افغان ڪرڪټ اتلان(A.C.A)
8.6K subscribers
38.6K photos
2.09K videos
45 files
986 links
د افغانستان سيمې او نړي د کرکټ تازه خبرونو
انځورونو ويډيوګانو کمینټری او د لوبو اپډېټ
لپاره خاص چيـــنل مــوژ ســـره تعقیب کـــری
#افغانستانAPL🇦🇫
#پاکــسـتانPSL🇵🇰
#هندوستانIPL🇮🇳
#داخلي_خـــبرونه
#خارجي_خــبرونه
#نولس_کلنه_لوبډله
#الف_لوبـډله
Download Telegram
دا چې د روژه‌ماتي وخت نږدې دی، د ملي لوبغاړي افتاب عالم د زړه پر دې کريغه آمين وواياست.

#ACA | #news | #politics


@Atlan11
🕊3616😘7😭4💯2😢1🫡1
‏کابل کې د روږدو د درملنې پر مرکز برید ته په اشارې موساد لیکلي، د پاکستان هوايي ځواک د نظامي مهماتو ډېپوه په نښه کړې ده.

د موساد دا څرګندونې کټ مټ د پاکستاني چارواکو ادعاوو سره یو ډول دي چې وايي، کابل کې یې لوی نظامي مرکز په نښه کړی.

د اسرائیلو او پاکستان دا ګډ دریځ چې ملکي سیمو او روغتون ته د نظامي هدفونو نوم ورکوي دا په ډاګه کوي چې اسلام اباد تل ابیب په ملاتړ پر کابل بریدونه کوي.

وړاندې تر دې د بلوچستان ایالتي شورا پخواني مشر وحید بلوچ ویلي و، پر افغانستان د پاکستان بریدونه امریکا او اسرائیلو سره په همغږۍ ترسره کیږي.

ښاغلي بلوچ زیاته کړې، پاکستان په مات اقتصاد د دوامداره بمباریو توان نه لري، دا لګښتونه واشنګټن او تل ابیب ورکوي.

@https://t.me/WATAN_HD
23🥰3👍2🕊1😢1💯1🍓1
که څه هم له وطنه لېرې یم، خو زړه او روح مې له خپل مظلوم ولس سره دی.

تېره شپه ډېره دردوونکې وه…
هغه شپه چې پکې زموږ د داسې معصومو خلکو ژوند واخیستل شو چې د سبا لپاره یې هیلې درلودې او د خپلې درملنې لپاره یې شپې سبا کولې،
او بېچاره مظلومو کورنیو یې د خپلو ځوانانو د روغ، سالم او نوي ژوند هیله لرلې.

زمونږ کور ته نږدې روغتون کې هغه کسان،
چې د ژوند نوې پاڼه یې غوښتله،
او له نشه‌یي توکو د خلاصون لپاره یې مبارزه کوله، د پاکستان لخوا د بمونو ښکار شول…
دوی نه جګړه کوله، نه یې چا ته زیان رسولی و خو بیا هم د ګاونډي (پاکستان) د ظلم نښې وګرځېدې.

افغانستان…
هغه خاوره چې تل یې دردونه زغملی،
خو بیا هم په پوره همت د سبا لپاره هیلې لري،
ټوله نړۍ په دې آګاه ده چې هیڅکله یې خپل همت نه دی بایللی،
بیا هم د رڼا په لټه کې دی. ان شاءالله.

خو دا درد…
دا ظلم…
او دا ناځواني به هېڅکله تاریخ هیر نکړي.
او نه به یې راتلونکي نسلونه وبښي.

یا الله!
شهیدانو ته دې لوړ جنتونه نصیب کړې،
زخمیانو ته دې عاجله شفا ورکړې،
او زموږ وطن د امن او سکون ځای وګرځوې.

آمین 🤲

اصغرافغان لیکلي
28😭10👍1🥰1😢1
محمد نبي او فاروقي دواړو، یو یو نړیوال جام ټاپ کړی


@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
🥰3413💔2🕊1😭1
🆕له دې خبرداري وروسته اوس د استرالیا حکومت استرالیایي لوبغاړو ته مشوره ورکړې چې د پي ایس ایل لوبو لپاره پېښور ته سفر ونکړي.
دوی اوس پاکستان ته د سفر لپاره هم زړه نا زړه دي.

