کېږي.
افغان لوبغاړي به یوه اونۍ په هند کې دغو سیالیو ته تمرین کوي.
افغانستان په هند کې د هند کوربه دی.
د بري په هیله یې.




@Atlan11
40💯122
د بنګلدیش الف لوبډلی کفتان د سویلی افریقا الف لوډلی خلاف 350منډی جوړی کړی دی 😏😉

@Atlan11
💯2213
بنګله‌دېش د اسیايي سياليو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه:

لیټن ډاس (کپتان)
تنزید حسن
پرویز حسین ایمان
محمد سیف حسن
نجمول حسین شانتو
توحید حریدوای (مرستیال کپتان)
مصدق حسین
یاسر علي چودري
رشاد حسین
مهدی حسن
نسوم احمد
سیف الدین
شریف الاسلام
مصطفیظ الرحمن
حسن محمود

ملی لوبډله ده داخوو

😏


@Atlan11
18🏆11🤝1
*عظمت عمرزي د یوې بلې کارنامې په لور🫡🫶🏏*

*افغان الرونډر عظمت الله عمرزی پنځه نورو شپږیزو ته اړتیا تر څو په نړیوال کرېکټ کې د خپلو شپږیزو شمېر تر ۱۰۰ ورسوي 👏*

*د یادولو وړ ده چې عظمت وار له مخه په نړیوال کرېکټ کې د افغانستان لپاره ۱۰۰ وېکټې او ۲۰۰۰ منډې هم بشپړې کړې دي 🫡*

@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
41
د افغانستان او هند تر منځ شل اوریزه لړۍ د دوستۍ جام (Friendship Cup) په نوم نومول شوې.



@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
44🤝6👍4
تازه خبر بیا داده چی جنرال ډون  د ننګرهار د ټینس بال ریس وټاکل شو 😘♥️




@Atlan11
🤝224
د ابراهیم ځدراڼ خورا پیاوړې لوبېدونه!
د افغانستان د شل اوریز فارمټ نوي لوبډلمشر، ابراهیم ځدراڼ، په وروستیو لس نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې په 68 اورېج سره 476 منډې جوړې کړې دي.
په دې وروستیو لس پاڼیو کې درې ځله ناټ اوټ پاتې شوی دی او 6 پنځوسیزې یې هم پخپل نوم کړې دي.

راتلونکو لوبو کی ورته ښه بخت غواړم کلاسیک ابراهیم ځدران ته 🫀❤️🇦🇫



@Atlan11
💯2721🥰3🤝2
د افغانستان او هند د راتلونکي سيريز د نشراتو لپاره د فوټبال د تېر نړېوال‌جام د نشراتو مشر ګومارل شوی

جمي آکفورډ وايي د دې سيريز د نشر لپاره د فوټبال تر تېر نړېوال‌جام هم ډېر لېواله يم

آکفورډ او ټيم به يې به له ITW کمپنۍ سره يوځای د دې لوبلړۍ د نشراتو مسوليت په غاړه لري
@Atlan11
👍20💯124🕊1🫡1
په دې هم خبر سئ!

عظمت الله عمرزی که د هندوستان پر وړاندي لوبو کي دوې نيمه سليزي ووهي او تر څنګ يې د ۶ څخه پورته ويکټي ترلاسه کړي؛ نو په شل اوريزو لوبو کي به هم د نړۍ لومړۍ نمبر الرونډر سي.

نوموړی اوس مهال ۷م مقام له ځان سره لري.


@Atlan11
45👍27💯62
د ورځې تر ټولو لومړی ملاقات دي بايد له الله تعالی سره د سهار د لمانځه په سجده کې وي.🤲
💯9038
فرينډشيپ کپ لس ورځي وروسته پيليږي.


@Atlan11
45
د هندوستان پخوانی لوبغاړی وسیم جعفر وایي:
د افغانستان او هندوستان ترمنځ، په را روانه شل اوریزه لوبلړۍ کې ابېشېک شرما او رحمن الله ګربز دوه هغه کلیدي توپ وهوونکي دي چې د هر یوه ښه ځلېدنه په مستقیم ډول د هغوی د لوبډلو په بریا دلالت کوي"
د نوموړي په باور دغه دوه لوبغاړي کولی شي، په یوازې ځان هم خپلو لوبډلو ته لوبې وګټي، ځکه شل اوریز کرېکټ د یو یا دوه لوبغاړو کار دی چې پکې خپل مسٶلیت په ښه شکل ترسره کړي؟


@Atlan11
53
هغه لوبغالی چيرې چې لس ورځې وروسته د افغانستان او هند ترمنځ د دریو شل اووریزو لوبو سيريز پيليږي👀


@Atlan11
48
راتلونکو آسيايي لوبو لپاره بنګله‌دېش 🇧🇩 قوي لوبډله د لیټن ډاس په مشري اعلان کړه ټوله ملې اصلي لوبغاړې دي ..!

@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
33🆒5
د هندوستان 🇮🇳 کرکټ بورډ غواړي له راتلونکي نړېوال‌جام مخکې چې د سويلي‌افريقا په کوربه‌توب دی؛ سويلي‌افريقا 🇿🇦 ته د يوورځنيو لوبو د يوه اوږد سيريز لپاره سفر وکړي

د هندوستان 🇮🇳 کرکټ بورډ غواړي په دې سفر کې لږ تر لږه څلور لوبې و اوسي ..!

@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
34
د هند کرکټ لوبډلې د لباس په اړه یو جالب راپور خپور شوی!

د راپورونو له مخې ویل کیږي چې هند به دا ځل په اسیایي لوبو کې نارنجي لباس واغوندي او په همدې رنګ کې به د سیالیو ډګر ته ښکته شي.

دا بدلون د هند د لوبډلې لپاره یو نوی او متفاوت بڼه ده چې د اسیایي لوبو سیالۍ به لا نورې رنګینې کړي.

تاسو د هند د دې نارنجي لباس په اړه څه نظر لرئ او ایا دا رنګ به دوی ته بخت راوړي؟

@Atlan11
36👍4
بهير شاه محبوب د افغانستان د کورنيو فرسټ‌کلاس لوبو غوره سليزه‌وهونکی شو 👋

بهير له پرونۍ سلیزې سره په احمدشاه ابدالي فرسټ‌کلاس ټورنمنټ کې د خپلو سليزو شمېر تر 13 ورساوه

د دې ټورنمنټ پنځه غوره سليزه‌وهونکي:


@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
31
د ډهلي په ارون جيټلي لوبغالي کې د هند د ترسره کړيو شل اووريزو لوبو ريکارډ..!


@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
28💯8