@Atlan11
Please open Telegram to view this post
VIEW IN TELEGRAM
54💯4❤‍🔥3👍2🥰2
شهزاد محمدي تیره شپه يوځل بيا د هند د پخوانيو لوبغاړورلوبو کي 44 منډي ګوړي کړي چي بهترينه توپ وهنه يي ترسره کړه هيره دي نه وي چي شهزاد په ياد ليګ مي په منډو کي
تر ټولو مخکښ دی
💥🤗

نوټ: تيره شپه په همدغه لوبو کي اصغر افغان, محمد شهزاد, افتاب عالم, او سميع الله شينواري د تيري شپي د پيښي او ستري غميزي د وير په مناسبت
توري پټۍ تړلي وي.
💔🥹
@Atlan11⭐️
Please open Telegram to view this post
VIEW IN TELEGRAM
29💯5👍3🍓1😘1
هېوادوالو ته عامه پوهاوی!

د میاشتې د لیدلو مرکزي هیئت د خبرتیا په اساس له ټولو هېوادوالو څخه هیله شوې چې په خپله سیمه کې د میاشتې د لیدلو اهتمام وکړي؛ ځکه چې د هېوادوالو له لوري د میاشتې د لیدلو اهتمام یو شرعي اصل دی؛ نو په دې اساس که کوم هېوادوال هم میاشت ولیدله او د خپلې سیمې محکمې او د رؤیت هلال هیئت ته د شاهدۍ ادا کولو لپاره حاضر شو؛ نو اړوند محکمه به د دوی شاهدي د شرعي اصولو موافق اوري، د شاهدانو تزکیه به کوي تر هغه وروسته به ټول معلومات د میاشتې د لیدلو مرکزي هیئت سره شریکوي.
یادونه: وروستی اعلان به د رؤیت هلال مرکزي هیئت لخوا کېږي.



@Atlan11
24😘321👏1❤‍🔥1💯1
Forwarded from Afghan Cricket Sports10 (𓆩°•.𝐀𝐛𝐝𝐮𝐥_𝐖𝐚𝐥𝐢.•°𓆪)
Media is too big
VIEW IN TELEGRAM
🔻د سویلي افریقا 🇿🇦 او نیوزیلینډ 🇳🇿 تر منځ ده پنځه شل اوریزه لوبو سيريز :

🔹2: د دوهمې شل اوریزه لوبې هایلایټ 💯

🔸دلته هم راسره ملګري سې👇
@AfghanSports10 افغان کرکټ سپورټ
11❤‍🔥2💔2
🔻ګلين فيلیپس د غوره فیلډرې څخه نیولې او تر پېلوټ کیدو پورې 🛩️🇳🇿 ..!

1⃣یو بېټسمېن (په دواړو لاسونو)
2⃣یو بالر
3⃣یو ویکټ‌کېپر
4⃣یو الوتونکی فیلډر
5⃣یو ګالف لوبغاړی
6⃣یو د جم شوقي
7⃣یو پیلوټ
8⃣ټول په یوه شخص کې. ټول په سټایل کې.
9⃣تر ټولو بشپړ او څو اړخیز لوبغاړی ( ګلین فیلیپس)

💠
@Atlan11|افغان کرکټ اتلان چینل
26🥰2❤‍🔥2🕊1🍓1
🔸د کابل غميزه 💔

🔹په ننګرهار کې د رمضان جام سياليو په لړ کې تيره شپه له لوبې وړاندې پر کابل د پاکستان وخ.شيانه بريد وغنده او د قربانیانو کورنۍ سره يې خواخوږي څرګنده کړه🤲

💠
@Atlan11|افغان کرکټ اتلان چینل
19👏2🕊1
ټاکل شوې اته ورځې وروسته د پاکسـتان په مختلفو ښارونو کې د کریکټ سیالۍ پیل شي چې لسګونه بهرني لوبغاړي هم پاکستـان ته را روان دي.

د مالوماتو له مخې محسن نقوي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ترڅنګ د دوی د کریکټ بورډ مشر هم دی، له عاصم منیر یې غوښتي چې د اختر په بهانه اوربنـ.د او له هغه وروسته د مذاکراتو په بهانه جـ.ګړه ودروي، تر څو د دوی لیګ په ارامه فضا کې ترسره شي.

پاکستان سوپر لیګ د مارچ په ۲۶ مه نېټه ترسره کېږي او دې هېواد ته ملیونونه ډالر مادي او په پراخه کچه مانوي ګټې لري.
لاهور، راولپنډۍ، کراچۍ، ملتان او فیصل اباد هغه ښارونه دي چې ټاکل شوې دا لوبې په کې ترسره کړي.

که تر راتلونکو لسو ورځو پورې د پاکستان حالت ترینګلی وي، بهرني لوبغاړي د دې لیګ لپاره یاد هېواد ته نه راځي او د لیګ بل هېواد ته انتقالولو او یا لغوه کولو ډېر امکان یې شته.
کارپوهان له افغان حکومـت غواړي چې له د.ښـمن هېواد دی دا غوړه ډوډۍ له خولې را وګرځوي.



@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
22😘21🕊1
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د نېکمرغه کوچني د لمانځه وخت د سهار په اته (۸:۰۰) بجو ټاکل سوی دي
د اختر لمونځ په هر هغه جامع جومات کې ادا کېدای سي، چېرې چې د جمعې لمونځ تر سره کېږي.
@Atlan11
28💯5🥰2❤‍🔥1💔1
د راجستان لوبډلې نوی لباس:


@Atlan11
20❤‍🔥2
This media is not supported in your browser
VIEW IN TELEGRAM
دا ختر دلمانځه عملي زدکړه


@Atlan11
20🍓2👍1🥰1
🚨 په نړیوالو، کورنیو او IPL سیالیو کې د امپایرانو معاش 🚨

نړیوالې لوبې:

ټیسټ لوبه - 272,658 افغانۍ
یو ورځنۍ لوبه - 136,329 افغانۍ
شل اوریزه لوبه : 85,210 افغانۍ
کورنیو لوبو کی :

ګریډ A او A پلس : 109,072 افغانۍ
ګریډ B او C د : 81,806 افغانۍ
ناک آوټ لوبو کی : - 34 زرو افغانیو څخه تر 41 زره افغانیو

د IPL لوبو کی :

په میدان کې امپایر - : 204,493 افغانۍ
څلورم یا TV امپایر - 136,328 افغانۍ



@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
9❤‍🔥2
پټ کمينس به څو لوبو کې نه وي چې په نه شتون کې یې په رسمي ډول ایشان کيشن د سن رايزرز لوبډلې کپتان او ابیشک شرما مرستیال کپتان وټاکل شو.



@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
🍓173
هربجن سینګ: "
تر هغه ځایه چې زه پوهیږم او زما پوهه رسیږی، زه فکر کوم چې موږ به د سانټنر پرځای غضنفر په ډیرو لوبو کی وګورو ځکه چې غضنفر میز ته ډیر تغیرات راوړي. هغه یو څوک دی چې خلکو ډیر نه دي لیدلي. دوی د هغه په ​​وړاندې نه دي لوبیدلي. دا هغه څه دي چې هغه ته دا برتري ورکوي. زه فکر کوم سانټنر به دلته او هلته په څو لوبو کې لوبه وکړي، شاید په چینای کې یا په هغو ځایونو کې چیرې چې سپین بالینګ ته جوړ وی، مګر زه فکر کوم چې غضنفر به په هر ډول سطحو او هرې لوبې کې لوبې ته دوام ورکړي."



@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
🥰13❤‍🔥3🍓31
لوبډلمشر شوبمن ګېل🤩

ستاسو په اند په سږني پړاو ای پي ایل ليګ کې به د ګجرات ټايټنز لوبډلې سفر تر کوم ځای وي؟

@Atlan11 | افغان کرکټ اتلان چینل
🥰204🕊2🍓1😘1
د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو او ملي لوبغاړو د تېرې ورځې د هوایي برید د ټپیانو عیادت او پوښتنه وکړه

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ښاغلی نصیب خان د یو شمېر مسوولینو او د ملي لوبډلې د لوبغاړو په ملتیا د کابل ایمرجنسي او وزیر اکبر خان روغتونونو ته ولاړل او هلته یې د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د تېرې شپې د وحشي بریدونو د ټپیانو عیادت او پوښتنه وکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ مسوولینو او لوبغاړو یو ځل بیا د دې برید چې پکې بې ګناه افغانان شه ـ یدان او ټپیان شوي؛ غندنه وکړه او د پېښې له قربانیانو سره یې خپله همدردي او غمرازي شریکه کړه.

د ادارې مسوولینو او لوبغاړو له ټپیانو څخه د عیادت پر مهال هغوی ته ډاډ ورکړ چې دوی به ډېر ژر د پېښې د قربانیانو لپاره مرستې راغونډې کړي او په ورته وخت کې یې پر نورو هېوادوالو او سوداګرو هم غږ وکړ چې په دې سخت وخت کې د دغو دردېدلو او مظلومو افغانانو لاسنیوی



@Atlan11
15❤‍🔥3💔2🍓1